حضرت موسی

مسي مار

په جنوبي کنعان کې د عَراد د سيمې حاکم ته خبر ورسېد، چې د بني اسراييلو قافله د اتاريم له لارې څخه تېرېږي، نو پر دوی باندې يې حمله وکړه او يو شمېر کسان يې بنديان کړل. پاتې بني اسراييلو له ﷲ ﷻ سره دا عهد وکړ، چې که ته موږ پر دغو خلکو بريالي کړې، نو موږ به يې ښارونه په پوره ډول برباد کړو! ﷲ ﷻ د دوی دعا قبوله کړه او پر کنعانيانو يې بريالي کړل. بني اسراييلو هم د دوی ښارونه په پوره ډول برباد کړل. نو په همدې خاطر پر هغه ځای باندې د حورمې، يعنې د نابودۍ نوم کېښودل شو.

له دې وروسته بني اسراييلو د هور له غره څخه حرکت وکړ او هغه لاره يې په مخه کړه چې سره سمندرګي ته تله، تر څو د اِدوم تر ځمکې تېر نه شي. په لاره کې خلک ډېر بې حوصلې شول. خدای ﷻ او موسی ﵇ ته يې ګيله وکړه چې تاسې ولې موږ له مصره دې ځای ته راوستو؟ آيا غوښتل مو چې دلته په بيابان کې له مرګ سره مخامخ شو؟ نه خوراک شته او نه اوبه! له شته خوراکي توکو څخه بيخي زړه توري شوي يو!

په همدې سره ﷲ ﷻ پر خلکو د زهرجنو مارانو آفت نازل کړ. مارانو ډېر خلک وچيچل او مړه يې کړل. پاتې خلک موسی ﵇ ته راغلل او ويې ويل: موږ چې خدای ﷻ او تا ته ګيله وکړه، ګناه مو وکړه. زموږ په حق کې ﷲ ﷻ ته دعا وکړه چې دغه ماران راڅخه لرې کړي.

موسی ﵇ هم د خلکو په حق کې دعا وکړه.

ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ته د دغو مارانو په څېر يو مصنوعي مار جوړ کړه او د يوه لرګي پر سر يې نصب کړه. مارچېچلي کسان چې دغه مصنوعي مار ته وګوري نو له مرګه به وژغورل شي.

موسی ﵇ هم له مسو څخه يو مصنوعي مار جوړ کړ او د يوه جګ لرګي پر سر يې نصب کړ. بيا چې به هر مار چيچلی کس ورته وکتل، له مرګه به وژغورل شو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست