حضرت يوسف ﵇
د عزيزِ مصر په کور کې له يوسف ﵇ سره څه تېرېږي
ﷲ ﷻ له يوسف ﵇ سره مل او ملګری و او له دې برکته د خپل مصري مالک په کور کې له کاميابۍ څخه برخمن و. د عزيزِ مصر ورته پام شو، چې ﷲ ﷻ له يوسف ﵇ سره مل او ملګری دی او په هر کار کې يې کاميابي ورپه برخه کوي. عزيز له ده ﵇ څخه خوشحاله شو. خپل خاص خدمتګار يې مقرر کړ او د خپل کور او ټول مال او شتمنۍ اداره يې د ده ﵇ په لاس کې ورکړه. له هغه وخت راهيسي ﷲ ﷻ د يوسف ﵇ په خاطر د عزيز پر کور، ځمکو او ټول مال او شتمنۍ برکتونه نازلول. لنډه دا چې عزيز خپله ټوله شتمني د يوسف ﵇ په واک او اختيار کې ورکړه. له دې سره د عزيز زړه تسکين پيدا کړ او پرته له خوړلو او څښلو يې بل هېڅ فکر نه درلود.
يوسف ﵇ په څېره ښايسته ځوان و. نو د عزيز د مېرمنې سترګې ورواوښتې، ورغله او ويې ويل: راشه، له ما سره پرېوزه!
خو يوسف ﵇ انکار وکړ او ورته يې وفرمايل: زما بادار د کور له چارو څخه فارغ شوی دی او د هر څه اداره يې ما ته راسپارلې ده. په دې کور کې څوک نشته چې تر ما دې ډېر اختيار ولري. زما بادار د هر شي واک زما په لاس کې راکړی دی، مګر پرته له تاسې څخه، ځکه چې تاسې د هغه مېرمن ياست. زه اوس څنګه دومره لوی خيانت وکړم او د خدای ﷻ په وړاندې ګناه وکړم؟
خو د عزيز ښځه ډېره شله شوه. هره ورځ به يې له يوسف ﵇ څخه د نژدېکت غوښتنه کوله، خو هر وار چې به يې دغه غوښتنه ځينې وکړه، ده ﵇ به انکار وکړ. په هېڅ وجه يې له هغې سره نژدېکت نه کاوه او ځان يې ترې لرې ساته.
يوه ورځ داسې وشول چې يوسف ﵇ د کار کولو لپاره کور ته دننه شو. نور نوکران هلته نه وو موجود. په دغه وخت کې د عزيز ښځه راغله، يوسف ﵇ يې تر کاليو ونيو او ورته يې وويل: راشه، له ما سره پرېوزه.
يوسف ﵇ په تېزۍ ځان ترې خلاص کړ او دباندې يې منډه کړه، خو په دې کش او ګير کې يې چپنه د دې په لاس کې پاتې شوه.
کله چې ښځې وليدل، د يوسف ﵇ چپنه يې په لاس کې پاتې ده او دی په منډه دباندې وتلی دی، نو چيغه يې کړه، تر څو د کور نوکران راشي. دوی چې راغلل، دې ورته وويل: زما ساده خاوند ته وګورئ! هغه دغه بني اسراييلی دې کور ته راوستی دی، تر څو ما ته سپکاوی راواړوي. د دې مريي جرات ته وګورئ، چې ما ته راغی او کوښښ يې وکړ چې له ما سره نژدېکت وکړي. خو ما په لوړ آواز چيغې کړې. کله چې هغه زما چيغې واورېدې، نو خپله چپنه يې زما په لاس کې پرېښودله او دباندې وتښتېد.
دا چې عزيز په کور کې نه و، دې د يوسف ﵇ چپنه له ځان سره وساتله. هغه چې کله راغی، ښځې يې خپله درواغجنه کيسه ورته وکړه، چې هغه بني اسراييلی مريی، کوم چې تا زموږ کور ته راوستی و، ما ته راغی او کوښښ يې وکړ چې سپکاوی راواړوي! کله چې مې چيغه کړه، راڅخه وتښتېد او دباندې ووت. دا ده، چپنه يې له ما سره پاتې شوې ده.
عزيز چې کله د خپلې ښځې کيسه واورېدله، نو ډېر په قهر شو. يوسف ﵇ يې ګرفتاره کړ او په هغه بنديخانه کې يې واچاوه چې د پاچا نور مجرمين هم پکې قيد وو، خو هلته هم ﷲ ﷻ له يوسف ﵇ سره مل او ملګری و، د خپل عهد په اړه يې له ده ﵇ سره ښېګڼه وکړه. د بنديخانې ناظر يې ورباندې مهربانه کړ. هغه يوسف ﵇ د بنديخانې په ټولو چارو او بنديانو مسوول وټاکه. د ده ﵇ په مديريت سره د بنديخانې ناظر بې غمه او هوسا شو، ځکه چې ﷲ ﷻ له يوسف ﵇ سره مل او ملګری و او په هر کار کې به يې کاميابي ورپه برخه کوله.