حضرت موسی

د مچانو عذاب

ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: سبا سهار د سيند پر لاره ودرېږه. کله چې فرعون د سيند په لور راووت، ته ورته ووايه، چې ﷲ ﷻ فرمايلي دي: زما منتخب قوم پرېږده چې ولاړ شي زما عبادت وکړي. که نه، نو زه به پر تا او ستا پر درباريانو، خلکو او کورونو باندې د مچانو عذاب نازل کړم. د مصريانو کورونه او ځمکه به مچان پر سر واخلي، خو د ګوشن سيمه، چېرې چې زما منتخب قوم اوسېږي، له دې آفت څخه به په امن کې وي. هلته به د مچانو عذاب نه وي. بيا به پوه شې چې زه قادر ﷲ په دې ځمکه کې حاضر يم! بلې هو، زه به خپل منتخب قوم له دې بلا څخه وساتم او تاسې مصريان به پرې اخته شئ او دا نښه به سبا پېښه شي.

ﷲ ﷻ هماغسې وکړل. د فرعون او درباريانو پر کورونو يې د مچانو عذاب نازل کړ او د مچانو د غټ سېل له وجې د مصر ټوله ځمکه د تباهۍ حد ته ورسېده. يو ځل بيا فرعون موسی ﵇ او هارون ﵇ وروغوښتل او ورته ويې ويل: تاسې ولاړ شئ او خپل خدای ته مو په همدې ملک کې قرباني وکړئ!

موسی ﵇ وفرمايل: پاچا صاحب! داسې نه شي کېدای، ځکه موږ چې ﷲ ﷻ ته قربانۍ کوو، مصريان دغو قربانيو ته د کرکې په سترګه ګوري. نو که دوی موږ د قربانۍ کولو په وخت کې وويني، سنګسار به مو کړي. لازمه دا ده چې موږ درې ورځې بيابان ته مزل وکړو او هلته د خپل رب ﷲ ﷻ له فرمان سره سم قربانۍ تر سره کړو.

فرعون وويل: سمه ده! تاسې ته د تلو اجازه درکوم، چې په بيابان کې خپل رب ﷲ ته قربانۍ وکړئ، خو ډېر لرې مه ځئ! اوس تاسې دعا وکړئ چې دا د مچانو عذاب مې له سره پورته شي.

موسی ﵇ وفرمايل: پاچا صاحب! زه به درڅخه ولاړ شم او ستا په حق کې به ﷲ ﷻ ته دعا وکړم، چې تر سبا پورې د مچانو عذاب له تا او ستا له درباريانو او خلکو څخه پورته کړي، خو خبردار چې د پخوا په شان خپله وعده ماته نه کړې. دا ځل به بني اسراييلو ته اجازه ورکوې، چې ولاړ شي او ﷲ ﷻ ته قربانۍ وکړي.

د دې خبرې له کولو وروسته موسی ﵇ له درباره ووت او د فرعون لپاره يې ﷲ ﷻ ته دعا وکړه. ﷲ ﷻ د موسی ﵇ دعا قبوله کړه او له فرعون، درباريانو او مصريانو څخه يې د مچانو سېل ورک کړ، تر څو يو مچ هم پاتې نه شو. خو فرعون دا ځل هم خپل زړه سخت ونيو او بني اسراييلو ته يې د تلو اجازه ورنه کړه.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست