حضرت يوسف

يوسف خپلو وروڼو ته ډاډګيرنه ورکوي

د خپل پلار له ښخولو وروسته يوسف ﵇ او وروڼه يې بيرته مصر ته راستانه شول. وروڼه يې په وېره کې شول چې اوس مو پلار مړ شوی دی او موږ له يوسف سره ډېر بد کړي وو. هسې نه که هغه له موږ سره په زړه کې کينه ولري، نو ډېر ژر به انتقام راڅخه واخلي.

نو دوی يوسف ﵇ ته پيغام ورولېږه چې زموږ پلار تر وفات مخکې امر کړی و، چې زامنو! يوسف ته ورشئ او دا ورته وواياست: وروره! موږ زارۍ درته کوو چې زموږ هغه بدي راوبخښه چې ستا په حق کې مو کړې ده. نو وروره! زارۍ درته کوو، چې زموږ بدي راوبخښه! موږ ستا د پلار د خدای خدمتګاران يو.

يوسف ﵇ چې دغه پيغام واورېد، په ژړا شو.

بيا يې وروڼه ورته راغلل، په پښو کې يې ورولوېدل او ويې ويل: موږ ستا غلامان حاضر يو.

يوسف ﵇ خپلو وروڼو ته وفرمايل: زما وروڼو، مه وېرېږئ! زه خو خدای ﷻ نه يم چې د ګناهونو سزا درکړم. ستاسې اراده دا وه چې ما ته تاوان راورسوئ، خو د ﷲ ﷻ اراده خير او ښېګڼه وه، تر څو زما په وسيله د ډېرو خلکو ژوند وژغورل شي. نو تاسې بې غمه اوسئ او مه وېرېږئ! زه به ستاسې او ستاسې د اولادونو ساتنه او پالنه وکړم.

وروڼو يې چې د يوسف ﵇ له شفقت او مينې ډکې خبرې واورېدې، نو زړونه يې ډاډه شول.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست