حضرت آدم 

د انسان پيدايښت

د آسمانونو او ځمکې د خلقت بيان داسې دی: په پيل کې چې ﷲ ﷻ ځمکه او آسمانونه پيدا کړل، بوټي او نباتات د ځمکې په سر نه وو راشنه شوي، دا ځکه چې تر هغه وخته پورې خدای تعالی پر ځمکې باران نه و ورولی او نه د ځمکې د کرلو لپاره کوم انسان و. بلکې اوبه به د ځمکې له لاندې راپورته کېدلې او ځمکه به يې خړوبوله. خدای ﷻ انسان په داسې ډول خلق کړ: لومړی يې له خاورو څخه د انسان شکل جوړ کړ. بيا يې خپل روح په پوزه کې ورپو کړ. له دې سره انسان ژوندی مخلوق شو.

ﷲ ﷻ د لمر خاته پر طرف د عدن په سيمه کې يو باغ جوړ کړ او خپل مخلوق آدم يې پکې ځای پر ځای کړ. ﷲ تعالی په دې باغ کې ډول – ډول ښايسته ونې شنې کړې، چې خوندورې مېوې يې نيولې. د باغ په منځ کې يې دوې خاصې ونې شنې کړې، چې يوه يې د حيات ونه او بله يې د ښو او بدو د پېژندلو ونه وه.

د عدن له سيمې څخه يو سيند بهېده، چې دغه باغ يې خړوباوه. دا سيند په څلورو ښاخونو وېشل شوی و. لومړی ښاخ يې (پيشون) نومېد، چې د حَويله له سيمې تېرېده، چېرې چې سره زر موجود وو. د هغې ځمکې سره زر خالص وو. هلته ښه خوشبويه کنډ او د سليماني عقيق ډبرې هم موجودې وې. د دويم ښاخ نوم (جيحون) و، چې د کوش له سيمې تېرېده. د درېيم ښاخ نوم (دَجله) و چې د آشور شرق ته تېرېده. څلورم ښاخ يې (فَرات) نومېد.

لنډه دا چې ﷲ ﷻ آدم ﵇ په باغ کې ځای پر ځای کړ، تر څو هغه ﵇ يې ساتنه او پالنه وکړي. بيا خدای ﷻ وفرمايل: د دغه باغ له هرې ونې څخه مېوه خوړلای شې، پرته د ښو او بدو د پېژندلو له ونې. که د دغې ونې مېوه دې وخوړله، نو ستا په نصيب کې به په هماغه ورځ مرګ وليکل شي.

له دې وروسته ﷲ ﷻ وفرمايل: ښه نه ده، چې آدم دې يوازې وي، نو د ده ﵇ لپاره يو مناسب ملګری پيدا کوم. په دې خاطر يې هر ډول ځمکني او الوتونکي حيوانات، چې له خاورو يې پيدا کړي وو، د آدم مخې ته حاضر کړل، تر څو ويې وګوري او نومونه ورباندې کېږدي، هغه ﵇ چې به پر هر يو نوم کېښود، هماغه به يې نوم شو. آدم ﵇ پر ټولو څارويو، مرغانو او وحشي حيواناتو نومونه کېښودل، مګر په دغو ټولو حيواناتو کې يو هم د ده ﵇ د ملګرتيا لپاره مناسب نه و.

بيا ﷲ ﷻ آدم ﵇ په يوه درانه خوب ويده کړ. له ده ﵇ څخه يې يوه پوښتۍ راوايسته او د ده ﵇ زخم يې سره ورووست. له دې پوښتۍ يې ښځه جوړه کړه او د آدم ﵇ مخې ته يې حاضره کړه. د دې په ليدو سره آدم ﵇ وويل: دا زما د هډوکو په څېر هډوکي او زما د غوښې په څېر غوښه لري! دې ته به (ښځه) وويل شي، ځکه چې هغه د سړي له وجوده جوړه شوې ده. * (همدا يې وجه ده چې سړی له خپل مور او پلار څخه خپلې ښځې ته مايل کېږي او ورسره وصلېږي او دوی يو وجود ګڼل کېږي.)

آدم ﵇ او ښځه يې دواړه بيخي لوڅ وو، خو د شرم احساس يې نه کاوه.

*په عبري ژبه کې د (سړي) او (ښځې) نومونه سره ورته دي. سړي ته (ايش) ويل کېږي او ښځې ته (ايشا) ويل کېږي. نو په دې اساس چې ښځه د نر له پوښتۍ څخه جوړه شوې، بابا آدم ﵇ لومړۍ ښځې ته (ايشا) وويل.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست