حضرت يوسف

د يوسف وروڼه مصر ته ځي

کله چې يعقوب ﵇ خبر شو، چې په مصر کې غلې پيدا کېږي، نو خپلو زامنو ته يې وفرمايل: تاسې ولې لاس تر زنې ناست ياست او يو بل ته ګورئ؟ ما اورېدلي دي، چې په مصر کې غلې شته، نو هلته ولاړ شئ او له هغه ځايه غلې راوړئ، تر څو له لوږې مړه نه شو.

د يوسف ﵇ لس واړه مشران وروڼه هم د غلو اخيستلو لپاره مصر ته روان شول، مګر يعقوب ﵇ خپل کشر زوی بنيامين، چې د يوسف ﵇ سکه ورور و، ورسره ونه لېږه، ځکه وېرېده چې هغه ته کوم ضرر پېښ نه شي.

له کنعان څخه نور کاختي ځپلي خلک هم د مصر پر لور د غلو اخيستلو لپاره راروان شوي وو او د يوسف ﵇ وروڼه هم په دې ډله کې مصر ته ورسېدل. څرنګه چې يوسف ﵇ د مصر واکمن و او ټول خلک اړ وو، چې غلې له هغه ﵇ څخه واخلي، نو د يوسف ﵇ وروڼه يې هم مخې ته راغلل او د احترام سجده يې ورته وکړه. يوسف ﵇ چې خپل وروڼه وليدل، په هماغه شېبه يې وپېژندل، خو ځان يې ورونه پېژاند، چې زه مو ورور يوسف يم، بلکې په سختو الفاظو يې ورته وفرمايل: تاسې له کوم ځايه راغلي ياست؟

دوی وويل: د غلو اخيستلو لپاره له کنعان څخه راغلي يو.

که څه هم يوسف ﵇ دوی پېژندلي وو، مګر وروڼو يې هغه نه و پېژندلی. په دغه وخت کې يوسف ﵇ ته هغه خوبونه ورپه ياد شول، چې ډېر پخوا يې د خپلو وروڼو په باره کې ليدلي وو. بيا يې ورته وفرمايل: تاسې جاسوسان ياست او زموږ هېواد ته د دې لپاره راغلي ياست چې زموږ د کمزورتيا ټکي معلوم کړئ.

دوی وويل: ای مشره! داسې نه ده! موږ يوازې د دې لپاره راغلي يو، چې غلې واخلو او بس. موږ ټول د يوه پلار زامن يو. سم خلک يو او د جاسوسۍ لپاره نه يو راغلي.

يوسف ﵇ وفرمايل: نه! تاسې جاسوسان ياست او د دې لپاره راغلي ياست، چې زموږ د هېواد د ضعف ټکي معلوم کړئ.

دوی وويل: نه، مشره! موږ دوولس وروڼه د يوه پلار زامن يو، چې د کنعان په ځمکه کې اوسېږو. کوچنی ورور مو له پلار سره پاتې دی او يو بل ورور مو مړ شوی دی.

يوسف ﵇ وفرمايل: نه! تاسې جاسوسان ياست. يوازې يوه لاره شته چې ستاسې صداقت او رښتينولي راته ثابتېدلای شي او هغه دا چې خپل کشر ورور مو دلته راولئ. تر هغه وخته پورې چې هغه دلته راحاضر نه کړئ، د پاچا په سر مې دې قسم وي چې تګ ته به مو پرې نه ږدم! تاسې په خپل منځ کې يو کس وټاکئ، چې په خپل کشر ورور پسې مو ولاړ شي او دلته يې راولي او دا نور پاتې کسان به دلته له ما سره بنديان وي. وبه ګورو چې خبرې مو دروغ دي او که رښتيا. که ستاسې کشر ورور رانه غی، نو د پاچا پر سر قسم چې تاسې جاسوسان ياست.

بيا يې د درېيو ورځو لپاره دوی بنديان کړل.

په درېيمه ورځ ورغی او ويې فرمايل: څرنګه چې زه له ﷲ ﷻ څخه وېرېږم، نو د همدې لپاره مې خپله پرېکړه بدله کړه. که زما خبره ومنئ، نو ژوندي به پاتې شئ. که تاسې په رښتيا سم خلک ياست، نو له خپله منځه يو کس وټاکئ، چې دلته په زندان کې قيد پاتې شي او پاتې نهه کسان مو غلې کور ته ورسوئ، تر څو چې کورنۍ مو له لوږې مړه نه شي. خو خپل کشر ورور به حتمي راولئ. له دې سره به مو صداقت او رښتينولي راته ثابته شي او ژوندي به مو پرېږدم.

