حضرت موسی

بني اسراييل د خپل نجات په خوشحالۍ کې د خدای  حمد او ثنا وايي

بيا موسی ﵇ له بني اسراييلو سره په يوه غږ ﷲ ﷻ ته حمد او ثنا پيل کړه او ويې ويل:

موږ خپل رب ﷲ ﷻ ته حمد وايو
ځکه چې آسونه او سپاره يې په سمندر کې ډوب کړي دي
خدای ﷻ شانداره بريا حاصله کړې ده
ﷲ ﷻ زموږ قوي ساتونکی دی
چې موږ يې وژغورلو
ﷲ ﷻ زموږ خدای دی، لويي يې بيانوو
خدای ﷻ زموږ د پلرونو خالق دی، لوړ نوم يې يادوو
ﷲ ﷻ د هر ميدان ګټونکی دی
نوم يې ﷲ ﷻ دی
د فرعون لښکر او ګاډۍ يې په اوبو کې ډوبې کړې دي
د فرعون غوره منصبداران يې په سره سمندرګي کې غرق کړي دي
د سمندر ژورو اوبو دوی په خپلې غېږې کې ونغاړل
د ډبرې په څېر د سمندر تل ته ولاړل
يا ﷲ، ستا د قدرت لاس عظيم دی
ستا د قدرت لاس و، چې دښمن يې دړې وړې کړ
هغه خلک چې ستا پر خلاف ودرېدل
تا نسکور کړل
خپل غضب دې ورباندې نازل کړ
او دوی د بوسو په څېر پکې وسوځېدل
ستا په قدرت چې تېز باد وچلېد
د سمندر اوبه راپورته شوې
تېزې اوبه دواړو خواو ته لکه دېوال ودرېدې
د سمندر په بېخ کې وچه لاره جوړه شوه
دښمن وويل: په دوی پسې به ولاړ شو
رالاندې به يې کړو
غنيمت به يې ووېشو
او خپله اشتها به پرې پوره کړو
خپلې تورې به راوباسو
او په خپل پياوړي مټ به دوی مړه کړو
خو تا د خپل قهر تېز باد وچلاوه
او سمندر دوی په خپلې غېږې کې ونغاړل
د سرب په څېر د ژورو اوبو تل ته ولاړل
يا ﷲ، له باطلو معبودانو څخه يو هم ستا سيالي نه شي کولای!
ستا پاکي او قدرت بې مثاله دی!
يا ﷲ، ستا شان او دبدبه حيرانوونکې ده
او لوی – لوی معجزې تر سره کوې
تا چې د خپل قدرت لاس وغځاوه
نو مصريان ځمکې وخوړل
خپل منتخب قوم ته دې خلاصون ورکړی دی
او د خپلې وعدې پر اساس يې لارښوونه کوې
په خپل قدرت سره يې خپل مقدس ځای ته بيايې
هغه قومونه چې له دې خبر شي، پښې به يې ورېږدي
پر فيليستينيانو به وېره خپره شي
د اِدوم د سردارانو په زړونو کې به ډار پيدا شي
د موآب مشران به له وېرې په لړزه شي
د کنعانيانو مټې به سستې شي
پر هغوی به وېره او وهم پرېوزي
يا ﷲ، ستا د لوی قدرت له وېرې به دوی لکه ډبرې بې حرکته شي
هغوی به تر هغه بې حرکته وي، تر څو ستا منتخب قوم ورڅخه تېر شي
کوم قوم چې تا په خپله خلاصون ورکړی
يا ﷲ، ته به موږ هغې ځمکې ته بوزې
او پر هغه غره به مو ځای پر ځای کړې
چې تا د خپل کور لپاره ټاکلی
هغه سپېڅلی ځای چې تا په خپله جوړ کړی
ﷲ تعالی به تل تر تله حاکم وي!

لنډه دا چې د فرعون لښکرې په سمندرګي راګډې شوې او ﷲ ﷻ پر دوی د سمندرګي درېدلې اوبه راخوشې کړې، خو بني اسراييل ټول پر وچه لاره تر سمندرګي اوښتي وو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست