حضرت سليمان 

د سليمان  وفات

په پای کې سليمان ﵇ وفات شو. هغه ﵇ په يروشلم کې پر بني اسراييلو باندې څلوېښت کاله سلطنت کړی و. د داود ﵇ په ښار يعنې يروشلم کې خاورو ته وسپارل شو او زوی يې رِحُبعام پر تخت کېناست.

د سليمان ﵇ د کورنۍ غړي خپل رب ﷲ ﷻ ته وفادار پاتې نه شول او له خدای ﷻ څخه يې مخونه واړول. نو ﷲ تعالی د خپلې وعدې سره سم، دوی ته سزا ورکړه او هغه داسې چې د بني اسراييلو لسو شمالي ټبرونو د پاچا رحُبعام بن سلیمان پر ضد قيام وکړ. له دې سره د بني اسراييلو پاچاهي په دوو برخو ووېشل شوه. په شمال کې پاچاهي د اسراييل په نوم یادېده او په جنوب کې پاچاهي د یهودا په نوم یادېده. دا ځکه چې په جنوب کې د یهودا ټبر مېشت و. د یهودا د پاچاهۍ پایتخت د يروشلم سپېڅلی ښار و او د داود ﵇ نسل په همدغه ښار کې پاچاهي کوله. مګر هغه شان او دبدبه چې ﷲ تعالی د داود او سلیمان ﵇ په دوران کې بني اسراییلو ته ورکړې وه، په خپل حالت پاتې نه وه.

بلاخره پر دواړو پاچاهيو باندې د پردیو لخوا حملې وشوې، چې له امله يې دواړه پاچاهۍ ړنګې شوې. د سليمان ﵇ تر وفات تقریباً دوه پېړۍ وروسته په شمال کې د اسراييل پاچاهي د آشوریانو لخوا ونیول شوه. بیا نږدې يوه نیمه پېړۍ وروسته په جنوب کې د یهودا پاچاهي د بابل پاچا بخت نصر لخوا ونیول شوه او خلک يې د اسیرانو په توګه بابل ته یووړل شول. همدغه وخت په یروشلم کې د خدای ﷻ سپېڅلی کور بیت المقدس هم ویجاړ شو. بني اسراييلو تقریباً نیمه پېړۍ په جلاوطنۍ کې تېره کړه. دا هغه ټاکل شوی وخت و، چې خدای ﷻ بني اسراییلو ته د سزا ورکولو لپاره مشخص کړی و.

بیا خدای ﷻ د دې زمینه سازي وکړه، چې بني اسراییل له جلاوطنۍ څخه خپل وطن ته ستانه شي. هلته بني اسراييلو بیا بیت المقدس ودان کړ، خو د پاچاهۍ پخوانۍ دبدبه يې نه درلوده. د وخت په تېرېدو سره به پردي دښمنان راتلل او پر دوی به يې حکمراني کوله. بني اسراييل پوهېدل، چې خدای ﷻ له داود ﵇ سره وعده کړې ده، چې د هغه ﵇ نسل به تل تر تله پر تخت باندې پاتې کېږي. خدای ﷻ د خپلو سپېڅلو پيغمبرانو په واسطه له بني اسراييلو سره دا ژمنه کړې وه، چې د داود ﵇ له نسله به المسیح یعنې د خدای ﷻ ټاکل شوی استازی راځي او پاچاهي به کوي. نو د خلکو د زړونو غوښتنه وه، چې دغه وعده کړل شوی المسیح ظهور وکړي، دوی د پردیو له ظلمونو څخه ازاد کړي او الهي سلطنت پر ځمکه باندې قایم کړي.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست