حضرت نوح ﵇

له نوح سره د خدای نوی عهد او تړون

نوح ﵇ د قربانۍ د وړاندې کولو لپاره له ډبرو څخه يو ځای جوړ کړ. له هر ډول حلالو حيواناتو او الوتونکو څخه يې څو – څو دانې حلال کړل او غوښه يې د خدای ﷻ د رضا لپاره په بشپړه توګه وسوځوله. * د سوځېدلې قربانۍ بوی د ﷲ ﷻ خوښ شو. له نوح ﵇ څخه راضي شو او دا ژمنه يې وکړه، چې که څه هم د انسان زړه له وړوکوالي څخه د بديو خوا ته مايل وي، خو زه به بيا هېڅکله پر دنيا داسې عذاب رانازل نه کړم، چې ټول ژوندي موجودات په يو ځل د ځمکې له سره ورک شي. تر څو چې دا دنيا وي، کرل – رېبل، ګرمي – يخني، اوړی – ژمی او شپه – ورځ به همداسې په ګردان کې وي.

ﷲ ﷻ نوح ﵇ او د هغه زامنو ته برکت ورپه برخه کړ او ويې فرمايل: خپاره شئ! زيات شئ، دومره زيات، چې په ټوله ځمکه کې مو نسل خپور شي. ځمکني حيوانات، خزندې، د هوا مرغان او د اوبو ماهيان به ټول له تاسې څخه په وېره او هيبت کې وي. دوی ټول مې تاسې ته په اختيار کې درکړي دي. په څه ډول چې ما ستاسې پلرونو او نيکونو ته د خوراک لپاره سبزيجات او غلې دانې ورکړې وې، په هماغه ډول نن تاسې ته حيوانات هم د خوراک لپاره درکوم، مګر خبردار! تاسې به د کوم حيوان غوښه تر هغه وخته نه خورئ، تر څو له وجوده يې وينه نه وي وتلي، ځکه چې وينه يې د ژوند ماده ده. که کوم ژوندی موجود د انسان وينه تويه کړي، نو زه به له هغه سره حساب وکړم. که چېرته څوک د بل چا ژوند واخلي، په سزا کې به خپل ژوند وبايلي. بلې هو، که انسان د بل انسان وينه تويه کړي، د هغه وينه به هم تويه شي، ځکه چې ما انسان د خپلو صفاتو ښکارندوی پيدا کړی دی. نو، خپاره شئ! زيات شئ، دومره زيات، تر څو په ټوله ځمکه کې مو نسل خپور شي.

بيا خدای ﷻ نوح ﵇ او د هغه زامنو ته وفرمايل: نن زه ستاسې او ستاسې له نسل سره بلکې په کښتۍ کې له ټولو سپرو اهلي او وحشي حيواناتو او مرغانو، يعنې له ټول مخلوق سره دا عهد او تړون کوم، چې بيا به هېڅکله ټول سا لرونکي په طوفان هلاک نه کړم او نه به هم ځمکه پرې برباده کړم. زه به په ورېځو کې شنه زرغونه مقرره کړم او دا به د هغه عهد او تړون نښه وي، چې ما له تا او له ټولو سا لرونکو سره تر ابده پورې کړی دی. کله چې په آسمان کې ورېځې راولم، دا شنه زرغونه به راښکاره شي، نو دا به د دې شاهدي ورکوي، چې ما له تاسې او له ټولو سا لرونکو سره خپل عهد او تړون نه دی هېر کړی. په تحقيق سره مې خپله وعده پوره کوم.

له طوفانه وروسته نوح ﵇ درې سوه پنځوس کاله نور عمر وکړ او په نهه سوه پنځوس کلنۍ کې وفات شو.

د نوح ﵇ درې زامن، چې له کښتۍ ورسره راښکته شوي وو، سام، حام (چې وروسته د کنعان پلار شو) او يافِث وو. د همدې درېيو وروڼو نسل و، چې په ټوله نړۍ کې خپور شو. د يافِث اولاده سمندر ته نږدې اوسېده. د سام او حام اولادونو د کډوالۍ ژوند کاوه. د سام په نسل کې د عِبِر په نامه يو شخص و، چې د هغه دوه بچيان پيدا شول. د مشر زوی نوم يې «فالج» کېښود، چې معنی يې «وېش» وه، ځکه چې په دې وخت کې خلک په ځمکه کې ووېشل شول.

* په هغه زمانه کې به د قربانۍ کولو لپاره د حلال حيوان غوښه په يو خاص ځای کې، چې هغه ځای ته به يې قربانګاه ويله کيښودله او بيا به يې په بشپړه توګه وسوځله.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست