حضرت سليمان 

سليمان ﵇ د خدای  په دیدار مشرف کېږي

کله چې سليمان ﵇ د بيت المقدس د ودانولو کار تر سره کړ، يوه شپه ﷲ ﷻ هغه ﵇ په خپل ديدار مشرف کړ او ورته ويې فرمايل: ما ستا دعاګانې قبولې کړې دي او دغه بيت المقدس مې د خپل کور په توګه انتخاب کړی دی، چې خلک راته پکې قربانۍ وړاندې کړي. هر کله چې زما په حکم له آسمانونو بارانونه درباندې بند شي يا ملخان مو پر فصلونو باندې حمله وکړي او يا کوم آفت درباندې راشي، که زما منتخب قوم، چې ځان ته مې خاص کړی دی، ځان عاجز کړي، دعا وکړي، زما په رضايت پسې تلاش وکړي او له خپلو بدو کارونو څخه لاس واخلي، نو له عرش څخه به يې دعاوې قبولې کړم. خطاوې به يې وروبخښم او ځمکې ته به يې سلامتي بېرته وروګرځوم. له نن څخه وروسته چې په دې کور کې هره دعا وشي، زه به يې په نظر کې ونيسم او قبوله به يې کړم، ځکه چې دغه سپېڅلی کور مې ټاکلی او پاک ګرځولی دی، تر څو زما حضور تل پکې واوسېږي. له دې خاطره به پر ما ډېر ګران وي او تل به مې نظر ورباندې وي.

اوس ستا په اړه وايم. که د خپل پلار داود په څېر زما د لارې پيروي وکړې او زما ټول احکام او فرمانونه پر ځای کړې، نو لکه څرنګه چې مې ستا له پلار داود سره وعده کړې وه، په خاندان کې به دې د پاچاهانو سلسله ساتم. خو که تا او يا اولادونو دې له ما څخه مخ واړاوه او زما درکړل شوي احکام او فرمانونه مو له نظره وغورځول او نورو معبودانو ته مو سجده او عبادت پيل کړ، هغه وخت به دغه قوم له دې ځمکې چې په خپله مې ورکړې ده، وشړم او دغه بيت المقدس، چې د خپلې حضورګاه په صفت مې پاک ګرځولی، پرې به يې ږدم او پردي قومونه به ملنډې او ريشخند پرې ووهي. دغه کور چې دومره عظمت لري، برباد به شي او هر څوک چې تېرېږي په حيرانتيا سره به پوښتنه وکړي چې ﷲ ﷻ دغه ځمکه او دغه د عظمت کور ولې پر دغه حال کړ؟ په ځواب کې به خلک وايي: دغه قوم د خپلو پلرونو او نيکونو له رب ﷲ ﷻ څخه، چې هغوی يې له مصره راايستلي وو، مخ واړاوه او نورو معبودانو ته يې سجدې او عبادتونه شروع کړل. نو ځکه ﷲ ﷻ پر دوی دا عذاب راووست.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست