حضرت داود 

داود  د خدای  حمد او ثنا ادا کوي

په هغه ورځ چې داود ﵇ له خپلو ټولو دښمنانو څخه نجات پيدا کړ، نو ﷲ ﷻ ته يې دا حمد ووايه:

ﷲ تعالی مې د غره په څېر تر شا ولاړ دی
پنا راکوونکی او ژغورونکی مې دی
د کلا په څېر دی، چې زه پکې پنا پيدا کوم
ما په خپل لوی قدرت سره د سپر په څېر په امن کې ساتي
د ظالمانو له شره د نجات لاره راته برابروي
ما د ستاينو وړ ﷲ ﷻ ته ناره وکړه
او زه يې د دښمنانو له منګولو څخه خلاص کړم
د مرګ په زورورو څپو کې راګير شوی وم
او د تباهۍ په سيلاب لاهو شوی وم
د قبر رسۍ مې غاړې ته رالوېدلې وې
زما مخې ته د مرګ لومه ايښودل شوې وه
په دې تنګسه کې مې ﷲ ﷻ ته ناره وکړه
د مرستې فرياد مې ورته وکړ
زما غږ الهي دربار ته ورسېد
او خدای ﷻ زما ناره واورېده
ﷲ ﷻ له لوړه خپل د قدرت لاس راوغځاوه
زه يې ونيولم او له ژورو اوبو څخه يې راوايستلم
له سرسختو دښمنانو او بد غوښتونکو څخه يې خلاص کړلم
که نه، د هغوی مقابله زما له وسه نه وه
زما د سختۍ په ورځ هغوی حمله راباندې وکړه
خو ﷲ تعالی زما مل او ملګری شو
له خطره يې د امن ځای ته راوايستلم
نجات يې ځکه راکړ، چې له ما څخه راضي شوی و
يا ﷲ، تا ما ته پر خپلو ياغي قوميانو بری راکړ
پردي قومونه دې زما په قلمرو کې ساتلي دي
يا ﷲ، د قومونو تر منځ به ستا شکر ادا کړم
او ستا د نوم د ستاينې لپاره به حمدونه ووايم
ته خپل ټاکل شوي پاچا ته برياوې او فتحې ورکوې
له خپل غوره شوي داود او د هغه له نسل سره تر ابده پر خپل عهد او تړون وفا کوې

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست