حضرت سليمان ﵇
سليمان ﵇ د خپل پلار داود ﵇ پر ځای پاچا کېږي
سليمان ﵇ د خپل پلار داود ﵇ تر وفات وروسته پر تخت کېناست او خدای ﷻ يې سلطنت ډېر ښه ټينګ او مستحکم کړ.
سليمان ﵇ د مصر له پاچا فرعون سره اتحاد غوښت، نو يې د فرعون له لور سره واده وکړ. هغه يې د داود ﵇ ښار ته راوسته او هلته اوسېدله، ځکه چې په هغو ورځو کې د سليمان ﵇ د قصر ودانيزې چارې نه وې تکميل شوې، همدارنګه د خدای ﷻ کور او د ښار دېوال هم نه وو ودان شوي. څرنګه چې د ﷲ ﷻ لپاره د کور جوړول لا نه وو پيل شوي، په هغه وخت کې به بني اسراييلو خپلې قربانۍ په محلي عبادتځايونو کې وړاندې کولې.