حضرت سليمان ﵇
د بيت المقدس جوړول
له مصر څخه د بني اسراييلو تر راوتلو څلور سوه اتيا کاله تېر شوي وو، چې دغه وخت د سليمان ﵇ د پاچاهۍ له څلورم کال سره سمون خوړ. د همدغه کال په دوهمه مياشت کې سليمان ﵇ د ﷲ ﷻ د کور بيت المقدس په ودانولو پيل وکړ. ﷲ ﷻ سليمان ﵇ ته وفرمايل: دا چې ته اوس زما لپاره دا کور جوړوې، نو واوره. که زما احکام او فرمانونه پر ځان باندې عملي کړې او ټول شرعي قوانين پر ځای کړې، نو خپل هغه قول به درته پوره کړم، چې ستا له پلار داود سره مې کړی و. زما حضور به په دې کور کې د بني اسراييلو تر منځ موجود وي او خپل منتخب قوم بني اسراييل به هېڅکله له خپلې ملتيا څخه بې برخې نه کړم.
لنډه دا چې سليمان ﵇ د ﷲ ﷻ د کور بيت المقدس ودانيزې چارې مخ ته يووړې. دننه يې دېوالونه له ځمکې تر چته پورې د سدر په تختو پوښ کړل او ځمکه يې د سروې په تختو فرش کړه. د بيت المقدس په پای کې د څلوېښتو لوېشتو په فاصله کې يې يوه خاصه خونه جوړه کړه، چې د سپېڅلو سپېڅلې خونه يادېده. د دې خونې دېوالونه يې هم له ځمکې تر چته پورې د سدر په تختو پوښ کړل. د خونې اوږدوالی، پلنوالی او جګوالی درې واړه څلوېښت لوېشتې وو او دغه خونه د عهد د صندوق د احاطې لپاره ټاکل شوې وه.
د زيتونو له لرګيو څخه يې دوه د محافظو ملايکو شکلونه جوړ کړل، چې هر يو لس لوېشتې جګ و او په دې خونه کې يې ودرول. بيا يې د خونې تل، دېوالونه، چت او د محافظو ملايکو شکلونه په سرو زرو پوښ کړل.
د سليمان ﵇ د پاچاهۍ د يوولسم کال په اتمه مياشت کې د بيت المقدس ودانول د سنجول شوې نقشې له مخې سر ته ورسېدل. د دې عبادتګاه جوړېدو اووه کاله وخت نيولی و.