حضرت يوسف

د يعقوب ودونه او اولادونه

تر دې وروسته يعقوب ﵇ بيا د ختيځ پر خوا خپل سفر ته دوام ورکړ. تله – تله تر څو بين النهرين ته ورسېد. هلته ګوري چې يوه څاه ده او د څاه په شاوخوا کې د پسونو درې رمې پرتې دي، چې د اوبولو لپاره راوستل شوې دي. يعقوب ﵇ شپنو ته ورغی او پوښتنه يې ترې وکړه چې تاسې د کوم ځای ياست؟

شپنو وويل: موږ د حَران يو.

يعقوب ﵇ وفرمايل: تاسې د ناحور لمسی لابان پېژنئ؟

دوی وويل: هو، پېژنو يې.

يعقوب ﵇ وفرمايل: هغه څنګه دی؟ ښه دی؟ صحت يې څنګه دی؟

دوی وويل: هو! ښه دی. وګوره. هغه ده، لور يې راحيله له رمې سره راروانه ده.

يعقوب ﵇ راحيلې ته ورغی او ويې فرمايل: زه ستا د عمه رفقې زوی يم.

د دې خبرې په اورېدو سره راحيلې سمدستي بېرته کور ته منډه کړه او خپل پلار لابان ته يې د يعقوب ﵇ د راتګ احوال ورکړ. څنګه چې لابان خبر شو، چې خپل خوريی يې يعقوب ﵇ راغلی دی، نو هرکلي ته يې ورمنډه کړه. په غېږ کې يې ونيو، ښکل يې کړ او کور ته يې راووست. يعقوب ﵇ لابان ته خپله کيسه بيان کړه بيا لابان ورته وويل: ته په رښتيا سره زما هډ او وينه يې.

د لابان دوې لوڼې وې چې مشره يې ليا او کشره يې راحيله نومېده. هغه خپلې دواړه لوڼې يعقوب ﵇ ته واده کړې. لومړۍ يې ليا ورته واده کړه، ځکه چې هغه مشره وه او بيا يې راحيله ورکړه. لابان دواړو لوڼو ته يوه – يوه وينځه ورکړه، چې د ليا وينځه زِلفه او د راحيلې وينځه بِلهه نومېده.

ﷲ تعالی يعقوب ﵇ ته دوولس زامن ورکړل. شپږ زامن يې له ليا څخه پيدا شول. لومړی زوی يې روبين و. له هغه وروسته شمعون بيا لاوي بيا يهودا بيا يساکر او له هغه وروسته زبولون پيدا شو. د يعقوب ﵇ دوه زامن له راحيلې څخه هم پيدا شول، چې پر يوه يې يوسف ﵇ او پر بل يې بنيامين نوم کېښود. (د بنيامين د زېږولو پر مهال راحيله وفات شوه.) راحيلې خپله وينځه بِلهه يعقوب ﵇ ته وربخښلې وه او له هغې څخه يې هم دوه زامن پيدا شول، چې يو دان او بل نَفتالي و. همدارنګه ليا هم خپله وينځه زِلفه يعقوب ﵇ ته ورډالۍ کړې وه او له هغې څخه يې دوه زامن پيدا شول، چې پر يوه يې جاد او پر بل يې اَشير نوم کېښود.

په بين النهرين کې تر ډېر وخت تېرولو وروسته يعقوب ﵇ خپلې ښځې او اولادونه پر اوښانو سپاره کړل او خپل څاروي يې له ځانه مخکې کړل. بيا له هغو ټولو مالونو سره چې په بين النهرين کې يې تر لاسه کړي وو، د خپل پلار اسحاق ﵇ د اوسېدو د ځای پر خوا چې کنعان و روان شو.

تر رسېدو وروسته له خپل پلار سره يو ځای په مَمري کې حبرون ته نږدې مېشت شو، چېرې چې ابراهيم ﵇ او اسحاق ﵇ د مهاجرت شپې او ورځې تېرې کړې وې. اسحاق ﵇ د يو سل او اتيا کلونو په عمر له دې دنيا څخه رحلت وکړ. د هغه ﵇ زامنو عيص او يعقوب ﵇ يې جسد خاورو ته وسپاره.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست