حضرت موسی ﵇
مصر ته د موسی ﵇ بېرته تګ
په دې وخت کې ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: مصر ته د تلو په اړه بې غمه اوسه، ځکه چې ټول هغه خلک چې ستا د مرګ په تلاش کې وو، اوس مړه شوي دي.
موسی ﵇ له خپلې کورنۍ سره د مصر پر لور حرکت وکړ. په لاس کې يې هغه لکړه وه چې ﷲ ﷻ د معجزو قدرت پکې اچولی و. بيا ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: کله چې مصر ته ورسېږې، فرعون ته به هغه ټولې معجزې ورښکاره کړې، چې ما درکړې دي، خو د هغه زړه به درته سخت کړم چې په دې خاطر به بني اسراييلو ته د تلو اجازه ورنه کړي. ته به ورته ووايې: ای پاچا! ﷲ ﷻ فرمايلي چې بني اسراييل ما ته داسې نازولي دي، لکه يوه پلار ته خپل لومړی زوی! زه تا ته امر کوم چې زما د لومړي زوی درجې والا قوم پرېږده چې ولاړ شي، تر څو زما عبادت وکړي. که له دې څخه دې انکار وکړ، نو زه به ستا لومړی زوی درووژنم. له دې وروسته ﷲ ﷻ هارون ﵇ ته الهام وکړ او ويې فرمايل: بيابان ته ولاړ شه تر څو خپل ورور موسی ووينې.
هارون ﵇ هم راووت او د الهي ديدار په غره کې له موسی ﵇ سره مخامخ شو او ښکل يې کړ. له دې وروسته موسی ﵇ هارون ﵇ ته هغه ټول فرمانونه او نښې بيان کړې، چې ﷲ ﷻ په غره کې ورکړې وې. بيا دوی دواړه مصر ته ولاړل او د بني اسراييلو مشران يې راټول کړل. هارون ﵇ هغه پيغام چې ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته ويلی و، مشرانو ته واوراوه او موسی ﵇ هغه معجزې ورته ښکاره کړې، چې ﷲ ﷻ ورکړې وې. په دې کارونو سره د خلکو يقين وشو، چې موسی او هارون ﵇ ﷲ ﷻ رالېږلي دي. د دې پيغام په اورېدو سره چې ﷲ ﷻ د بني اسراييلو تريخ حال ليدلی دی او پر دوی يې د مرستې نظر کړی دی، نو په سجده پرېوتل.