حضرت موسی ﵇
د وعده کړل شوې ځمکې حال معلومول او له ورتګ څخه د بني اسراييلو انکار
ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: زه د کنعان ځمکه بني اسراييلو ته ورکوم. نو اوس له هر ټبر څخه يو – يو مشر انتخاب کړه تر څو کنعان ته ولاړ شي او د هغه ځای احوال راوړي.
موسی ﵇ هم الهي حکم پر ځای کړ او د بني اسراييلو له هر ټبر څخه يې يو – يو مشر وټاکه او د فاران له بيابان څخه يې په دې ماموريت پسې ولېږل. دوی هم ولاړل او د کنعان د ټولې ځمکې، په جنوب کې د سين له بيابان څخه نيولې په شمال کې تر رِحوب کلي پورې، چې د لَبو حَمات کلي ته نږدې و، د ټولو سيمو له حالاتو څخه يې ځانونه خبر کړل. له څلوېښتو ورځو سفر وروسته بېرته راغلل او ټولو بني اسراييلو ته يې وويل: په هغه ځمکه کې شات او شېدې پرېمانه وې، چې دغه ځينې مېوې يې موږ له ځان سره راوړي دي، خو خلک يې ډېر زورور وو او د ښارونو امنيت يې ډېر کلک و. داسې کسان مو هم پکې ولېدل، چې د دېوانو په څېر غټ – غټ وو.
په دې وخت کې له هغو دوولسو کسانو څخه يوه يې کاليب بن يّفُنه وويل: راځی چې ځو او دغه ځمکه ونيسو. موږ حتماً پر دې خلکو باندې برلاسي کېږو!
خو دغو نورو کسانو وويل: موږ دا کار نه شو کولای، ځکه چې خلک يې تر موږ ډېر پياوړي دي. بيا يې بني اسراييلو ته منفي خبر واوراوه او ويې ويل: د ځمکې له حاله مو ځان خبر کړ. داسې يوه ځمکه وه چې پکې جنګونه وو او د جنګ له کبله يې خپل اوسېدونکي خوړل. پر دې سربېره هغه ټول مېشت کسان چې هلته موږ وليدل، غټ – غټ اندامونه يې درلودل!
د دې په اورېدو سره بني اسراييلو ټوله شپه په لوړ غږ وژړل. موسی او هارون ﵇ ته يې ګيله وکړه او ورته يې وويل: کاشکې موږ په مصر او يا په دې بيابان کې مړه شوي وای! ﷲ ﷻ موږ د هغې ځمکې په لورې ولې بيايي؟ آيا د دې لپاره چې په تورو ووژل شو او زموږ مېرمنې او ماشومان د غنيمت په توګه ونيول شي؟ تر دې به ښه دا وي چې موږ بېرته مصر ته ولاړ شو!
بيا يې يو بل ته سره وويل: راځئ چې يو نوی مشر وټاکو او بېرته مصر ته ولاړ شو.
د دې په ليدو سره موسی او هارون ﵇ د ټولو بني اسراييلو په وړاندې ﷲ ﷻ ته په سجده پرېوتل. يوشع بن نون او کاليب بن يَفُنه له هغو کسانو څخه وو، چې کنعان ته د حال معلومولو لپاره لېږل شوي وو. دوی له ډېره غمه خپل ګرېوانونه څيرې کړل او خلکو ته يې وويل: دا منفي خبر سم نه دی. په کومه ځمکه کې چې موږ وګرځېدو، هغه خورا بيخي ښه ځمکه ده! که ﷲ ﷻ راڅخه راضي وي، نو موږ به هغې ځمکې ته بوزي او رابه يې کړي. هلته شيدې او شات ښه پرېمانه پيدا کېږي. نو هيله کوو، تاسې له ﷲ ﷻ څخه مخ مه اړوئ او د هغې ځمکې له اوسېدونکو څخه مه وېرېږئ! موږ به پرې برلاسي شو، ځکه چې د خپلې ساتنې لپاره څوک نه لري، خو له موږ سره ﷲ ﷻ دی. د هغوی په خاطر همت له لاسه مه ورکوئ!
مګر خلکو د دوی خبرو ته غوږ ونه نيو، بلکې پر دې يې سلا وکړه، چې دوی بايد په ډبرو وويشتل شي. په دې وخت کې ناڅاپه د ﷲ ﷻ تجلا د ټولو بني اسراييلو په مخکې پر خېمة ﷲ رانازله شوه. ﷲ تعالی موسی ﵇ ته وفرمايل: دا خلک به تر کله له ما څخه منکرېږي؟ ما د دوی تر منځ ډېرې معجزې ښکاره کړې دي، خو د دې باوجود بيا هم دوی پر ما باندې توکل او باور نه کوي. دا تر کله؟ نو زه به پر دوی باندې يو آفت نازل کړم او ټول به هلاک شي. بيا به نسبت دوی ته ستا څخه لا غټ او غښتلی قوم جوړ کړم.