دوی د يوسف ﵇ شرطونه ومنل. بيا يې په خپله ژبه يو او بل ته سره وويل: دا ټول کړاوونه او مشکلات چې پر موږ تېرېږي، د هماغې ګناه سزا ده چې موږ د يوسف په حق کې کړې وه. هغه خو موږ ته د رحم نارې وکړې، خو موږ يې زاريو ته غوږ ونه نيو.

روبين وويل: آيا ما درته نه وو ويلي، چې له هغه سره دغه بد مه کوئ. خو تاسې کله زما خبره منله او دا دی اوس د هغې لويې ګناه جزا وينو.

دوی چې دغه خبرې په خپله ژبه سره کولې، په دې نه پوهېدل چې يوسف ﵇ ورته غوږ دی او په خبرو يې پوهېږي، ځکه مخکې يې له هغه ﵇ سره د يوه ترجمان په واسطه خبرې کولې. د دوی خبرو پر يوسف ﵇ ډېر اغېز وکړ. نو له دوی څخه ګوښه شو او ډېر يې وژړل. بيا بېرته راغی. له وروڼو څخه يې شمعون راجلا کړ او د دوی په مخ کې يې عسکرو ته امر وکړ، چې لاسونه يې وروتړئ او بنديخانې ته يې بوزئ.

يوسف ﵇ خپلو نوکرانو ته وفرمايل: د دوی جوالونه له غلو څخه ورډک کړئ او هغه پېسې چې دوی د غلو په قيمت کې ورکړې وې، په پټه يې بېرته په جوالونو کې ورته کېږدئ.

بيا يې د سفر توکي ورته برابر کړل. د يوسف ﵇ وروڼو د غلو جوالونه پر خپلو خرو بار کړل او د کور پر لور روان شول. ماښام يې په يو ځای کې واړول. په دې وخت کې يې يوه ورور د خپل جوال خوله خلاصه کړه، تر څو د خپل خره د مړولو لپاره يو څه غله ترې راوباسي. ګوري هغه پيسې چې د غلو په بدل کې يې ورکړې وې، د جوال په سر کې پرتې دي. خپلو وروڼو ته يې وويل: وګورئ! زما پيسې زما په جوال کې دي.

د دې په ليدو سره د دوی وار پار خطا شو او په ډېره وېره او تعجب سره يې يو بل ته وويل، چې دا څه پېښه ده، چې ﷲ ﷻ زموږ پر سر نازله کړه؟

کله چې دوی کور ته ورسېدل، خپل پلار يعقوب ﵇ ته يې د سفر ټوله کيسه وکړه او ويې ويل: د مصر واکمن له موږ سره په ډېرو سختو الفاظو خبرې وکړې او د جاسوسانو ګمان يې راباندې وکړ، خو موږ ورته وويل چې سم خلک يو. جاسوسان نه يو. دوولس وروڼه او د يوه پلار زامن يو. يو ورور مو مړ شوی دی او کوچنی ورور مو له پلار سره په کنعان کې دی. بيا واکمن راته وويل: د ځان د سپيناوي لپاره يوازې يوه لاره لرئ. هغه دا چې له تاسې څخه يو کس به له ما سره دلته پاتې شي او نور نهه کسان به مو غلې کور ته يوسي، تر څو چې مو کورنۍ له لوږې وژغورل شي، خو تاسې بايد خپل کشر ورور بېرته درسره راولئ! په دې سره به زما پر تاسې باور پيدا شي، چې جاسوسان نه، بلکې سم او نېک خلک ياست. بيا به زه ستاسې ورور بېرته په لاس درکړم او اجازه به درکړم چې په مصر کې غلې واخلئ.

بيا دوی خپل جوالونه خلاص کړل او هغه پيسې چې د غلو په بدل کې يې ورکړې وې، هغه يې په جوالونو کې پيدا کړې. د دې په ليدو سره دوی او پلار يې ټول ووېرېدل. يعقوب ﵇ ورته وفرمايل: آيا تاسې غواړئ چې ما له خپلو اولادونو څخه بې برخې کړئ؟ اول مو يوسف راڅخه ورک کړ او بيا مو شمعون او اوس غواړئ بنيامين هم راڅخه بېل کړئ؟ دا مې خوار او بد نصيب دی.

روبين خپل پلار ته وويل: بنيامين ما ته راوسپارئ. زه به يې ساتنه وکړم او سم سلامت به يې بېرته درته راولم. که مې رانه وست، نو حق لرئ چې زما دوه زامن ووژنئ.

خو يعقوب ﵇ په کلکه انکار وکړ او ويې فرمايل: هېڅکله به بنيامين درسره ونه لېږم. د ده سکه ورور يوسف خو پخوا مړ شوی دی او دی د خپلې مور آخري نښه ده. زه سپينږيری يم او که چېرې په لاره کې ده ته کوم ضرر ورپېښ شي، نو وبه يې نه شم زغملای او له غمه به يې مړ شم.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست