حضرت موسی

موسی  ډبره په لکړه وهي

بني اسراييل تر ډېرو کلونو سرګردانه وګرځېدل، چې په پای کې د څلوېښتم کال په لومړۍ مياشت د سين بيابان ته ورسېدل او په قادِش نامې ځای کې يې واړول. هلته د موسی او هارون ﵇ خور مريم وفات شوه او مړی يې خاورو ته وسپارل شو.

په هغه ځای کې د څښلو اوبه نه پيدا کېدې، نو بني اسراييل پر موسی او هارون ﵇ راټول شول او شکايت يې ورته وکړ، چې ای موسی! کاشکې څلوېښت کاله مخکې موږ له خپلو قوميانو سره يو ځای ﷲ ﷻ مړه کړي وای! تاسې ولې موږ ټول دې بيابان ته راوستي يو؟ آيا د دې لپاره چې هم موږ او هم مو څاروي مړه شي؟ له مصره مو ولې دغه سپېره ځای ته راوستي يو؟ دلته نه غلې، نه اينځر، نه انګور، نه انار شته. حتی، چې د څښلو اوبه هم نشته!

موسی او هارون ﵇ د خلکو له مخې د خېمة ﷲ دروازې ته ولاړل او په سجده پرېوتل. ناڅاپه ورته د ﷲ ﷻ تجلا راښکاره شوه او ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ای موسی! ته او هارون لکړه واخلئ او ټول بني اسراييل راغونډ کړئ. بيا د دوی په مخکې هغې غټې ډبرې ته حکم وکړه، چې اوبه ترې راووزي. په دې ډول به ته د ټولو خلکو او د دوی د څارويو لپاره د څښلو اوبه برابرې کړې.

موسی ﵇ هم له الهي فرمان سره سم د عهد د صندوق له مخې لکړه واخيستله او له هارون ﵇ سره يې ټول بني اسراييل د ډبرې خوا ته راغونډ کړل، دوی ته يې وفرمايل: ای سرکښانو! زما خبره واورئ! آيا موږ بايد له دې ډبرې څخه اوبه درته راوباسو؟

بيا يې لکړه پورته کړه او ډبره يې دوه واره پرې ووهله. له ډبرې ډېرې اوبه راووتلې. ټولو خلکو او څارويو ترې وڅښلې.

دا چې موسی ﵇ پر ډبرې د امر پر ځای وار وکړ، نو ﷲ ﷻ موسی او هارون ﵇ ته وفرمايل: تاسې زما پر حکم باور ونه کړ او د بني اسراييلو پر وړاندې مو زما پاکوالی ثابت نه کړ. نو تاسې له دې وياړه بې برخې کوم، چې بني اسراييل وعده کړل شوې ځمکې ته ورولئ.

دغه ځای د (مريبا) په نامه مشهور شو، چې معنی يې شکايت ده، ځکه چې هلته بني اسراييلو له ﷲ ﷻ څخه شکايت وکړ. خو بيا هم ﷲ ﷻ د دوی تر منځ خپل پاکوالی ثابت کړ.

 << مخکې | وروسته >> 

 فهرست