د حضرت داود  د لويې انا بي بي روت کيسه

د بني اسراييلو وطن ته د روت راتګ

په هغه وخت کې چې بني اسراييلو پاچا نه درلود او لنډمهالي سالاران حاکمان وو، د بني اسراييلو په ځمکه کې سخته کاختي راغله. د يهودا ټبر د ځمکې په بيت لحم ښار کې د اليملک په نامه يو سړی اوسېد، چې د افراته له خېل څخه و. ده د کاختۍ له کبله تصميم ونيو، چې د موآب ځمکې ته مهاجرت وکړي. نو خپله کډه يې بار کړه او له خپلې ښځې سره چې نعيمه نومېده او له خپلو دوو زامنو سره چې محلون او کليون نومېدل موآب ته ولاړل او هلته يې د مهاجرت شپې او ورځې تېرولې. څه موده وروسته اليملک مړ شو. نعيمه او دوه زامن يې پاتې شول. بيا دواړو زامنو يې له موآب څخه ښځې وکړې. د ښځو نومونه يې عُرفه او روت وو. دوی ټولو لس کاله په موآب کې تېر کړل. بيا محلون او کليون هم مړه شول او نعيمه کونډه او بوره پاتې شوه. په داسې حال کې چې نعيمه په موآب کې اوسېده، خبر ورته راغی چې په خپل وطن کې يې ﷲ ﷻ پر خپل منتخب قوم بني اسراييلو باندې د رحم نظر کړی دی او فصلونه يې شنه کړي دي. نو په همدې خاطر نعيمې ملا وتړله چې خپل وطن ته بېرته ولاړه شي. نو له خپلو دوو نږورګانو سره يې د موآب له ځمکې څخه حرکت وکړ، تر څو بېرته د يهودا ټبر ځمکې ته ولاړه شي. تر يوه ځايه پورې چې يې مزل وکړ، خپلو نږورګانو ته يې وويل: لوڼو! بېرته خپلو کورونو ته وروګرځئ، تر څو له خپلو ميندو سره ژوند تېر کړئ. تاسې له ما او زما له مرحومو زامنو سره ډېر ښه کړي دي. نو ﷲ ﷻ دې له تاسې سره هم هماغسې ښه وکړي. ﷲ ﷻ دې تاسې دواړو ته نوي مېړونه درکړي، چې د هغوی تر سيوري لاندې د خير ژوند ولرئ.

بيا يې خپلې نږورګانې ښکل کړې. دوی په لوړ آواز وژړل او ورته يې وويل: نه! موږ له تاسې سره يو ځای ستاسې قبيلې ته ورځو!

مګر نعيمې ورته ټينګار وکړ چې لوڼو! تاسې کور ته ستنې شئ. ولې غواړئ چې له ما سره ولاړې شئ؟ زه خو په دې زړښت کې بيا زامن نه شم زېږولای، چې تاسې ورسره واده وکړئ. نو خپلو کورونو ته ولاړې شئ، ځکه زه په دغه سپين سر د واده نه يم. لږ خو فکر وکړئ. فرض يې کړئ چې زه همدا نن بل مېړه وکړم او زامن راته پيدا شي. نو آيا تاسې به دومره صبر وکړئ چې دوی ځوانان شي؟ ښکاره ده چې تاسې تر هغه وخته ځانونه بې مېړه نه ساتئ. نه، لوڼو! داسې نه شي کېدلای. زما ژوند ستاسې تر ژونده تريخ دی، ځکه چې ﷲ ﷻ زه په مصيبت اخته کړې يم.

نږورګانو يې يو ځل بيا په لوړ آواز وژړل. عُرفې خپله خواښې د خدای په امانۍ په خاطر ښکل کړه او ځينې ولاړه، مګر روت له نعيمې څخه نه جلا کېده. نعيمې روت ته وويل: لورې، ته څه کوې چې دلته ولاړه يې؟ يور دې وګوره چې خپلې قبيلې او خپل خدای ته بېرته ولاړه. ته هم په هغې پسې ولاړه شه.

روت په ځواب کې ورته وويل: مه راته شله کېږه، چې زه دې پرېږدم او مخ درڅخه واړوم. چېرې چې ته ځې، زه هم درسره ځم او په کوم ځای کې چې ته اوسېږې، زه به هم همالته درسره اوسېږم. ستا قبيله به زما قبيله وي او ستا خدای به زما خدای وي. په کوم ځای کې چې ته مړه کېږې، زه به هم همالته مړه شم او همالته به زما قبر هم وي. بې له مرګه بل شی ما له تا څخه نه شي جلا کولای. که مې همدا قول پر ځای نه کړ، نو خدای ﷻ دې راته سخته سزا راکړي.

نعيمې چې د روت کلکه اراده وليدله، نو نور ورپسې شله نه شوه چې پاتې يې کړي. دوی دواړو خپل تګ ته ادامه ورکړه. تلې – تلې تر څو بيت لحم ته ورسېدې. کله چې ښار ته داخلې شوې، د ښار خلک حيرانۍ واخيستل. ښځو يو بل ته سره ويل چې دا خو به نعيمه نه وي؟

نعيمې ښځو ته وويل: ما نعيمه مه بولئ، چې د خوشحالۍ او ښه والي معنی لري، بلکې ماره مې وبولئ، چې د تريخوالي معنی لري، ځکه قادر خدای زما اوقات ډېر راتريخ کړي دي. کله چې په لومړي ځل له دې ځايه ولاړم، له خوشحاليو څخه ډک ژوند مې درلود، مګر ﷲ ﷻ زه بېرته تش لاس او دربدره راوستلې يم. نو تاسې مې ولې نعيمه بولئ؟ ﷲ تعالی زه له خپل نظره غورځولې يم. قادر مطلق ذات زه په مصيبت او بدبختۍ اخته کړې يم.

لنډه دا چې نعيمه او د هغې موآبۍ نږور روت له موآب څخه بېرته بيت لحم ته هغه مهال ورسېدلې چې د اوربشو لوونه نوي پيل شوي وو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست