د حضرت داود ﵇ د لويې انا بي بي روت کيسه
روت د بوعز په پټيو کې وږي ټولوي
د نعيمې خاوند اليملک چې پخوا مړ شوی و، د هغه له خپلوانو څخه يو سړی بوعز نومېد، چې يو غټ خان و. يوه ورځ روت نعيمې ته وويل: که ستاسې اجازه وي، زه به له ښار څخه دباندې پټيو ته ولاړه شم. ګوندې يو لوګری هلته پر ما مهرباني وکړي او دا اجازه راکړي، چې هغه وږي چې پر ځمکه ځينې پاتې شوي دي راټول کړم.
نعيمې په ځواب کې وويل: درته اجازه ده، لورې. ورشه!
روت پټيو ته ولاړه او هلته يې په لوګرو پسې د اوربشو هغه وږي چې پر ځمکه ځينې پاتې شوي وو، راټولول. خو په تصادف سره هغه پټي چې روت پکې وږي راټولول، خاوند يې بوعز و، چې د اليملک له خپلوانو څخه و. په همدې وخت کې بوعز له بيت لحم څخه خپلو پټيو ته راغی او خپلو لوګرو ته يې وويل: ﷲ دې درسره مرسته وکړي!
دوی په ځواب کې وويل: ﷲ دې برکت درکړي.
بيا د بوعز سترګې پر روت باندې ولګېدلې. د لوګرو له مشر څخه يې پوښتنه وکړه: دغه ښځه د چا له کورنۍ څخه ده؟
د لوګرو مشر ورته وويل: دا هغه موآبۍ ښځه ده چې له نعيمې سره له موآبه راغلې ده. له ما څخه يې اجازه وغوښتله چې په لوګرو پسې ولاړه شي او د کوديو په شاوخوا کې وږي راټول کړي. ما هم اجازه ورکړه او له سهاره تر همدا اوسه پورې په کار اخته ده او دمه يې نه ده کړې.
بيا بوعز روت ته نږدې ورغی او ورته يې وويل: لورې، غوږ ونيسه! د وږو د راټولولو لپاره د بل چا پټي ته مه ورځه! بلکې دلته زما له ښځينه مزدورانو سره پاتې شه او له دې ځمکې څخه مه جلا کېږه. وګوره چې لوګري مې په کوم ځای کې کار کوي. بيا په ښځينه مزدورانو پسې ګرځه. ما نارينه وو ته ويلي دي چې تا ته څه ونه وايي. هر کله چې تږې شوې، د اوبو منګيو ته ورشه او هغه اوبه وڅښه چې زما مزدورانو له څاه څخه راايستلې دي.
بيا روت خپل سر بوعز ته ورښکته کړ او په پښو کې يې ورپرېوته. ورته يې وويل: د څه لپاره پر ما باندې دومره مهرباني کوئ؟ زه خو د پردي قوم ښځه يم، مګر بيا هم تاسې پر ما دومره پام کوئ؟
بوعز په ځواب کې وويل: ما ته ستا د کارونو په اړه پوره معلومات رارسېدلي دي، چې د خپل مېړه تر مرګ وروسته دې له خپلې خواښې سره څومره وفاداري کړې ده. خپل مور او پلار او خپل وطن دې پرې ايښی او دلته راغلې يې، تر څو د داسې يوې قبيلې تر منځ واوسېږې چې مخکې دې نه پېژندله. تا د بني اسراييلو خدای ﷲ ﷻ ته پنا راوړې ده. نو د دې کارونو په بدل کې دې ﷲ ﷻ تا ته پوره پوره عوضونه درکړي.
روت ورته وويل: صاحبه! ﷲ دې ما تل ستاسې په نظر کې وساتي. سره له دې چې زه ستاسې تر نورو ښځينه مزدورانو کمه يم، خو تاسې بيا هم ما ته په مهربانۍ سره د زړه د تسلۍ خبرې وکړې.
غرمه چې د ډوډۍ وخت شو، بوعز روت ته ورغږ کړ: دلته راشه! ډوډۍ وخوره او خپله مړۍ دې په دغې چکنۍ کې پورې کړه.
روت هم راغله او د لوګرو تر څنګ ډوډۍ ته کېنستله. بيا بوعز روت ته نينې ورکړې. هغې په نينو ځان موړ کړ او يو څه لا اضافه ورسره پاتې شوې. بيا راپورته شوه، تر څو په پټيو کې نور وږي هم راټول کړي. په دغه وخت کې بوعز خپلو مزدورانو ته وويل: هغه ښځه پرېږدئ چې د کوديو په شاوخوا کې هم وږي راټول کړي. تاسې به څه نه ورته واياست. له دې پرته تاسې بايد څه وږي له خپلو رېبل شوو اوربشو څخه هم په لاره کې واچوئ چې هغه يې راټول کړي. په هغې به هېڅ غرض نه لرئ.
روت تر ماښامه وږي راټول کړل. کله چې يې وږي وټکول، دومره اوربشې ترې ووتې چې يوه غټه ټوکرۍ ترې ډکه شوه. روت اوربشې له ځان سره واخيستلې او بېرته ښار ته روانه شوه. کور ته چې ورسېدله، نعيمې وليدل چې له هغې سره خورا ډېرې اوربشې دي. بيا روت هغه نينې چې غرمه ځينې پاتې وې نعيمې ته ورکړې. نعيمې له خپلې نږور څخه پوښتنه وکړه: نن دې چېرې وږي ټول کړل او چېرې دې کار وکړ؟ خدای دې هغه چا ته برکت ورکړي چې پر تا باندې يې دومره مهرباني کړې ده.
روت وويل: نن مې د بوعز په نوم د يوه سړي په پټيو کې وږي ټول کړل.
نعيمې چې د بوعز نوم واورېد، نو ويې وويل: پر هغه دې د ﷲ ﷻ برکت وي. ﷲ ﷻ له موږ سره او زموږ له مړو سره خپله بې پايانه مينه ښکاره کړې ده.
بيا نعيمې زياته کړه: ته وګوره! همدغه بوعز زموږ له هغو خپلوانو څخه دی چې زموږ سرپرستي د ده غاړې ته ورلوېږي.
روت وويل: بوعز دا هم راته وويل چې تر څو زما مزدورانو دغه لوونه نه وي خلاص کړي، ته ورسره پاتې شه.
نعيمې ورته وويل: ښه به وي، لورې چې ته د بوعز په پټيو کې له ښځينه مزدورانو سره پاتې شې. د بل چا په پټيو کې کېدای شي تا ته څوک ضرر درورسوي.
نو له دې وروسته به روت د بوعز پټيو ته تله او هلته به يې له ښځينه مزدورانو سره وږي ټولول، تر هغې چې د اوربشو او غنمو لوونه خلاص شول. روت په دغه ټول وخت کې له خپلې خواښې سره اوسېدله.