حضرت موسی

په بيابان کې د بني اسراييلو سفر

کله چې فرعون بني اسراييلو ته د تلو اجازه ورکړه، خدای ﷻ بني اسراييلو ته لارښوونه وکړه، چې پر هغه لاره لاړ نه شي، چې د فيليستينيانو د قوم پر ځمکه تېرېده. که څه هم کنعان ته هغه لاره تر ټولو لنډه لاره وه، مګر خدای ﷻ پوهېد، که بني اسراييل پر دغه لاره په جنګ کې ښکېل شي، نو پښېمانه به شي او بېرته به مصر ته وګرځي. نو بني اسراييل يې پر هغه اوږده لاره د سره سمندرګي پر لور بوتلل، چې له بيابان څخه تېرېدله او په داسې ډول بني اسراييل ملا تړلي له مصره ووتل.

موسی ﵇ د يوسف ﵇ مبارک جسد له ځان سره يووړ. دا ځکه چې يوسف ﵇ بني اسراييلو ته قسم ورکړی و، چې ﷲ ﷻ به خامخا پر تاسې د مرستې نظر کوي. نو هغه وخت به زما جسد له دې ځايه درسره وړئ!

بني اسراييلو د سُکوت له ښار څخه حرکت وکړ او په ايثام نومي ځای کې يې واړول، چې د بيابان په څنډه کې پروت و. د تګ په وخت کې ﷲ ﷻ په دوو نښو سره د دوی لارښوونه کوله. د ورځې لخوا به د يوې پايې په شکل يوه ورېځ له دوی مخکې تله او د شپې لخوا به د يوې پايې په شکل اور له دوی څخه مخکې ته، تر څو دوی ته روښنايي وکړي. د دې دوو نښو په مرسته بني اسراييلو هم د ورځې او هم د شپې سفر کولای شو. خدای ﷻ دا ورېځ او اور په ټول سفر کې يوه لحظه هم له خلکو څخه جلا نه کړل.

ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: بني اسراييلو ته ووايه، چې خپله لاره بدله کړي او د فَم الحيروت په کلي کې دې واړوي، چې د مِجدل ښار او د سره سمندرګي تر منځ پروت دی. هلته دې د بعل صفون کلي ته مخامخ د سمندرګي پر غاړه خېمې ووهي. کله چې دا خبر فرعون ته ورسېږي، نو ګمان به وکړي چې بني اسراييل سرګردانه ګرځي، د صحرا او سره سمندرګي تر منځ بند پاتې دي. په هغه وخت کې به زه يو ځل بيا د فرعون په زړه کې سختي ورواچوم. هغه به په تاسې پسې راووزي، خو زه به فرعون او د هغه لښکر مات کړم او زما نوم او شان به وځلېږي. بيا به مصريان پوه شي، چې زه قادر ﷲ يم!

بني اسراييلو هم هماغسې وکړل.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست