حضرت آدم 

د نړۍ پيل

په پيل کې خدای ﷻ آسمانونه او ځمکه پيدا کړل. هغه وخت پر ځمکه د ژوند لپاره سازګار حالات نه وو او هېڅ ژوندی موجود هم پکې نه و. څلورو خواوو ته د ژورو اوبو پر سر تياره خپره وه، خو د خدای ﷻ روح پرې حاضر او ناظر و. خدای تعالی وفرمايل: رڼا دې موجوده شي! او رڼا موجوده شوه.

رڼا د خدای ﷻ خوښه شوه. تياره او رڼا يې سره جلا کړل، چې هره يوه يې په خپل مقرر وخت کې واوسېږي. د رڼا د مودې نوم يې (ورځ) او د تيارې د مودې نوم يې (شپه) کېښود. شپه شوه بيا سهار شو او لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.

په دويمه ورځ خدای ﷻ وفرمايل: د اوبو په منځ کې دې يوه فضا جوړه شي، چې اوبه په دوو برخو ووېشل شي!

په دې ډول يې فضا پيدا کړه او اوبه په دوو برخو ووېشل شوې. يوه برخه يې پورته جمع کړه او بله برخه يې ښکته جمع کړه. د اوبو د دوو برخو تر منځ فضا يې (آسمان) ونوموله. شپه شوه بيا سهار شو او دويمه ورځ هم پای ته ورسېده.

په درېيمه ورځ خدای ﷻ وفرمايل، چې د آسمان لاندې دې اوبه راټولې شي، تر څو وچه ښکاره شي! او همداسې وشول. د دغې وچې نوم يې (ځمکه) کېښود او د راټولو شوو اوبو نوم يې (سمندر) کېښود. دا ټول خلقت يې خوښ شو. بيا يې وفرمايل، چې په ځمکه کې دې ډول – ډول تخم لرونکي بوټي او مېوه لرونکې ونې شنې شي، تر څو هر يو يې خپل نوع پيدا کړي! او همداسې وشول. په ځمکه کې داسې تخم لرونکي بوټي او مېوه لرونکې ونې راشنې شوې، چې هرې يوې يې خپل نوع پيدا کاوه. دا هم د خدای ﷻ خوښ شول. شپه شوه، بيا سهار شو او په دې ډول درېيمه ورځ هم پای ته ورسېده.

په څلورمه ورځ خدای ﷻ وفرمايل، چې په آسمان کې دې ځلېدونکي اجسام پيدا شي، تر څو چې شپه او ورځ سره جلا کړي، پر ځمکه رڼا واچوي او د موسمونو، ورځو او کلونو لپاره نښې شي. همداسې وشول. د خدای ﷻ په حکم دوه لوی ځلېدونکي اجسام موجود شول: لمر، چې د ورځې له خوا تېزه رڼا کوي او سپوږمۍ، چې د شپې له خوا ضعيفه رڼا کوي. له هغو سره يې ستوري هم پيدا کړل. په آسمان کې يې دغه ټول ځلېدونکي اجسام مقرر کړل، تر څو په شپې او ورځې کې ځمکې ته رڼا ورکړي او د رڼا او تيارې تر منځ توپير کوونکي واوسي. دا هم د خدای ﷻ خوښ شول، شپه شوه، بيا سهار شو او له همدې سره څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده.

په پنځمه ورځ خدای ﷻ وفرمايل، چې په اوبو کې دې ډول – ډول مخلوقات پيدا شي! او په هوا کې دې ډول – ډول الوتونکي پيدا شي!

په دې سره خدای ﷻ د اوبو ټول مخلوقات، غټ او واړه، پيدا کړل. همدارنګه يې د هوا هر ډول مرغان هم خلق کړل. دغه خلقت يې هم خوښ شو. نو يې د دغو ټولو مخلوقاتو د زياتېدو لپاره د زېږولو نعمت ورکړ او ويې فرمايل، چې تاسې د نسل توليد وکړئ او زيات شئ. د اوبو مخلوقاتو ته يې وفرمايل: په اوبو کې خپاره شئ، چې درڅخه ډکې شي. همدارنګه يې الوتونکو ته هم وفرمايل: په ځمکه کې ډېر او خپاره شئ. شپه شوه، بيا سهار شو او پنځمه ورځ هم پای ته ورسېده.

په شپږمه ورځ خدای ﷻ وفرمايل، چې پر ځمکه باندې دې ډول – ډول حيوانات پيدا شي: څاروي، خزندې او نور وحشي حيوانات، چې هر يو يې خپل – خپل نوع وزېږوي او همداسې وشول. په دې رقم يې هر ډول حيوانات چې پر ځمکه ګرځي پيدا کړل او دا يې هم خوښ شول.

بيا يې د انسان د پيدا کولو اراده وکړه او ويې فرمايل: انسان دې داسې پيدا شي چې زموږ د صفاتو ښکارندوی واوسي. سمندري، هوايي او ځمکني مخلوقات د ځان تابع کړي.

نو په دې ډول خدای ﷻ انسان پيدا کړ، تر څو الهي صفات انعکاس کړي. نر او ښځه يې پيدا کړل. دوی ته يې د زياتېدو نعمت ورپه برخه کړ او ورته ويې فرمايل: تاسې د نسل توليد وکړئ او زيات شئ، تر څو اولادونه مو په ټوله نړۍ کې خپاره شي. ټوله ځمکه تر خپل واک لاندې راولئ او سمندري، هوايي او ځمکني مخلوقات د ځان تابع کړئ.

بيا خدای ﷻ انسان ته وفرمايل: زه تاسې ته د خوراک لپاره ټول تخم لرونکي بوټي او مېوه لرونکې ونې په اختيار کې درکوم او ټول بوټي ځمکنيو حيواناتو، الوتونکو او خزندو ته وربخښم.

په دغه وخت کې خدای ﷻ خپل ټول خلقت له نظره تېر کړ او ډېر ښه په نظر ورغی. شپه شوه، بيا سهار شو او له همدې سره شپږمه ورځ هم پای ته ورسېده.

په دې ترتيب سره خدای تعالی د آسمانونو، د ځمکې او د دواړو په منځ کې د ټولو موجودو مخلوقاتو د خلقت کار تکميل او بشپړ کړ. نو اوومه ورځ يې مبارکه او پاکه وبلله، ځکه چې په دغه ورځ يې د خلقت له کارونو څخه فراغت اختيار کړی و.

وروسته >> 

 فهرست