حضرت ابراهيم

اِبرام او لوط سره بېلېږي

اِبرام ﵇ له خپلې ښځې، وراره لوط ﵇ او خپل ټول مال او شتمنۍ سره بېرته جنوبي کنعان ته کډه وکړه. له جنوبي کنعانه يې بيا کډه بار کړه او په دمه – دمه تلل، تر څو د بيت ايل او عايي تر منځ هغه ځای ته ورسېدل، چېرې چې مخکې يې خېمې وهلې وې او د قربانۍ د وړاندې کولو لپاره يې ځای جوړ کړی و. هلته يې يو ځل بيا د ﷲ ﷻ عبادت ادا کړ.

په دغه وخت کې اِبرام ﵇ ډېر شتمن و. ډېر څاروي، سپين او سره زر يې لرل. په همدې حال کې لوط ﵇ هم ډېر پسونه، وزې، غواګانې او غوايان درلودل. د کورنۍ غړي او نوکران يې هم ډېر شوي وو. په هغه زمانه کې کنعاني او پَرزي قومونه هم په هغه ځمکه کې اوسېدل. نو د هغه ځای په څړځايونو کې پرېمانه واښه پاتې نه شول، چې د ټولو مالونو او څارويو ګذاره پرې وشي. له دې کبله د اِبرام ﵇ د شپنو او د لوط ﵇ د شپنو تر منځ جنجالونه راپورته شول. اِبرام ﵇ لوط ﵇ ته وويل: زويه، موږ خو سره خپل يو. دا ښه خبره نه ده، چې زموږ يا زموږ د شپنو تر منځ دې شخړې او جنجالونه پېښ شي. زموږ په وړاندې ډېره پراخه ځمکه پرته ده، نو ښه به دا وي، چې سره بېل شو. د ځمکې هره برخه چې دې خوښه وي، ځان ته يې وټاکه. که دې شرقي ځمکه خوښه وي، نو ځان ته يې وټاکه او زه به غربي ځمکې ته ولاړ شم. که دې غربي ځمکه خوښه وي، نو زه به شرقي ځمکې ته ولاړ شم.

لوط ﵇ چې پر ځمکې نظر واچاوه، ويې ليدل چې د اُردن د سيند شاوخوا ځمکه تر صوغر کلي پورې ښه اوبه لرونکې ده. داسې ښېرازه ورته ښکاره شوه، لکه د عدن باغ او يا د مصر شنې ځمکې. نو لوط ﵇ په مشرق کې د اُردن سيند شاوخوا ځمکه انتخاب کړه او هغې خوا ته روان شو. په دې ډول اِبرام ﵇ او لوط ﵇ سره بېل شول.

اِبرام ﵇ په کنعان کې پاتې شو، حال دا چې لوط ﵇ د اُردن سيند د شاوخوا ځمکې ته ولاړ او له يوه ځايه يې بل ځای ته کډه کوله، تر څو د سدوم ښار ته ورسېد او هلته استوګن شو. د سدوم خلک د ﷲ ﷻ په وړاندې ډېر فاسق او بدعمله خلک وو.

تر دې وروسته چې لوط ﵇ له اِبرام ﵇ څخه بېل شو، ﷲ ﷻ اِبرام ﵇ ته وفرمايل: شمال، جنوب، شرق او غرب څلورو خواوو ته وګوره. دغه ټوله ځمکه چې ستا تر سترګو کېږي، د تل لپاره يې تا او ستا نسل ته درکوم. ستا نسل به دومره زيات کړم، چې له شمېره به وتلی وي، لکه د ځمکې خاورې چې نه شمېرل کېږي. اوس په دغه ټوله ځمکه کې وګرځه. ما دربخښلې ده.

اِبرام ﵇ هم خېمې ټولې کړې او په حبرون کې د هغو بلوطو ونو ته ورڅېرمه مېشت شو، چې د مَمري نومي کس ملکيت و او هلته يې هم ﷲ ﷻ ته د قربانۍ د وړاندې کولو يو ځای جوړ کړ.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست