حضرت سليمان 

سليمان  د بيت المقدس د جوړولو آمادګۍ نيسي

د صور پاچا حيرام له داود ﵇ سره دوستانه تعلقات درلودل. نو کله چې احوال ورته راغی چې د داود ﵇ زوی سليمان ﵇ د اسراييل پر تخت ناست دی، نو د مبارکۍ لپاره يې يو څو قاصدان ورولېږل. سليمان ﵇ بېرته دغه پيغام حيرام پاچا ته ورواستاوه:

جنابه! پوهېږئ چې زما پلار داود ﵇ په خپله دوره کې له شاوخوا قومونو سره په جنګ بوخت و او ﷲ ﷻ هغه ته هېڅکله هم پر دوی په بشپړه توګه بری نه و ورکړی. نو هغه ونه توانېد چې د خپل رب ﷲ ﷻ د نېک نوم د احترام لپاره يو کور جوړ کړي. اوس زما رب ﷲ ﷻ راته له هرې خوا سوله راپه برخه کړې ده. نه مخالف شته، نه مصيبت. نو اراده مې کړې ده، چې د خپل رب ﷲ ﷻ د نېک نوم د احترام لپاره يو کور جوړ کړم، لکه څرنګه چې ﷲ ﷻ زما پلار داود ﵇ ته فرمايلي وو: «ستا زوی، چې زه به يې تر تا وروسته پر تخت کېنوم، هغه به زما د نېک نوم د احترام لپاره يو کور جوړ کړي.» نو پاچا صاحب، هيله کوم، چې د دې کور د جوړولو لپاره خپل کسان مامور کړئ چې د لبنان د سدر ونې راته ووهي. زما مزدوران به ستاسې له مزدورانو سره يو ځای کار کوي او تاسې چې هر څومره مزدوري مناسبه بولئ، هغومره به ستاسې مزدورانو ته ورکوم، ځکه موږ او تاسې ته ښه معلومه ده چې ستاسې ونې پرې کوونکي بې ساري دي.

کله چې حيرام پاچا د سليمان ﵇ پيغام واورېد، ډېر خوشحاله شو او ويې ويل: ﷲ ﷻ ته دې حمد وي، چې د داود يو داسې حکيم زوی يې د بني اسراييلو پر لوی قوم باندې مشر ټاکلی دی.

بيا حيرام پاچا سليمان ﵇ ته دا پيغام ورولېږه: جنابه! ستاسې پيغام ما ته راورسېد او تيار يم چې هر څومره د سدر لرګي مو په کار وي، درته برابر کړم. زما مزدوران به دغه لرګي په داسې ډول سره وتړي، چې سمندر يې ډوب نه کړي او د اوبو له لارې به يې هغه ځای ته درورسوي چې ته يې راښيې. بيا چې هلته ورسېدل، لرګي به سره جلا کړي او تاسې يې وړلای شئ. د دې په بدل کې زما کورنۍ ته خوراکي توکي راکولای شئ.

نو د سليمان ﵇ چې څومره د سدر لرګي په کار وو، حيرام پاچا ورته برابر کړل او په بدل کې يې سليمان ﵇ هغه ته په کال کې تقريباً څلور زره خرواره غنم او څلور لکه ليتره د زيتونو خالص تېل ورلېږل. ﷲ ﷻ له خپل فرمان سره سم سليمان ﵇ ته نور حکمت هم ورکړ. د حيرام او سليمان ﵇ تر منځ سوله حاکمه وه او د اتحاد تړون يې سره وتاړه.

د لرګيو لپاره سليمان پاچا له ټول اسراييل څخه دېرش زره کسان بېګار کړل. هره مياشت به يې په نوبت سره لس زره کسان لبنان ته ورلېږل. په دې ډول به هر مزدور يوه مياشت په کار بوخت و او دوې مياشتې به پر کور و. سليمان ﵇ د دې ټولو کار کوونکو مشرتوب ادونيرام نومي کس ته وسپاره. پر دې سربېره سليمان ﷻ اتيا زره مزدوران په دې کار مقرر کړل چې له غرونو څخه ډبرې راوکاږي. بيا يې اويا زره کسان د ډبرو د انتقال لپاره وګمارل او د دې کار د نظارت لپاره يې درې زره درې سوه ناظرين موظف کړل. د پاچا په حکم دغو کار کوونکو د ښه کيفيت غټې – غټې ډبرې راوايستلې او ويې توږلې، تر څو د بيت المقدس بنياد ځينې جوړ کړي. له جبيل ښار څخه هم ماهر کسان راغلل او د سليمان ﵇ او حيرام له مزدورانو سره يې همکاري وکړه، تر څو د بيت المقدس د جوړولو لپاره لرګي او ډبرې آماده کړي.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست