حضرت يونس ﵇
په نينَوا کې د يونس ﵇ تبليغ او د خلکو توبه
په دغه وخت کې د دويم ځل لپاره د ﷲ ﷻ لخوا پر يونس ﵇ وحې وشوه، چې د آشوريانو پايتخت نينَوا ته ولاړ شه او هلته خلکو ته هغه پيغام ورسوه چې مخکې مې درکړی و.
يونس ﵇ هم له الهي امر سره سم حرکت وکړ او نينَوا ته ولاړ. نينَوا دومره لوی ښار و چې درې ورځې پکې ګرځيدلای وای ايله به دې ټول ښار ليدلی و. يونس ﵇ ښار ته داخل شو. اوله ورځ په ښار کې وګرځېد. بيا يې په خلکو غږ پيل کړ، چې څلوېښت ورځې وروسته به پر تاسې الهي عذاب رانازلېږي، چې له امله به يې د نينَوا ښار دړې وړې شي!
د دې په اورېدو سره د نينَوا ښار اوسېدونکو پر الهي پيغام باندې باور وکړ. ټولو خلکو خاصو او عوامو د توبې په نښه د روژې نيول پيل کړل او ځيږه کالي يې واغوستل. کله چې دا خبر د نينَوا پاچا ته ورسېد، پر هغه يې هم اغېزه وکړه. له تخته راښکته شو، شاهي لباس يې لرې کړ، د توبې په نښه يې ځيږه کالي واغوستل او په سپېرو ايرو کې کېناست. بيا يې حکم جاري کړ او ويې ويل: دا زما او زما د درباريانو لخوا فرمان دی. په نينَوا کې دې ټول خلک، مالونه او څاروي له خوراک او څښاک څخه ډډه وکړي. د توبې په نښه دې ټول خلک نه يوازې پخپله ځيږه کالي واغوندي، بلکې خپلو څارويو ته دې هم ورواغوندي. هر کس دې خدای ته په لوړ غږ زارۍ وکړي، له ظلم او زياتي څخه دې لاس واخلي او د بدو عملونو له لارې دې بېرته راواوړي. څوک څه خبر ښايي خدای ﷻ پر موږ ورحمېږي، له خپل غضب څخه تېر شي او موږ مړه نه شو.
کله چې خدای ﷻ وليدل چې د نينَوا خلکو له بدو کارونو څخه لاس اخيستی دی، نو د خپل هغه عذاب له رانازلولو څخه تېر شو، چې مخکې يې د نازلېدو په اړه فرمايلي وو. خدای ﷻ هغه خلک تباه نه کړل.