حضرت داود ﵇
داود ﵇ او درباريان يې هجرت کوي
څه موده وروسته ابشالوم يوه ګاډۍ له څو آسونو سره ځان ته برابره کړه او پنځوس نوکران يې مقرر کړل چې په مخکې يې وځغلي. هر سهار به وختي راپاڅېد. د ښار له دروازې سره به ودرېد. کله چې به څوک راغی تر څو پاچا يې قضيه فيصله کړي، ابشالوم به پوښتنه ځينې وکړه: ته د کوم ښار يې؟ هغه به وويل چې زه د بني اسراييلو له پلاني ټبره يم. بيا به ابشالوم ورته وويل: په دې قضيه کې ته بالکل پر حق يې، خو پاچا څوک نه دی مقرر کړی چې قضيه دې واوري. کاشکې زه د دې ملک حاکم مقرر شوی وای. بيا به ټولو خلکو خپلې مسلې او قضيې ما ته راوړلې او ټولو ته به مې انصاف رساوه.
که به څوک د تعظيم لپاره د ده پښو ته ورټيټېده، ابشالوم به نه پرېښود، له لاسه به يې ونيو او ښکل به يې کړ. هر څوک چې به پاچا ته د فيصلې لپاره راته، ابشالوم به همدغسې چلند ورسره کاوه او د دې رويې پر اساس به يې د ټولو بني اسراييلو زړونه خپلول.
يروشلم ته له راتګ څخه څلور کاله وروسته ابشالوم داود ﵇ ته عرض وکړ: پاچا صاحب! کله چې زه په جشور کې وم، پر ځان باندې مې نذر ايښی و، چې که ﷲ ﷻ بېرته يروشلم ته بوتلم، نو د شکرانې لپاره به قرباني کوم. که تاسې اجازه راکړئ چې حبرون ته ولاړ شم او خپل نذر ادا کړم.
داود ﵇ ورته وفرمايل: درته اجازه ده. په خير ولاړ شې.
ابشالوم هم حبرون ته ولاړ. بيا يې په پټه د بني اسراييلو ټولو ټبرونو ته قاصدان له دې پيغام سره ولېږل: کله چې د مږ ښکر وغږول شو، تاسې اعلان وکړئ، چې ابشالوم په حبرون کې د ټولو بني اسراييلو پاچا مقرر شوی دی!
ابشالوم له ځان سره له يروشلم څخه دوه سوه کسان مېلمانه راوستي وو، خو دوی د هغه د بغاوت په نقشه هېڅ خبر نه وو. په حبرون کې يې په قربانۍ پيل وکړ او په همدې وخت کې يې له جيلوه ښار څخه اخيتوفل راوغوښت، چې د داود ﵇ مشاور و. ورځ تر بلې نور کسان هم د ابشالوم پلويان کېدل او له دې سره دسيسې قوت اخيست.
په دغه وخت کې يو قاصد د يروشلم شاهي دربار ته راورسېد او داود ﵇ ته يې وويل: پاچا سلامت! ټول بني اسراييل د ابشالوم خوا ته وراوښتي دي.
داود ﵇ درباريانو ته وفرمايل: راځئ چې په بېړه له يروشلمه ووزو. که نه، نو موږ ته به د تېښتې لاره نه وي پاتې. ژر کوئ! که د ابشالوم ګير ته ورغلو، نو وبه مو وژني او په ښار کې به خلک له تورې تېر کړي.
درباريانو وويل: پاچا صاحب! هر څنګه چې ستاسې خوښه وي، موږ مو په خدمت کې حاضر يو.
پاچا او ټولې کورنۍ يې له قصر څخه حرکت وکړ. يوازې لس وينځې يې له خپل حرم څخه پر ځای پرېښودلې تر څو پر قصر پام وکړي. پاچا د قافلې په سر کې و او نور خلک ورپسې روان وو. کله چې د ښار تر وروستي کوره تېر شول، پاچا ټولو ته د درېدو امر وکړ. بيا يې پرېښول چې د ده شخصي ساتونکي او هغه شپږ سوه فيليستيني پلويان چې له جات څخه وو په مخ کې تېر شي. په دې وخت کې يې د جاتيانو سالار اِتای ته وفرمايل: ای اِتای! ته مجبور نه يې چې له موږ سره ولاړ شې. ته زموږ په منځ کې پردی او جلاوطنه يې. نو بېرته يروشلم ته ولاړ شه او د نوي پاچا خدمت وکړه. لږه موده کېږي چې ته راغلی يې. نو څنګه دې مجبور کړم چې په قافله کې سرګردانه راسره وګرځې؟ زه خپله هم نه پوهېږم چې منزل به مو چېرې وي. نو ته له خپلو جاتي وروڼو سره بېرته ولاړ شه. خدای ﷻ دې ښېګڼه او مهرباني درسره وکړي.
