حضرت يوشع بن نون 

بني اسراييل له خدای  سره پخوانی عهد او تړون بيا تازه کوي

يوه ورځ يوشع ﵇ په شکيم ښار کې د بني اسراييلو دوولس ټبرونه راټول کړل. د ټبرونو ټول مشران، سرداران او رهبران يې راوغوښتل او هغوی ټول د خدای ﷻ په حضور کې حاضر شول. بيا يوشع ﵇ خلکو ته وفرمايل: د بني اسراييلو د رب ﷲ ﷻ پيغام واورئ چې فرمايي: ډېر پخوا ستاسې پلرونه او نيکونه د فرات سيند آخوا اوسېدل او د خپلو خدايانو عبادت يې کاوه. په دې جمله کې د ابراهيم او ناحور پلار تارَخ هم و، خو ما ابراهيم له هغې ځمکې څخه تر فرات سينده دېخوا د کنعان ځمکې ته راووست او پکې ځای پر ځای مې کړ. بيا مې د اسحاق په نوم يو زوی ورکړ او نسل مې ورډېر کړ. اسحاق ته مې د يعقوب او عيص په نومونو غبرګوني زامن ورکړل. د عيص کورنۍ ته مې د استوګنې لپاره د سعير غرنۍ ځمکه ورکړه او ستاسې لوی نيکه يعقوب او اولادونه يې په مصر کې مهاجر شول.

بيا مې تاسې ته موسی او هارون درولېږل. ډېر سخت آفتونه مې پر مصر باندې نازل کړل او تاسې مې له مصره راوايستلاست. خو کله چې مو پلرونه او نيکونه سره سمندرګي ته ورسېدل، مصري لښکر ورپسې په جنګي ګاډيو کې راووت. په دې وخت کې مو پلرونو او نيکونو ما ته د مرستې ناره وکړه. نو د دوی او د مصريانو تر منځ مې د سپر په توګه د تيارې پرده ودروله. پر مصريانو باندې مې د سمندرګي اوبه هم ورخوشې کړې او هغوی پکې غرق شول. تاسې دغه حالت په خپلو سترګو وليد. بيا څلوېښت کاله په بيابان کې سرګردانه ګرځېدئ.

بالاخره مې د اَموريانو ځمکې ته راوستلاست، چې د اُردن سيند په شرق کې ده. هغوی له تاسې سره په جنګ شول، خو تاسې مې ورباندې برلاسي کړئ او هغوی مې ستاسې د سترګو په وړاندې هلاک کړل. بيا تاسې د هغوی ځمکه په خپله ولکه کې راوسته. بيا چې د اُردن سيند دېخوا راواوښتلاست، د اريحا ښار ته راغلاست. د اريحا اوسېدونکي هم له تاسې سره په جنګ شول. اَموري، پَرزي، کنعاني، هيتي، جرجاسي، يبوسي او خِوي قومونه ټول ستاسې پر خلاف ودرېدل، خو پر ټولو مې برلاسي کړئ. دا برياليتوب مو د تورې او يا د لېندۍ له وجې نه و، بلکې له تاسې څخه مخکې مې د دوی منځ ته يوه لويه بلا ورولېږله، چې د اَموريانو دوه پاچاهان يې درڅخه وشړل. دغه ځمکه، چې هېڅ زحمت مو پرې نه و ايستلی او دغه ښارونه، چې هېڅ مو نه وو ودان کړي، درتسليم مې کړل، تر څو پکې استوګن شئ او د هغو باغونو انګور او زيتون وخورئ، چې پخپله مو نه وو جوړ کړي.

بيا يوشع ﵇ زياته کړه: ای خلکو! اوس تاسې ته په کار دا ده چې له ﷲ ﷻ څخه ووېرېږئ او په اخلاص او وفادارۍ سره يې عبادت وکړئ. هغه باطل خدايان د تل لپاره پرېږدئ، چې ستاسې پلرونو او نيکونو يې د فرات سيند آخوا او په مصر کې عبادت کاوه، بلکې يوازې او يوازې د ﷲ ﷻ عبادت وکړئ. که د ﷲ ﷻ له عبادت څخه منکر ياست، نو همدا نن پريکړه وکړئ چې د کوم خدای عبادت به کوئ. آيا د هغو باطلو خدايانو عبادت به کوئ، چې ستاسې پلرونو او نيکونو يې د فرات سيند آخوا کاوه او که د هغو باطلو خدايانو، چې اَموريان يې په دې ځمکه کې کوي؟ مګر تر کومه ځايه پورې چې په ما او زما په کورنۍ پورې اړه لري، موږ به يوازې د ﷲ ﷻ عبادت وکړو!

قوم په يوه غږ وويل: موږ به څنګه له ﷲ ﷻ څخه مخ اړوو او د نورو خدايانو عبادت به کوو؟ زموږ رب ﷲ ﷻ و چې موږ او زموږ پلرونه يې له مصره راوايستل او له غلامۍ څخه يې آزاد کړو. زموږ د سترګو پر وړاندې يې ډېرې غټې معجزې راښکاره کړې او د سفر په اوږدو کې چې به د دښمنانو تر سيمو تېرېدو، نو ﷲ ﷻ و چې زموږ ساتنه به يې کوله. بيا يې له دې وعده کړل شوې ځمکې څخه ټول قومونه زموږ له مخې لرې کړل. نو ټينګه پرېکړه مو ده چې د ﷲ ﷻ عبادت به کوو، ځکه چې ﷲ ﷻ زموږ رب دی!

يوشع ﵇ خلکو ته وفرمايل: دا به ستاسې لپاره آسانه نه وي، چې د ﷲ ﷻ تابعداري وکړئ، ځکه چې ﷲ ﷻ پاک ذات دی او دا نه زغمي چې څوک دې ورسره شريک ونيسي. ستاسې د بې وفايۍ ګناه به ونه بخښي. ﷲ ﷻ له تاسې سره ښېګڼه او مهرباني کړې ده، مګر که تاسې ورڅخه مخ واړاوه او د پرديو باطلو خدايانو عبادت مو غوره کړ، نو ﷲ ﷻ به مو تباه او برباد کړي.

قوم په يوه غږ وويل: بيا به هم د ﷲ ﷻ عبادت کوو!

يوشع ﵇ وفرمايل: تاسې په خپله خوښه د ﷲ ﷻ د عبادت کولو پرېکړه کړې ده. که مو د دې پرېکړې پر خلاف عمل وکړ، نو مسووليت به مو پر خپله غاړه وي.

قوم وويل: هو، موږ يې منو!

يوشع ﵇ ورته وفرمايل: نو تاسې له خپل منځ څخه پردي باطل خدايان لرې کړئ او زړونه مو خپل رب ﷲ ﷻ ته مايل کړئ.

قوم وويل: سمه ده! موږ به يوازې د خپل رب ﷲ ﷻ عبادت کوو او هر څه چې يې فرمايلي دي، هغه به عملي کوو!

لنډه دا چې هغه ورځ په شکيم کې يوشع ﵇ له بني اسراييلو څخه دا وعده واخيستله، چې دوی به د ﷲ ﷻ د احکامو او قوانينو اطاعت کوي. دغه وعده يې د الهي شريعت په کتاب کې ثبت کړه. بيا يې يوه غټه ډبره راواخيسته او د بلوط د يوې ونې په بېخ کې يې ځای پر ځای کړه چې د خېمة ﷲ تر څنګ وه. خلکو ته يې وفرمايل: دا ډبره نن شاهده ده! دې ډبرې د ﷲ ﷻ ټول هغه فرمانونه اورېدلي دي، چې موږ او تاسې ته يې فرمايلي دي. که مو پر خپلې وعدې وفا ونه کړه، نو دغه ډبره به ستاسې پر خلاف شاهدي ورکړي!

له دې خبرو وروسته يوشع ﵇ خلک رخصت کړل او ټول ټبرونه خپلو – خپلو سيمو ته ولاړل.

څه موده وروسته د ﷲ تعالی خدمتګار يوشع بن نون ﵇ په يو سل او لس کلنۍ کې وفات شو او په خپل کلي تِمنَه سارح کې خاورو ته وسپارل شو، چې د جاعش غره شمال خوا ته د افرايم د ټبر په غرنۍ ځمکه کې پروت و. د يوشع ﵇ تر مرګ وروسته بني اسراييل د ﷲ ﷻ د فرمانونو تابعدار وو. کوم مشران چې ژوندي پاتې وو، دوی د ﷲ ﷻ ټول هغه کارونه ليدلي وو، چې د بني اسراييلو لپاره يې کړي وو. نو د دغو مشرانو تر مرګه پورې بني اسراييل د ﷲ ﷻ تابعدار پاتې شول.

د حضرت يوسف ﵇ جسد چې بني اسراييلو له مصره له ځانه سره راوړی و، په شکيم کې يې خاورو ته وسپاره. ډېر پخوا يعقوب ﵇ له بني حمور څخه يوه ټوټه ځمکه د سلو سکو په بدل کې اخيستې وه. دغه ټوټه ځمکه په هغه ځای کې وه، چې د يوسف ﵇ اولادې ته د استوګنې لپاره ورکړل شوې وه.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست