حضرت موسی ﵇
په بني اسرييلو پسې د مصريانو ورتګ
کله چې فرعون ته خبر ورسېد، چې بني اسراييل تښتېدلي دي، نو دی او درباريان يې پښېمانه شول او ويې ويل: دا مو څه غلط کار وکړ؟ موږ بايد بني اسراييل له غلامۍ څخه نه وای آزاد کړي!
نو فرعون خپله جنګي ګاډۍ تياره کړه او خپل لښکر يې آماده کړ. بيا يې خپلې شپږ سوه خاصې جنګي ګاډۍ او د مصر ټولې نورې جنګي ګاډۍ هم راوايستلې او په هرې ګاډۍ کې يې يو – يو کس مشر و.
ﷲ ﷻ د فرعون په زړه کې سختي ورواچوله، نو په داسې حال کې چې بني اسراييل په ډېر زړه ورتوب سره له مصره وتلي وو، فرعون له خپل لښکر سره يو ځای ورپسې حرکت وکړ.
لنډه دا چې د فرعون ټول ځواکونه – ګاډۍ، آسونه، ګاډۍ چلوونکي او لښکريان په بني اسراييلو پسې شول، تر څو د بعل صفون کلي مخامخ په فَم الحيروت کې ورپسې ورسېدل، چېرې چې بني اسراييلو د سمندرګي پر غاړه خېمې وهلې وې. کله چې بني اسراييلو فرعون او مصريان وليدل چې د دوی خوا ته راروان دي، نو په زړونو کې يې ډېره وېره پيدا شوه او ﷲ ﷻ ته يې د نجات نارې پيل کړې. موسی ﵇ ته يې شکايت وکړ چې آيا په مصر کې قبرونه نه وو، چې دغه بيابان ته دې د مړه کېدو لپاره راوستي يو؟ دا نو څه کار و چې له موږ سره دې وکړ؟ ولې دې له مصره دې ځای ته راوايستلو؟ هسې هم موږ درته په مصر کې ويلي وو، چې په خپل حال مو پرېږده، چې د مصريانو غلامي وکړو. په مصر کې د غلامۍ ژوند تر دې بهتره و چې په دغه بيابان کې دې مړه شو.
موسی ﵇ وفرمايل: تاسې مه وېرېږئ! ټينګ ودرېږئ او وبه ګورئ چې ﷲ ﷻ نن تاسې څنګه ژغوري. کوم مصريان چې تاسې يې اوس وينئ، بيا به يې هېڅکله ونه وينئ! نن به ستاسې د ژغورلو لپاره جنګ ﷲ ﷻ مخ ته وړي. تاسې يوازې په آرام سره ورته ګورئ!