اِتای وويل: پاچا صاحب! د خدای په ذات او ستاسې په سر مې دې قسم وي! هر ځای چې تاسې ځئ، زه هم درسره ځم، حتی چې زما په مرګ تمام شي!
داود ﵇ وفرمايل: سمه ده. مخې ته ولاړ شه.
اِتای او نورو جاتيانو هم له خپلو کورنيو سره مخې ته حرکت وکړ. شاوخوا بني اسراييلو چې پاچا او قافله د وتلو په حالت کې وليدل، نو په زار زار يې ژړل. قافله د قدرون له درې څخه واوښته او د بيابان لاره يې په مخه واخيسته.
هلته امام صادوق له امام ابياتار او د لاوي ټبر له نورو امامانو سره راغی، چې د عهد صندوق يې له ځان سره راوړی و. د عهد صندوق يې کېښود او تر څو پورې چې د قافلې ټول خلک له ښاره نه وو وتلي، ابياتار ﷲ ﷻ ته قربانۍ کولې. بيا داود ﵇ امام صادوق ته حکم ورکړ، چې د عهد صندوق بېرته يروشلم ته يوسه. که پر ما د ﷲ ﷻ رضا وه، نو دا موقع به راپه برخه کړي چې بېرته ښار ته داخل شم او يو ځل بيا د عهد صندوق په خپل اصلي ځای کې ووينم. خو که ﷲ ﷻ راڅخه راضي نه شو، نو هر څه چې يې خوښه وي، هغسې دې راسره وشي.
بيا يې امام صادوق ته وفرمايل: ګوره، ته له خپل زوی اخيمعص او د ابياتار له زوی يوناتان سره بېرته ښار ته په خير ولاړ شه او سترګې مو خلاصې ساتئ! تر څو چې ستاسې له خوا کوم خبر نه وي راغلی، زه به د اُردن له سينده د پورې کېدو د لارې پر سر درته منتظر يم.
نو امام صادوق او امام ابياتار د عهد صندوق بېرته يروشلم ته يووړ او په ښار کې پاتې شول.
بيا داود ﵇ د زيتونو غره ته په ختو شو. ژړل يې. له ډېر خفګانه يې پښې لوڅې کړې وې او سر يې پټ کړی و. هغه خلک چې ورسره روان وو، دوی هم ژړل او سرونه يې پټ کړي وو. بيا داود ﵇ ته خبر ورکړل شو، چې ستاسې مشاور اخيتوفل له ابشالوم سره لاس يو کړی دی. نو يې دعا وکړه چې يا ﷲ! اخيتوفل چې ابشالوم ته کومه مشوره ورکوي، هغه دې بې نتيجې وخېژي.
کله چې داود ﵇ د غره پر سر عبادتګاه ته ورسېد، ګوري چې د ده ﵇ بل مشاور حوشای اَرکی څيرې ګرېوان او خاورې پر سر ورته په تمه دی. داود ﵇ ورته وفرمايل: ای حوشای! که ته له ما سره ولاړ شې، راباندې بار به شې. نو ښه به دا وي چې بېرته ښار ته ولاړ شې او ابشالوم ته ووايې: «پاچا سلامت! زه مو په خدمت کې حاضر يم. لکه څرنګه چې ستاسې د پلار خدمتګار وم، هماغسې به ستاسې هم خدمتګار شم.» په دې ډول به دا موقع درته برابره شي، چې د اخيتوفل مشورې ورشنډې کړې. هلته به له تا سره امام صادوق او امام ابياتار هم وي. هر څه چې دې په شاهي قصر کې واورېدل، هغو دوو ته به يې ووايې. بيا به هغوی خپل زامن اخيمعص او يوناتان ما ته راولېږي او پرې خبر به مې کړي.
حوشای هم بېرته د يروشلم خوا ته حرکت وکړ او هلته په داسې حال کې راورسېد، چې ابشالوم تازه ښار ته داخل شوی و.