حضرت موسی

د سرو زرو سخوندر

ښکته بني اسراييلو وليدل چې موسی ﵇ په بېرته راتګ کې ځنډ وکړ، نو ويې ويل: دغه موسی چې موږ يې له مصر څخه راوايستلو، اوس نه پوهېږو چې څه شوی دی.

نو خلکو له ﷲ ﷻ څخه مخ واړاوه او د نورو خدايانو عبادت يې غوره کړ، تر څو لارښوونه يې وکړي. په همدې خاطر يې د خپلو کسانو له غوږونو څخه د سرو زرو غوږوالۍ وايستلې. سره زر يې ويلې کړل، په يوه قالب کې يې واچول او د سخوندر په شکل يې ترې بت جوړ کړ. ويې ويل: دا زموږ هغه خدای دی چې موږ او تاسې يې له مصره راوايستلو!

سبا سهار وختي خلک راپاڅېدل او سوځېدلې قربانۍ او د سولې نذرانې يې وړاندې کړې. له دې وروسته خوراک او څښاک ته کېنستل. بيا يې خوشحالي او نڅا شروع کړه. له بلې خوا په غره کې د ﷲ ﷻ او موسی ﵇ تر منځ ملاقات جاري و، چې په دې وخت کې ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: ای موسی! په بېړه لاندې ولاړ شه، ځکه هغه قوم چې تا له مصر څخه راوايست، دوی ځانونه په ګناه کې غرق کړي دي. هغه سمه لاره چې ما پرې مامور کړي وو، دوی څومره ژر له دې لارې اوښتي او ځان ته يې د سخوندر په شکل د سرو زرو بت جوړ کړی دی. سجدې يې ورته کړي او قربانۍ يې ورته وړاندې کړي دي. وايي چې دا زموږ خدای دی، چې له مصر څخه يې راوايستلو.

ﷲ ﷻ بيا وفرمايل: ما ليدلي چې دا خلک بيخي سرزوري او سرکښه دي. زه به د خپل غضب اور پرې بل کړم او ټول نسل به يې له ځمکې څخه ورک کړم. نو په همدې خاطر کوښښ ونه کړې چې زما مخه ونيسې! خو زه به له تا څخه يو لوی قوم جوړ کړم.

موسی ﵇ چې دا خبرې واورېدې، نو خپل رب ﷲ ﷻ ته يې په زاريو پيل وکړ او ويې فرمايل: يا ﷲ! ته په خپل منتخب قوم ولې دومره په قهر يې، چې تا په خپل پياوړي لاس او قدرت سره له مصره راوايست؟ که ته دغه قوم نېست او نابود کړې، نو مصريان به په ملنډو سره وايي چې وګورئ! دوی يې خپل خدای ځکه له مصره راوايستل چې په غرونو کې يې ووژني او نوم او نښان يې د ځمکې له مخ څخه ورک کړي. يا ﷲ! له خپل قهر څخه تېر شه او پر خپل منتخب قوم داسې مصيبت مه نازلوه! هغه قسم دې په نظر کې ونيسه چې په خپل ذات دې له خپلو خدمتګارانو ابراهيم، اسحاق او يعقوب ﵇ سره کړی و، چې زه به مو اولادونه دومره زيات کړم، لکه د آسمان ستوري او هغه ټوله ځمکه چې ما يې د ورکولو وعده ستا له نسل سره کړې وه، دوی ته به يې تر تله پورې ملکيت وګرځوم.

د موسی ﵇ دعا په الهي دربار کې قبوله شوه او بخښونکی ﷲ ﷻ د بني اسراييلو له نېست او نابود کولو تېر شو.

له دې وروسته موسی ﵇ له غره څخه لاندې روان شو. په لاسونو کې يې هغه دوې ډبرينې تختې وې چې پر دواړو خواوو يې د عهد او تړون الهي احکام کښل شوي وو. دا تختې خدای ﷻ پخپله جوړې کړې وې او شته احکام يې پرې ليکلي وو. يوشع ﵇ له لرې د خلکو چيغې واورېدې، نو موسی ﵇ ته يې وويل: صاحبه! داسې ښکاري، لکه لاندې چې جګړه روانه ده.

ده ﵇ وفرمايل: يوشع! دا غږونه نه د فتحې لمانځل دي او نه د ماتې خفګان دی، بلکې د ساز او سرود غږونه دي!

کله چې موسی ﵇ خلکو ته نږدې ورسېد، نو سترګې يې په سخوندر ډوله بت ولګېدې، چې دوی نڅا ورته کوله. د دې حالت په ليدو سره موسی ﵇ خپله غصه قابو نه کړای شوه‎ او همالته د غره په لمن کې يې هغه ډبرينې تختې پر ځمکه وويشتې او ماتې شوې. طلايي سخوندر يې راواخيست او په اور کې يې ويلی کړ. بيا يې طلا ذرې ذرې کړه. په اوبو کې يې ګډه کړه او اوبه يې په خلکو د سزا په ډول وڅښلې.

 << مخکې | وروسته >> 

 فهرست