حضرت داود ﵇
داود ﵇ پر ټول اسراييل پاچا کېږي
په دې ورځو کې د بني اسراييلو د ټولو ټبرونو مشران حبرون ته راغلل او داود ﵇ ته يې وويل: جنابه! موږ او تاسې هډ او وينه يو. مخکې چې طالوت پاچا و، تاسې د هغه د لښکر مشري او لارښوونه کوله. ﷲ ﷻ درته فرمايلي وو چې ته به زما پر منتخب قوم بني اسراييلو باندې داسې مشري وکړې، لکه شپون چې د رمې ساتنه او پالنه کوي.
لنډه دا چې داود ﵇ په حبرون کې له ټولو مشرانو سره د ﷲ ﷻ په وړاندې عهد او تړون وکړ او هغوی دی ﵇ د خپل پاچا په توګه قبول کړ.
د ټولو بني اسراييلو تر بيعت وروسته، داود ﵇ له خپلو کسانو سره يروشلم ته راغی، تر څو هلته له مېشتو يبوسيانو سره جنګ وکړي. يبوسيانو داود ﵇ ته ورغږ کړ، چې ته به هېڅکله ښار ته راداخل نه شې! دومره کمزوری يې چې حتی زموږ ړانده او کاڼه دې هم په شا تنبولای شي!
خو داود ﵇ نه يوازې ښار ته ورداخل شو، بلکې د صهيون کلا يې هم په خپلې ولکې کې راوسته. هلته يې استوګنه اختيار کړه. په څلورو خواوو کې يې ښار آباد او پراخ کړ او نوم يې «د داود ښار» پرې کېښود.
د آسماني لښکرو رب ﷲ ﷻ له داود ﵇ سره مل او ملګری و او له برکته يې هغه ﵇ ورځ په ورځ پياوړی کېده. په دې شپو او ورځو کې د صور پاچا حيرام يو څو قاصدان داود ﵇ ته راولېږل، چې له ځان سره يې د سدر لرګي، ترکاڼان او معماران راوستي وو او دوی داود ﵇ ته يو قصر جوړ کړ. د داود ﵇ پوره يقين وشو چې ﷲ ﷻ دی ﵇ پر بني اسراييلو پاچا مقرر کړی دی او د خپل منتخب قوم د ښېګڼې لپاره يې د ده ﵇ پاچاهي شانداره کړې ده.
وروسته له هغه چې داود ﵇ له حبرون څخه يروشلم ته راغی، د ده ﵇ حرم لا پراخ شو، چې له نوو ښځو څخه خدای ﷻ نور زامن او لوڼې هم ورکړې. په يروشلم کې د داود ﵇ د پيدا شوو زامنو نومونه دا دي: شموع، شوباب، ناتان، سليمان ﵇، يبحار، اليشوع، نِفج، يافيع، اليشمع، اليداع او اليفلط.