حضرت يوسف ﵇
يعقوب ﵇ د مصر له پاچا سره ليدنه کوي
يوسف ﵇ له خپلو وروڼو څخه پنځه تنه وټاکل او له هغوی سره د پاچا دربار ته ورغی. ورته يې وفرمايل: پاچا صاحب! زما پلار او وروڼه له خپلو رمو، څارويو او له ټول شته سره له کنعانه راغلي دي او اوس په ګوشن کې دي.
بيا يې خپل پنځه وروڼه پاچا ته معرفي کړل.
پاچا پوښتنه ترې وکړه چې تاسې څه کسب لرئ؟
دوی وويل: موږ ستاسې خدمتګاران له پلرونو او نيکونو څخه شپني کوو. دلته مهاجر راغلي يو، ځکه په کنعان کې د سختې کاختۍ له کبله زموږ د رمو او حيواناتو لپاره څړ ځايونه نه وو. نو له تاسې څخه په درنښت هيله کوو، چې موږ ته اجازه راکړئ، چې په ګوشن کې واوسېږو.
پاچا يوسف ﵇ ته وويل: اوس چې ستا پلار او وروڼه راغلي دي، د مصر غوره ځای مو په اختيار کې دی. دوی ته د اوسېدو لپاره د ګوشن ځمکه ورکړه او که د دوی په منځ کې ښه ماهر کسان وي، نو د شاهي څارويو پالونکي يې مقرر کړه.
له دې وروسته يوسف ﵇ خپل پلار يعقوب ﵇ د پاچا حضور ته راووست. يعقوب ﵇ پاچا ته د خير دعا وکړه.
پاچا ترې پوښتنه وکړه، چې څو کلن يې؟
يعقوب ﵇ وفرمايل: يو سل او دېرش کلن يم، خو عمر به مې د خپلو پلرونو او نيکونو عمر ته ونه رسېږي، ځکه ټول ژوند مې په تکليفونو کې تېر کړی دی.
له دې وروسته يعقوب ﵇ يو ځل بيا پاچا ته دعا وکړه او له دربار څخه يې تشريف يووړ. يوسف ﵇ د پاچا له امر سره سم خپل پلار او وروڼو ته د ګوشن (رامسِس) په سيمه کې د مصر تر ټولو ښېرازه ځمکه ورکړه او هلته يې ځای پر ځای کړل. د وړو وړو ماشومانو په شمول د دوی ټول اهل او عيال ته يې د کس په سر خوراکي توکي په مسلسل ډول ورکول.