حضرت داود ﵇
داود ﵇ د عهد صندوق يروشلم ته راوړي
داود ﵇ له بني اسراييلو څخه دېرش زره تکړه عسکر راټول کړل او له ځان سره يې د يعاريم کلي ته روان کړل، تر څو له هغه ځای څخه د عهد صندوق راوړي، پر کوم چې د دوو محافظو ملايکو شکلونه جوړ شوي وو او د دې دوو ملايکو تر منځ د آسماني لښکرو د رب ﷲ تعالی حضور قايم و. کله چې دوی هلته ورسېدل، نو د عهد صندوق يې د ابيناداب له کور څخه، چې پر يوه غونډۍ و، دباندې راوايست او په يوې نوې جوړ شوې ګاډۍ کې يې کېښود. د ابيناداب دوه زامن عُزه او اخيو ورسره پياده روان وو او د ګاډۍ لارښوونه يې کوله. اَحيو له ګاډۍ څخه د مخه په حرکت کې و. داود ﵇ او نورو ټولو بني اسراييلو په ډېر شور او جذبې سره د ﷲ ﷻ په وړاندې خوشحالۍ کولې او تار لرونکي آلې، درياوې او د ساز نورې آلې يې غږولې.
کله چې په لاره کې ګاډۍ د ناکون نومې کس درمندځای ته ورسېده، د غوايانو پښې وښويېدې. عُزه خپل لاس د عهد صندوق ته ورووړ او کلک يې کړ، تر څو له خپل ځايه ونه ښورېږي. د دې غلط حرکت له وجې ﷲ ﷻ پر عُزه باندې ډېر په قهر شو او ځای پر ځای يې وواژه. دې حادثې ته په کتو سره داود ﵇ ډېر په وېره کې شو او له ځان سره يې فکر وکړ چې زه به د دغه صندوق خدمت او ساتنه څنګه وکړم؟
نو يې پرېکړه وکړه چې د يروشلم پر ځای به د عهد صندوق د جاتي عوبيد اِدوم کور ته وروړي. د عهد صندوق د عوبيد اِدوم په کور کې درې مياشتې پاتې شو چې له امله يې ﷲ ﷻ پر هغه او د هغه پر ټوله کورنۍ خپل برکتونه وورول.
کله چې داود ﵇ ته خبر ورسېد چې د عهد د صندوق له برکته د عوبيد اِدوم په ټوله کورنۍ او مالونو کې برکت اچول شوی دی، نو ورغی او په ډېره خوشحالۍ يې د عهد صندوق يروشلم ته راروان کړ. د عهد د صندوق وړونکي کسان چې شپږ ګامه مخ ته لاړل، نو داود ﵇ په شکرانه کې يو غوايی او يو چاغ سخوندر قرباني کړل. په داسې حال کې چې د امامت خاصه جامه يې پر تن وه په خپل ټول ځواک سره څرخېد، تر څو د خدای ﷻ په وړاندې خپله خوښي ښکاره کړي. له نورو بني اسراييلو سره يې د خوشحالۍ نارې وهلې او د مږ ښکر يې غږاوه، تر څو يې د عهد صندوق يروشلم ته ورساوه.