حضرت يونس 

يونس  ته خدای  له انسانانو سره خپله مينه ښکاره کوي

د عذاب په نه راتګ سره يونس ﵇ سخت ناراض شو او قهر ورغی. خدای ﷻ ته يې غږ وکړ: يا ﷲ! مخکې له دې چې زه له خپل وطنه راروان شم، په دې پوهېدم، چې ته رحم کوونکی او بخښونکی يې. په قهر کې صبر کوونکی يې او په خپله ناپايانه مينه کې غني يې. د عذاب له رانازلولو څخه تېرېږې، نو ځکه زه ترشيش ښار ته په تېښته کې شوم. يا ﷲ! اوس نو زما ژوند واخله! له دې ژونده مرګ راته ښه دی.

ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: آيا ته حق په جانب يې چې داسې غصه يې؟

له دې وروسته يونس ﵇ له ښاره ووت. لمرخاته طرف ته يې يوه څپره جوړه کړه او سيوري ته يې کېناست. کتل يې چې د نينَوا پر ښار به څه راپېښېږي. په دغه وخت کې د ﷲ ﷻ په امر سره د يونس ﵇ تر څنګ يو بوټی راشين شو، تر څو د ده ﵇ پر سر باندې سيوری جوړ کړي او د لمر له تودوخي څخه يې وساتي. د دې بوټي په ليدو سره يونس ﵇ ډېر خوشحاله شو.

سهار د سپېدو پر مهال د ﷲ ﷻ په امر يو چينجی راغی او د همدې بوټي په خوړلو يې پيل وکړ، چې له امله يې بوټی وچ شو. کله چې لمر راوخوت، نو د شرق له خوا د ﷲ ﷻ په امر يو تود باد راوالوت او د لمر تودوخې يونس ﵇ دومره کمزوری کړ، چې نور له ژوند کولو څخه بېزاره شو. ويې ويل: له دې ژونده راته مرګ غوره دی!

ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: آيا ته حق په جانب يې، چې د دې بوټي په اړه دومره غصه يې؟

يونس ﵇ په ځواب کې وويل: هو! زه دومره په غصه يم، چې غواړم مړ شم!

ﷲ تعالی وفرمايل: ستا پر دې بوټي زړه دردېدلی دی، حال دا چې تا يې په راشنه کولو کې هېڅ زحمت نه دی ايستلی او نه دې يې د رالويېدو لپاره کومه هڅه کړې ده. د شپې راشين شو او د ورځې وچ شو. نو زه به څنګه د نينَوا په لوی ښار باندې نه رحمېږم؟ هلته له يو لک او شلو زرو زيات داسې انسانان اوسېږي، چې د ښو او بدو توپير نشي کولای. همدارنګه تر څنګ يې ډېر حيوانات هم پکې ژوند کوي.

 << مخکې

 فهرست