حضرت سليمان 

بيت المقدس ته د عهد صندوق انتقالېږي

له دې وروسته سليمان ﵇ آمادګي ونيوله چې د عهد صندوق له صهيون څخه بيت المقدس ته راانتقال کړي. په دې مناسبت يې د بني اسراييلو ټول مشران او د ټبرونو سرداران يروشلم ته راوغوښتل. هغوی هم راغلل. دا د کال اوومه مياشت وه او د هجرت د اختر وخت و. د مشرانو په رارسېدو سره امامانو د عهد صندوق راپورته کړ او له خېمة ﷲ او په خېمة ﷲ کې له ټولو سپېڅلو سامانونو سره يې بيت المقدس ته راووړ. له دې سره سليمان ﵇ او ټولو مشرانو د صندوق په وړاندې په بې شمېره کچه پسونه، وزې، غواوې او غوايان قرباني کړل. بيا امامانو د عهد صندوق د ﷲ ﷻ کور بيت المقدس ته وردننه کړ او د سپېڅلو په سپېڅلې خونه کې يې ځای پر ځای کړ. د عهد په صندوق کې پرته له هغو دوو ډبرينو تختو څخه چې د عهد او تړون احکام پرې کښل شوي وو، نور څه نه وو موجود. دغه تختې له هغه وخته په صندوق کې ايښودل شوې وې، چې بني اسراييل له مصره راوتلي وو او د سينا په غره کې ﷲ ﷻ ورسره عهد او تړون کړی و. بيا موسی ﵇ دغه تختې په صندوق کې اچولې وې.

کله چې امامان له بيت المقدس څخه راووتل، يو ناڅاپه الهي تجلا په يوې ورېځې کې رانازله شوه او بيت المقدس يې پټ کړ. د دې الهي تجلا له خاطره امامان نور د عهد د صندوق د خدمت لپاره بيت المقدس ته نه شول داخلېدای.

بيا سليمان ﵇ خدای ﷻ ته عرض وکړ: يا ﷲ، تا خو فرمايلي وو چې زما حضور په ګڼې ورېځې کې تجلا کوي. اوس مې دا دی يو شانداره کور درته جوړ کړی دی، چې تل دې حضور پکې واوسېږي.

بيا يې مخ راغونډ شوو بني اسراييلو ته ورواړاوه او دوی ته يې د برکت دعا وکړه. ويې فرمايل: د بني اسراييلو رب ﷲ ﷻ لره دې حمد وي، چې خپل هغه قول يې پوره کړ، چې زما له پلار داود ﵇ سره يې کړی و. ﷲ ﷻ ورته فرمايلي وو: «له هغه وخته چې خپل متنخب قوم بني اسراييل مې له مصره راايستلی دی، بيا مې تر نن ورځې پورې د ټولو ټبرونو د ښارونو له منځه هېڅ يو ښار نه و غوره کړی، چې هلته مې د نېک نوم د احترام لپاره کور جوړ شي، خو ته مې ټاکلی يې چې زما پر منتخب قوم بني اسراييلو باندې پاچاهي وکړې.»

بيا د پلار جان په زړه کې دا هيله پيدا شوه، چې د بني اسراييلو د رب ﷲ ﷻ د نېک نوم د احترام لپاره يو کور جوړ کړي. خو ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: «دا چې زما د نېک نوم د احترام لپاره د کور جوړول غواړې، اراده دې ښه ده، مګر څوک چې بايد دا کور راته جوړ کړي ته نه، بلکې ستا يو زوی به وي.»

اوس ﷲ ﷻ خپل هغه قول رښتيا کړی دی. له الهي فرمان سره سم زه د خپل پلار پر ځای د بني اسراييلو پر تخت ناست يم او د بني اسراييلو د رب ﷲ ﷻ د نېک نوم د احترام لپاره مې دغه کور ودان کړی دی. همدارنګه مې په دغه بيت المقدس کې د عهد د صندوق لپاره خاص ځای جوړ کړی دی، په کوم صندوق کې چې د هغه عهد او تړون نښې ايښودل شوي دي، چې ﷲ ﷻ زموږ له پلرونو او نيکونو سره له مصر څخه د راايستلو په وخت کې کړی و.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست