حضرت يوشع بن نون 

د بني اسراييلو د نوي نسل سنتول

د کنعان په ځمکه کې د اُردن سيند په غربي خوا کې اَموريان مېشت وو او د مديترانې د سمندرګي په غاړو کې کنعانيان اوسېدل. کله چې د دې قومونو پاچاهانو ته خبر ورسېد، چې ﷲ ﷻ د اُردن سيند په اوبو کې يوه وچه لاره جوړه کړه، تر څو بني اسراييل ځينې راتېر شي، نو په زړونو کې يې ډېره وېره پيدا شوه او د بني اسراييلو په مقابل کې يې روحيه له لاسه ورکړه.

د بني اسراييلو ټول هغه سړي چې له مصر څخه راوتلي وو او د جنګ لپاره تيار وو، دوی له ﷲ ﷻ څخه نافرماني کړې وه او ﷲ ﷻ قسم کړی و چې دا خلک به وعده کړل شوې ځمکې ته نه داخلېږي، په کومه ځمکه کې چې شيدې او شات پرېمانه دي. د ﷲ ﷻ له فرمان سره سم دغه ټول خلک په هغه څلوېښت کلن دوران کې چې بني اسراييل په بيابان کې سرګردانه ګرځېدل، مړه شول. د هغه نسل ټول نارينه سنت شوي وو، خو د نوي نسل نارينه چې په دې بياباني دوران کې پيدا شوي وو، ناسنت پاتې وو. نو ځکه وروسته له دې چې بني اسراييل له اُردن سيند څخه راواوښتل، ﷲ ﷻ يوشع ﵇ ته وفرمايل: د بکرې له ډبرې څخه چړې جوړې کړه او ټول هغه نارينه سنت کړه چې په بياباني دوران کې پيدا شوي دي.

يوشع ﵇ هم د بکرې له ډبرې څخه چړې جوړې کړې او په يوه غونډۍ کې يې ټول نارينه سنت کړل. کله چې ټول نارينه سنت شول، په خپلو خېمو کې يې استراحت وکړ تر څو ټپونه يې روغ شي.

بيا ﷲ ﷻ يوشع ﵇ ته وفرمايل: نن مې له تاسې څخه د مصريانو د غلامۍ داغ لرې کړ.

يوشع ﵇ پر دغه ځای د جلجال (لرې کړل شوي) نوم کېښود.

د دغې مياشتې په څوارلسمه نېټه د پنا اختر راورسېد. نو بني اسراييلو په جلجال کې اختر ولمانځه. اختر چې خلاص شو، نو په بله ورځ يې د ځمکې له حاصلاتو څخه خوراک وکړ. پتيرې ډوډۍ او نينې شوې غلې يې وخوړلې. په هماغه ورځ ﷲ ﷻ له آسمانه د منّ نازلېدل بند کړل. بني اسراييلو بيا منّ په سترګو ونه ليد او پر ځای يې د خوراک لپاره د کنعان له حاصلاتو څخه کار اخيست.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست