حضرت موسی ﵇
بني اسراييلو ته د موسی ﵇ وروستنی وصيت
د سيحون او عوج له ماتې وروسته له مصر څخه د هجرت په څلوېښتم کال، د يوولسمې مياشتې په اول تاريخ موسی ﵇ بني اسراييلو ته ټولې هغه خبرې وکړې، چې ﷲ ﷻ ده ته د دوی په هکله فرمايلې وې.
موسی ﵇ وفرمايل: هغه حکمونه او قوانين چې زما رب ﷲ ﷻ ما ته راکړي وو، تاسې ته مې رسولي دي، تر څو وعده کړل شوې ځمکې تر ننوتو او نيولو وروسته يې پر خپلو ځانونو باندې عملي کړئ. پام کوئ چې دغه قوانين په کلکه مراعت کړئ، تر څو نور قومونه مو هوښيارتيا او پوهوالی وويني. کله چې نور قومونه د دې قوانينو په اړه واوري، نو ستاسې په اړه به ووايي، چې دا لوی قوم څومره پوه او هوښيار قوم دی! هېڅ بل قوم، که ډېر لوی قوم هم وي، زموږ د رب ﷲ ﷻ په شان داسې ملګری خدای نه لري. موږ چې غوښتنه ځينې وکړو، نو هغه راته حاضر وي، چې غوښتنه مو راپوره کړي. داسې ښه او با انصافه قوانين او احکام، چې ما نن تاسې ته درکړي دي، بل هېڅ قوم يې نه لري، که هرڅومره لوی هم وي! پام کوئ هغه څه هېڅکله له ياده ونه باسئ، کوم چې تاسې په خپلو ستګو ليدلي دي. دغه خاطرات د ژوند تر پايه پورې په زړه کې ټينګ وساتئ او خپلو اولادونو او لمسيانو ته يې ورياد کړئ. هغه ورځ په ياد ولرئ، چې تاسې له سينا غره سره د خپل رب ﷲ ﷻ په وړاندې ولاړ واست او ﷲ ﷻ راته وفرمايل: قوم راجمع کړه. زه به خپل کلام ورته واوروم، تر څو دوی د عمر تر پايه پورې له ما څخه وېره ولري او خپلو اولادونو ته يې هم ورزده کړي.
بيا تاسې رانږدې شوئ او د غره په لمنه کې ودرېدئ. پر غره باندې توره ورېځ راټيټه شوې وه، چې توره تياره يې خپره کړې وه. له غره څخه د آسمان خوا ته د اور لمبې پورته کېدلې او ﷲ ﷻ د اور له منځه ستاسې سره همکلامه شو. تاسې يې خبرې اورېدې، خو شکل مو يې نه ليد، بس يو غږ و. ﷲ ﷻ له تاسې سره خپل عهد او تړون وکړ او درته ويې فرمايل: تاسې به د دغه عهد او تړون شرطونه ساتئ. بيا يې هغه لس احکام په دوو ډبرينو تختو باندې وکښل. هغه وخت ﷲ ﷻ ما ته حکم وکړ، چې زه تاسې ته ټول احکام او قوانين درزده کړم، تر څو وعده کړل شوې ځمکې ته تر ننوتو او نيولو وروسته يې پر خپلو ځانونو باندې عملي کړئ.
بيا ﷲ ﷻ وفرمايل: زما قوانين مراعت کړئ او زما حکمونه پر ځای او عملي کړئ! بيا به په وعده کړل شوې ځمکه کې په امن کې پاتې شئ. ځمکه به ښه پرېمانه حاصلات درکړي چې په ماړه نس به خوراک کوئ او ژوندونه به مو خوندي وي. په ياد ولرئ خپله ځمکه په ګروۍ ورکولای شئ، مګر خرڅولای يې نه شئ، ځکه دا ځمکه زما ده او تاسې ته مې د امانت په توګه درکړې ده.
ای زما قوم بني اسراييلو، واورئ! پام کوئ چې دا حکمونه پر ځای کړئ. بيا به ستاسې ژوندونه د خير وي او په هغه ځمکه کې چې شات او شيدې پرېمانه دي، نفوس به مو ډېر زيات شي، لکه څرنګه چې دا وعده ستاسې رب ﷲ ﷻ ستاسې له نيکونو سره کړې وه.
زموږ رب ﷲ ﷻ دی چې يو دی. تاسې له خپل رب ﷲ ﷻ سره، په ټول زړه، په ټول وجود او په ټول طاقت سره مينه وکړئ. دغه حکمونه چې زه يې نن تاسې ته درکوم، په زړونو کې يې نقش کړئ. خپلو اولادونو ته يې هم ورزده کړئ او د ژوند په هر حالت کې، که په کور کې ناست ياست، که پر لاره ګرځئ، که پرېوزئ او که پاڅېږئ، نو تل دې دغه قوانين ستاسې پر خوله وي. د ياد راوستلو لپاره دغه احکام پر خپلو لاسونو او تنديو ولګوئ. د خپلو کورونو او ښارونو د دروازو پر چارچوکاټونو يې هم وليکئ.
موسی ﵇ ټول شرعي احکام په يوه کتاب کې وليکل او بيا يې د لاوي د ټبر امامانو ته، چې د عهد د صندوق ساتونکي وو، وفرمايل: د شريعت دغه کتاب د عهد له صندوق سره کېږدئ، تر څو هلته د بني اسراييلو پر خلاف شاهد واوسي، ځکه زه پوهېږم چې تاسې سرکښه او سرزوري خلک ياست. که تاسې زما په ژوندونې له ﷲ ﷻ څخه سرکښي کوئ، نو زما تر مرګ وروسته به څه – څه کارونه وکړئ؟
اوس تاسې د خپلو ټبرونو مشران او رهبران راټول کړئ. دا ټولې خبرې به د دوی تر غوږو ورتېرې کړم او آسمان او ځمکه به شاهدان ونيسم، ځکه زه پوهېږم چې زما له مرګ څخه وروسته به تاسې فاسد شئ او له هغې لارې څخه به واوړئ، چې ما پرې مامور کړي ياست. په راتلونکو ورځو کې به پر تاسې باندې عذاب راځي، ځکه تاسې به په هغو کارونو لاس پورې کړئ، چې د ﷲ ﷻ ورڅخه کرکه کېږي او په خپلو لاسونو باندې به بت جوړ کړئ او د ﷲ ﷻ غضب به ځان ته راوبولئ.
څرنګه چې ﷲ ﷻ په خپله خوښه پر تاسې باندې پېرزوينه وکړه او ستاسې نفوس يې زيات کړ، همدارنګه به مو په خپله خوښه تباه او برباد هم کړي. دغه ځمکه، چې تاسې پکې داخلېږئ او تر ولکې لاندې يې راولئ، له دغې ځمکې څخه به مو ريښې وايستل شي. ﷲ ﷻ به تاسې داسې بې کوره کړي، چې د ځمکې له يوه سره تر بل سره به تيت او پرک شئ. هلته به د ډبرو او لرګيو داسې جوړ شوو معبودانو عبادت پيل کړئ، چې نه تاسې او نه مو پلرونو او نيکونو پېژندل. د هغو قومونو په منځ کې به تاسې نه سکون لرئ او نه د پښې کېښودلو ځای. ﷲ ﷻ به ستاسې په زړونو کې وېره، مايوسي او نااميدي واچوي. ژوند به مو تل په خطر کې وي. شپه او ورځ به په وېره کې تېروئ او له تاسې سره به د خپل ژوند هېڅ تضمين نه وي.