حضرت ابراهيم

ﷲ  له اِبرام سره نوی عهد تړي

تر دې پېښو يو څه موده وروسته ﷲ ﷻ اِبرام ﵇ ته وحې وکړه او ويې فرمايل: ای اِبرامه! مه وېرېږه. زه به د سپر په څېر له تا ساتنه وکړم او يو لوی انعام به درکړم.

اِبرام ﵇ وويل: يا ﷲ زما ربه! زه خو تر اوسه بې اولاده يم. دا انعام چې ته يې راکوې، ما ته څه ګټه رسوي؟ زما ټول مال او جايداد به زما د کور غلام ايلعازر دمشقي ته په ميراث کې پاتې شي. تا خو ما ته زوی نه دی راکړی او د کور يو غلام مې وارث دی!

ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: بالکل نه! دا غلام به دې وارث نه شي، بلکې ستا يو زوی به دې وارث وي.

بيا د خدای ﷻ په امر اِبرام ﵇ دباندې ولاړ او ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: ای اِبرامه! د آسمان ستورو ته وګوره. آيا حسابولای يې شې؟ همدغه شان به ستا نسل هم بې شمېره وي.

اِبرام ﵇ د ﷲ ﷻ پر دغه وعده باور وکړ او د همدې پر اساس ﷲ ﷻ هغه ﵇ د صالحينو او صادقينو په قطار کې حساب کړ.

بيا ﷲ ﷻ وفرمايل: زه ﷲ يم، چې ته مې د اورِ کلده له ځمکې دې ځای ته راوستې، تر څو چې دغه ځمکه تا ته درکړم او ته يې په خپله ولکه کې راولې.

اِبرام ﵇ وويل: يا ﷲ زما ربه! په څه نښه به وپوهېږم، چې په ولکه کې به يې راولم؟

ﷲ ﷻ وفرمايل: يوه درې کلنه سخوندره، يوه درې کلنه وزه، يو درې کلن مږ، يوه قمري او يوه کم سنه کوتره زما حضور ته راوړه. * 

اِبرام ﵇ هم دغه ټول حيوانات راوړل. حلال يې کړل او بيا يې پرته له قمري او کوترې څخه هر يو له سر څخه تر پښو پورې دوه ځايه کړل. د هر يوه حيوان دوه ځايه شوې ټوټې يې يوې او بلې ته مخامخ کېښودلې. غوښه خوړونکي مرغان چې به پر غوښو کېنستل، ده ﵇ به ترې شړل.

د لمر لوېدو په وخت کې اِبرام ﵇ په يوه درانه خوب ويده شو او يوه هيبتناکه توره تياره ورباندې راغله. په همدې وخت کې ﷲ ﷻ اِبرام ﵇ ته وفرمايل: ستا نسل به په يوه پردي ملک کې مهاجر شي. هلته به څلور سوه کاله د پرديو تر غلامۍ او ظلمونو لاندې ژوند وکړي. خو په پای کې به زه هغه ظالم ملت ته سزا ورکړم او ستا نسل به له ډېر مال او دولت سره له هغه ځايه راوباسم. ته به په خير سره، له ډېر عمر وروسته له دنيا څخه سترګې پټې کړې. ستا تر وفات، څلور سوه کاله وروسته به ستا نسل بېرته دې وطن ته راشي، ځکه د هغې مودې تر پايه پورې به د کنعانيانو ګناهونه اوج ته نه وي رسېدلي، چې زه سزا ورکړم او دا ځمکه تاسې ته وسپارم.

بيا چې لمر په بشپړ ډول پټ شو او تياره خپره شوه، يو ناڅاپه د ﷲ ﷻ د نور دوې علامې د غوښو د ټوټو په منځ کې ښکاره شوې. يو تنور و، چې لوخړې ځينې پورته کېدلې او يو مشعل و، چې په اور بل و. دغه دوه شيان د غوښو د ټوټو تر منځ تېر شول. د دغو نښو په تېرېدو سره ﷲ ﷻ له اِبرام ﵇ سره عهد او تړون وتاړه او ويې فرمايل: نن زه دغه ځمکه، د مصر له سرحده نيولې د فرات تر سينده پورې ستا نسل ته درکوم.

* له تاريخي شواهدو څخه معلومېږي، چې په کنعان او شاوخوا آبادو قومونو کې دا دود و، چې کله به دوو خواوو په خپل منځ کې سره کوم تړون کاوه، نو حيوان به يې ذبح کړ او له سره تر پښو به يې دوه ټوټې کړ، ټوټې به يې يوې بلې ته مخامخ کېښودې او د تړون دواړه اړخه به يې تر منځ تېرېدل. د دغه عمل هدف دا و، چې که دغه عهد او تړون ته ژمن پاتې نه شوم، نو د دغه حيوان په څېر دې دوه ځايه شم.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست