حضرت ابراهيم ﵇
د ساره ﵂ وفات
کلونه وروسته ساره ﵂ د کنعان په حبرون ښار کې په يو سل اووه ويشت کلنۍ کې وفات شوه. د هغې په مرګ باندې ابراهيم ﵇ وير او ماتم وکړ او ورپسې ويې ژړل. بيا له مړي څخه راپاڅېد او بني هيتو ته ورغی. ويې فرمايل: زه خو يو پردی مهاجر يم، چې ستاسې تر منځ اوسېږم. له تاسې يوه غوښتنه لرم. ما ته له خپلې ځمکې څخه يوه ټوټه ځمکه راکړئ، چې د خپلې ښځې مړی پکې ښخ کړم.
بني هيتو وويل: صاحبه! خبره واوره! موږ تاسې ته د يو لوی سردار په سترګه ګورو. نو زموږ په هديرو کې غوره ځای انتخاب کړه، چې هلته مو مړی دفن کړئ. له موږ څخه به هېڅوک د انکار کولو جرات ونه کړي.
ابراهيم ﵇ د تعظيم سر ورته ټيټ کړ او ويې فرمايل: که تاسې دې مرستې ته چمتو ياست، نو له عفرون بن صوحر څخه غوښتنه وکړئ، چې د مَکفيلې غار راکړي، چې د ده د ځمکې په پای کې پروت دی. زه تيار يم، چې ده ته ستاسې په مخ کې د دې غار پوره بيه ورکړم. دا به زما د کورنۍ لپاره د ښخېدو ځای شي.
دلته د بني هيتو تر منځ عفرون بن صوحر هم ناست و. نو د ټولو حاضرو بني هيتو په مخکې يې ابراهيم ﵇ ته وويل: صاحبه! يوازې غار نه بلکې شاوخوا ځمکه يې هم درکوم، چې مړی مو پکې ښخ کړئ. دغه حاضرين زما د قول شاهدان دي.
ابراهيم ﵇ بني هيتو ته د تعظيم سر ټيټ کړ او د ټولو په مخکې يې عفرون بن صوحر ته وفرمايل: دا ستا مهرباني ده، خو زه به دغه غار او ځمکه له تا څخه په بيه اخلم. که زما دغه خبره ومنې، نو ښه به شي.
عفرون بن صوحر وويل: صاحبه! د دې ځمکې بيه د سپينو زرو څلور سوه سکې دي، مګر زما او ستاسې په منځ کې دا هېڅ ارزښت نه لري. مړی مو پکې ښخ کړه.
ابراهيم ﵇ د عفرون د ځمکې قيمت ومانه، د سپينو زرو څلور سوه سکې يې ورکړې او د بني هيتو په مخکې يې دا معامله تر سره کړه. په دې معامله کې ابراهيم ﵇ په رسمي ډول مَمري ته ورڅېرمه د مَکفيلې غار، شاوخوا ځمکه او پکې موجودې ټولې ونې يې تر لاسه کړې. د دې معاملې شاهدان هغه ټول بني هيت وو، چې د ښار په دروازه کې راغونډ شوي وو. له دې وروسته ابراهيم ﵇ د ساره ﵂ مړی د مَکفيلې په غار کې دفن کړ. نو په دې ډول دغه غار او ځمکه له بني هيتو څخه ابراهيم ﵇ ته انتقال شوه، تر څو د ده ﵇ د کورنۍ لپاره يوه هديره واوسي.