حضرت يونس ﵇
له طوفان سره د يونس ﵇ مخامخ کېدنه
د ﷲ ﷻ له خوا پر حضرت يونس بن متی وحې وشوه، چې د آشوريانو په پايتخت نينَوا کې د خلکو له خرابو کارونو څخه خبر يم. ته ورشه او خلکو ته خبرداری ورکړه، چې په سزا کې به يو عذاب پرې نازل کړم.
خو يونس ﵇ د دې په ځای چې نينَوا ته ولاړ شي، په تېښته د يافا ښار بندرګاه ته ولاړ، تر څو له الهي ورسپارل شوي مسووليت څخه اوږې سپکې کړي. هلته يوه کښتۍ ولاړه وه، چې د سمندر هغه بله خوا، لرې ښار ترشيش ته په روانېدو کې وه. يونس ﵇ کرايه ورکړه او کښتۍ ته وروخوت. ويل يې چې زه به ترشيش ته په تلو سره له الهي راسپارل شوي مسووليت څخه ځان ګوښه کړم.
کله چې کښتۍ له وچې څخه لرې شوه، د ﷲ ﷻ په امر په سمندر کې يو تېز باد راپورته شو او سمندر طوفاني شو. دومره طوفاني شو، چې نږدې وه کښتۍ ټوټې – ټوټې شي. کښتيوانان ډېر سخت ووېرېدل او ټولو خپلو – خپلو خدايانو ته د نجات نارې پيل کړې. بيا يې د کښتۍ مالونه سمندر ته وغورځول، تر څو کښتۍ سپکه شي. په دغه وخت کې يونس ﵇ د کښتۍ په لاندې منزل کې پرېوتلی او په درانه خوب کې ويده و. د کښتيوانانو مشر يونس ﵇ ته راغی او په سخته لهجه يې ورته وويل: ته ولې ويده يې؟ راپورته شه او خپل خدای ته دې د نجات ناره وکړه! ښايي ستا خدای پر موږ د رحم نظر وکړي او له مرګ څخه نجات راکړي.
کله چې يونس ﵇ پورته منزل ته راغی، نو کښتيوانانو په دې مشوره کوله، چې راځئ پچه واچوو تر څو معلومه شي، چې دا مصيبت د چا د ګناه له کبله پر موږ راغلی دی. دوی پچه واچوله او پچه د يونس ﵇ په نوم راوختله. دوی ټولو يونس ﵇ ته وويل: پر موږ دا بلا ولې راغلې ده؟ ته څوک يې؟ څه کاره يې؟ د کوم ځای يې؟ له کوم قوم څخه يې؟
يونس ﵇ په ځواب کې وفرمايل: بني اسراييلی يم، زه د ﷲ رب العرش عبادت کوم، چا چې سمندر او وچه پيدا کړې ده. په دې کښتۍ کې له سپرېدو سره مې هدف دا و، چې په تښتېدو سره له الهي راسپارل شوي مسووليت څخه اوږې سپکې کړم.
کښتيوانانو چې د يونس ﵇ خبرې واورېدې، لا ووېريدل او ورته ويې ويل: تا دا څه کړي دي؟
طوفان وار په وار زور اخيسته. نو دوی يونس ﵇ ته وويل: موږ څه وکړو تر څو طوفان آرامه شي؟
يونس ﵇ وفرمايل: زه باوري يم چې دغه سخت طوفان زما د عمل له وجې راغلی دی. تاسې داسې وکړئ چې ما سمندر ته وغورځوئ، بيا به طوفان آرامه شي.
له دې سره – سره بيا هم کښتيوانانو کوښښ وکړ، چې کښتۍ د سمندر غاړې ته ورسوي، مګر د شديد طوفان له امله ناکامه شول. بيا يې ﷲ ﷻ ته ناره وکړه او ويې ويل: يا ﷲ! د دې سړي د مرګ په بدل کې له موږه ژوند مه اخله! او د دې کس وينه زموږ پر غاړه مه اچوه! ځکه چې په دې کارونو کې ستا رضايت و.
له دې وروسته دوی يونس ﵇ راپورته کړ او سمندر ته يې واچاوه او په هماغه لحظه کې سمندر آرام شو. د دې حالت په ليدو سره د کښتيوانانو په زړونو کې له ﷲ ﷻ څخه لويه وېره پيدا شوه او په شکرانې کې يې ﷲ ﷻ ته قرباني او نذرونه وړاندې کړل.