حضرت ابراهيم ﵇
د اسحاق ﵇ واده
وخت تېرېده، ابراهيم ﵇ ډېر زوړ شوی و. ﷲ ﷻ د ده ﵇ په هر کار کې برکت اچولی و. يوه ورځ ابراهيم ﵇ خپل مشر نوکر، چې د کور اداره يې په لاس کې وه، راوغوښت او ورته ويې فرمايل: زه تا ته د ځمکې او آسمان په رب ﷲ ﷻ قسم درکوم، چې زما د زوی اسحاق واده به له هېڅ کنعانۍ نجلۍ سره نه کوې، چې په دې ملک کې اوسېږي، بلکې بين النهرين ته به ځې، چېرې چې زما خپلوان اوسېږي، له هغو څخه اسحاق ته ښځه وکړه.
نوکر وويل: باداره! ستا امر به پر ځای کړم، خو که نجلۍ راضي نه شوه، چې راسره راشي، نو آيا ستاسې زوی ستاسې وطن ته بوزم، له کوم ځايه چې مو هجرت راکړی دی؟
ابراهيم ﵇ وفرمايل: په هېڅ وجه نه، پام کوه چې زما زوی هلته بو نه زې! ﷲ ﷻ رب العرش زه له خپلې پلرني کور او وطن څخه دغې ځمکې ته راوستلم او له ما سره يې دا عهد او قسم وکړ، چې دغه ځمکه به ستا نسل ته درکوم. نو ﷲ ﷻ به ستا تر مخ ملايکه واستوي، تر څو درته لارښوونه وکړي، چې کومه نجلۍ زما زوی ته خوښه کړې. که بيا هم نجلۍ له تا سره راتګ ته راضي نه شوه، نو له دې قسم څخه به خلاص شې، خو زما زوی به په هېڅ ت هلته نه بيايې.
نوکر هم خپل بادار ابراهيم ﵇ ته قسم وکړ او ويې ويل: هماغسې به وکړم. بيا يې د ابراهيم ﵇ له اوښانو څخه لس اوښان راوستل. قيمتي تحفې يې پرې بار کړې او د بين النهرين خوا ته يې حرکت وکړ. مزل يې کاوه، تر څو د هغه ښار اطرافو ته ورسېدل، چې د ابراهيم ﵇ د ورور ناحور کورنۍ پکې اوسېده.
هلته له ښاره دباندې يوه څاه وه. نوکر دغې څاه ته نږدې اوښان چو کړل. د ماښام مهال و، ښځې او نجونې راوتلې، چې د څاه له اوبو خپل منګي ډک کړي. په دې وخت کې نوکر ﷲ ﷻ ته دعا وکړه او ويې ويل: يا ﷲ، زما د بادار ابراهيم ربه! نن مې کاميابي راپه نصيب کړې او زما له بادار ابراهيم سره د خپل عهد په اړه ښېګڼه وکړې. زه د دې څاه تر څنګ ولاړ يم او د ښار نجونې هم په اوبو وړلو پسې راوتلې دي. هيله کوم، که داسې وشي، چې زه کومې نجلۍ ته ووايم، «له خپل منګي څخه ما ته اوبه راکړه» او هغه ووايي، «يوازې تا ته نه، بلکې ستا اوښانو ته به هم اوبه ورکړم»، په دې نښه به پوه شم، چې هغه نجلۍ ستا د بنده اسحاق لپاره ټاکل شوې ده او زما له بادار ابراهيم سره دې د خپل عهد په اړه ښېګڼه کړې ده.
دغه دعا يې لا نه وه خلاصه کړې، چې ګوري يوې پېغلې نجلۍ خپل منګی پر اوږه رااخيستی دی او د څاه پر لور راروانه ده. دا نجلۍ رفقه نومېده. پلار يې بتوييل و، چې د ابراهيم ﵇ د ورور ناحور او مِلکا زوی و. رفقه ډېره ښايسته او پاک لمنه پېغله وه. هغه څاه ته راغله او خپل منګی يې ډک کړ. بيا له څاه څخه ولاړه. په دې وخت کې د ابراهيم ﵇ نوکر ورمنډه کړه او ويې وويل: لورې! هيله کوم، له خپل منګي دې يو څه اوبه راکړه.
رفقې وويل: ولې نه! صاحبه، وڅښه.
بيا يې خپل منګی له اوږې راښکته کړ او نوکر ته يې ترې اوبه ورکړې.
نوکر چې اوبه وڅښلې، رفقې وويل: د اوښانو لپاره به دې هم اوبه راوکاږم، چې دوی هم اوبه وڅښي.
نو خپل منګی يې د حيواناتو د اوبو څښلو په ځای کې تش کړ او په بېړه څاه ته ولاړه. د ټولو اوښانو لپاره يې اوبه راوايستلې. دغه مهال نوکر ورته په چوپه خوله کتل او په دې فکر کې و، چې آيا خدای زه په دې نجلۍ سره په خپل مقصد کې کامياب کړی يم او که نه؟
کله چې اوښانو اوبه وڅښلې، نوکر له بارونو څخه د سرو زرو يوه قيمتي نتکۍ او دوه بنګړي راواخيستل او رفقې ته يې ورکړل. پوښتنه يې ترې وکړه: ته د چا لور يې؟ آيا د پلار په کور کې دې دومره ځای شته چې زه او زما کسان پکې شپه تېره کړو؟
رفقې وويل: زه د بتوييل لور يم او هغه د ناحور او مِلکا زوی دی. زموږ په کور کې د شپې ځای شته او ستا د اوښانو لپاره ډېرې پروړې او واښه هم شته.
د ابراهيم ﵇ نوکر ﷲ ﷻ ته د شکر سجده وکړه او حمد او ثنا يې شروع کړه او ويې ويل: زما د بادار ابراهيم ﵇ خدای لره دې حمد وي، چې د خپل عهد په اړه يې زما له بادار سره ښېګڼه کړې ده. زه يې د خپل بادار د خپلوانو کور ته سيده راوستلم.
رفقې ځان په منډه کور ته ورساوه او کورنۍ ته يې دغه ټوله کيسه وکړه. د رفقې يو ورور و، چې لابان نومېد. کله چې هغه د رفقې نتکۍ او بنګړي وليدل او د هغې کيسه يې واورېدله، نو څاه ته په منډه ورغی. ګوري چې د ابراهيم ﵇ نوکر له اوښانو سره ولاړ دی. نو يې ورته وويل: ای د خدای ﷻ دوسته، چې برکتونه يې درباندې نازل دي! ته ولې دلته ولاړ يې؟ راځه! په کور کې مې ستا لپاره يوه خونه او د اوښانو لپاره يو ځای برابر کړی دی.
د ابراهيم ﵇ نوکر هم له لابان سره کور ته ولاړ. لابان له اوښانو څخه بارونه ښکته کړل. اوښانو ته يې پروړې او واښه ورکړل. همدارنګه د پښو پرېمينځلو لپاره يې نوکر او ورسره کسانو ته اوبه راوړې. بيا يې نوکر دننه راووست او ډوډۍ يې ورته کېښودله، مګر نوکر وويل: تر څو چې مې د دغه سفر مقصد تاسې ته نه وي بيان کړی، ډوډۍ نه خورم.
لابان ورته وويل: سمه ده، ووايه!
د ابراهيم ﵇ نوکر د خپل سفر ټوله کيسه ورته وکړه. بيا يې وويل: زما د بادار ابراهيم ﵇ رب ﷲ ﷻ دلته راوستلم او زما د بادار د وراره لور يې راسره مخ کړه، چې د اسحاق لپاره انتخاب شوې ده. که تاسې اوس زما له بادار سره د ښېګڼې او وفادارۍ پر اساس رضايت لرئ چې دوستي ورسره وکړئ، راته وواياست. که نه، نو زه به درڅخه رخصت واخلم.
لابان او بتوييل وويل: صاحبه! که په دې کې د ﷲ ﷻ رضا وي، نو موږ پکې څه ويلای شو؟ دا ده رفقه. له ځان سره يې بوزه، چې ستا د بادار زوی ورسره واده وکړي. دا خو د ﷲ ﷻ فرمان دی.
د ابراهيم ﵇ نوکر چې د دوی دغه خبرې واورېدلې، ﷲ ﷻ ته يې سجده وکړه. بيا يې رفقې ته سپين زر، سره زر او جامې ډالۍ کړې. د دې مور او ورور ته يې هم قيمتي ډالۍ ورکړې. بيا يې ډوډۍ وخوړله. تر دې وروسته نوکر او ورسره کسان ويده شول.
په بل سهار وختي د ابراهيم ﵇ نوکر د کورنۍ غړو ته وويل: که ستاسې اجازه وي، اوس به درڅخه رخصت شم چې خپل بادار ته ورشم.
خو د رفقې مور او ورور وويل: بېړه مه کوه. رفقه پرېږده، چې يو څو ورځې نوره هم له موږ سره پاتې شي. بيا به ولاړه شي.
نوکر وويل: نه! زما په کارونو کې ځنډ مه راولئ. ﷲ ﷻ زه په خپل مقصد کې کامياب کړی يم. نو اجازه راکړئ، چې اوس خپل بادار ته بېرته ورشم.
دوی وويل: موږ به رفقه راوغواړو او د هغې خوښه به معلومه کړو.
رفقه يې راوغوښتله او ورته يې وويل: آيا ستا رضا ده، چې اوس ورسره ولاړه شې؟
رفقې وويل: هو! زه راضي يم.
لنډه دا چې دوی رفقه او د هغې دايه د ابراهيم ﵇ له نوکر او له نورو راغلو کسانو سره رخصت کړې. رفقې ته يې دعا وکړه او ويې ويل: ای زموږ خورې! خدای دې په لسهاوو زره نسل درپه برخه کړي. ستا اولاده دې پر خپلو دښمنانو غالبه او بريالۍ وي!
نو رفقه او نوکرانې يې پر اوښانو سپرې شوې او له هغه نوکر سره روانې شوې. په دې ډول د ابراهيم ﵇ نوکر رفقه روانه کړه.
اسحاق ﵇ په جنوبي کنعان کې اوسېد او تازه د ليدونکي او ژوندي خدای له چينې څخه راغلی و. يو ماښام دی ﵇ په صحرا کې ګرځېد. ګوري چې يو څو اوښان راروان دي. د رفقې سترګې چې پر اسحاق ولګېدلې، سمدستي له اوښه راښکته شوه. له هغه مشر نوکر څخه يې پوښتنه وکړه: دا سړی څوک دی چې زموږ خوا ته راروان دی؟
نوکر ورته وويل: دا زما بادار اسحاق دی. نو رفقې خپل مخ په نقاب پټ کړ.
اسحاق چې کاروان ته راورسېد، نوکر د خپل سفر ټول حال له سره تر پايه ورته بيان کړ. بيا اسحاق ﵇ رفقه نکاح کړه او د خپلې مرحومې مور بي بي ساره ﵂ خېمې ته يې له ځان سره راوسته او له دې سره يې ډېره مينه درلودله. د ساره ﵂ د وفات راهيسي اسحاق ﵇ ډېر غمجن شوی و، خو په رفقې سره يې د زړه ډاډ تر لاسه کړ.