خو موسی ﵇ عرض وکړ: يا ربه! تا په خپل قدرت سره بني اسراييل له مصره راوايستل. که مصريان له دې څخه خبر شي، چې تا بني اسراييل هلاک کړي دي، نو کنعانيانو ته به حال ورولېږي. کنعانيانو خو اورېدلي دي، چې ته له موږ بني اسراييلو سره مل يې او موږ ستا تجلا په خپلو سترګو ليدلې ده او ستا حضور د يوې ورېځې په شکل زموږ پر سرو باندې سيوری کوي. ستا په حکم زموږ د لارښوونې لپاره د ورځې له خوا د پايې په بڼه يوه ورېځ او د شپې له خوا د پايې په بڼه اور د قافلې مخې ته روان وي. اوس که بني اسراييل په يو ځل ووژنې، نو ټول هغه قومونه چې ستا د شهرت خبر يې اورېدلی دی، دوی به په پېغور سره وايي، چې ﷲ خو له دې قوم سره د دې ځمکې د ورکولو قسم کړی و، مګر له دې څخه عاجز او ناتوانه و، چې دې ځمکې ته يې وردننه کړي. نو ځکه يې په بيابان کې ووژل.
يا ربه! ته له خپل قول سره سم خپل قدرت راښکاره کړه. تا خو د ځان په اړه فرمايلي وو، چې زه په قهر کې صبر کوونکی يم. په هر کار کې ښېګڼه او وفا کوونکی يم! ګناهونه او سرغړونې بخښم، خو ګناه بې سزا نه پرېږدم. د چا د ګناه سزا د هغه زامنو او لمسيانو ته، حتی تر درېيم او يا څلورم پوښته ورکوم. يا ربه! تا د دې خلکو ګناهونه د مصر تر وتلو وروسته تر اوسه پورې وربخښلي دي. نو دا وار هم د خپلې لويې ښېګڼې پر اساس د دوی ګناه وروبخښه.
ﷲ ﷻ وفرمايل: ای موسی! ستا دعا مې قبوله کړه. د خلکو ګناه مې وروبخښله، خو لکه څرنګه چې دا له شک او شبهې څخه وتلې ده، چې زه تلپاتې ژوندی ذات يم او په ټولې نړۍ کې زما جلال موجود دی، نو دا وعده هم له شک او شبهې څخه وتلې ده، چې له دې منکرانو خلکو څخه به يو هم وعده کړل شوې ځمکې ته داخل نه شي! دوی خو هم په مصر کې او هم په بيابان کې زما تجلا او الهي نښې په خپلو سترګو ليدلې دي، مګر بيا يې هم زه لس ځله په امتحان کې راوستلم او زما حکم ته يې غوږ ونه نيو. خو زما مخلص پيرو کاليب له دې منکارانو څخه جلا دی، ځکه هغه له زړه او په صدق سره زما پېروي کړې ده. نو له دې امله، کاليب به هغې ځمکې ته خامخا بيايم، چې پخپله پکې ګرځېدلی دی. زه به دا ځمکه د کاليب اولادونو ته ورکړم، چې په خپل تصرف کې يې راولي. اوس خپل مسير بدل کړئ او هغې ځمکې ته مه ځئ، چې په درو کې يې عماليقيان او کنعانيان اوسېږي، بلکې بېرته د بيابان خوا ته روان شئ او هغې لارې ته مخه کړئ، چې سره سمندرګي ته ځي.
بيا ﷲ ﷻ موسی او هارون ﵇ ته وفرمايل: تر څو پورې به دغه شرير قوم له ما څخه شکايتونه کوي؟ د دوی ټول شکايتونه ما اورېدلي دي. دوی ته زما دا فرمان ورسوئ: ای خلکو! زما دې په خپل ذات قسم وي، چې هغسې کار به درسره وکړم، څرنګه چې تاسې په خپلو خولو وغوښت. تاسې به په دې بيابان کې مړه شئ! هو، د دې شکايتونو له امله به ټول هغه کسان چې په سرشمېرنه کې يې عمرونه له شلو کلونو څخه پورته وو، وعده کړل شوې ځمکې ته داخل نه شي، بلکې په بيابان کې به مړه شي، خو کاليب بن يَفُنه او يوشع بن نون له دې حکم څخه جلا دي. ستاسې اندېښنه دا وه چې داسې نه شي، چې زموږ ماشومان د غنيمت په توګه ونيول شي. خو د دې برعکس زه به ستاسې اولادونه صحيح سلامت هغې ځمکې ته ورولم او هغه ځمکه چې تاسې رد کړې ده، ستاسې اولادونه به يې له نعمتونو څخه برخمن شي. مګر تاسې ټول به په همدې بيابان کې مړه شئ. همدارنګه ستاسې د خيانت سزا به ستاسې اولادونه وړي. دوی به څلوېښت کاله له تاسې سره په دې بيابان کې کډوال او لالهانده ژوند تېروي، تر څو له تاسې منکرانو څخه وروستی کس هم مړ شي. د کنعان د حال معلومولو سفر څلوېښت ورځې ونيولې. نو د دې هرې ورځې په برابر به تاسې يو – يو کال په دې بيابان کې د خپلې ګناه سزا ووينئ. بيا به وپوهېږئ چې که څوک زما نافرماني وکړي، نو انجام به يې څه وي! دغه شرير قوم چې په بيابان کې زما پر خلاف درېدلی دی، زه به خامخا ور سره داسې چلند وکړم، چې ټول به په دې بيابان کې مړه شي. دا زما فرمان دی!
بيا ﷲ ﷻ پر هغو کسانو باندې چې د کنعان ځمکې ته د حال معلومولو لپاره تللي وو او بيا يې په خپل منفي احوال راوړلو سره د خلکو سرکښي راپارولې وه، يو آفت رانازل کړ او ټول يې ووژل، خو يوازې يوشع بن نون او کاليب بن يَفُنه له دې آفت څخه ژوندي او خوندي پاتې وو.