حضرت داود ﵇
داود ﵇ د طالوت پاچا له نسل سره وفاداري ښکاره کوي
په دې شپو ورځو کې د لوټمارانو د ډلو دوه سالاران بعنه او ريکاب د اشبعل پاچا په خدمت کې وو. يوه ورځ د غرمې مهال و چې اشبعل له خپل عادت سره سم په کور کې ويده و. په دغه وخت کې بعنه او ريکاب راغلل او د غنمو د اخيستلو په بهانه کور ته ورننوتل. د اشبعل کوټې ته چې ورغلل، ګوري چې دی پر خپل کټ ويده دی. وار يې پرې وکړ او سر يې ورقلم کړ. بيا يې د ده سر له ځان سره واخيست او د حبرون پر خوا روان شول. ټوله شپه يې د اُردن د درې له لارې مزل وکړ، تر څو حبرون ته ورسېدل. د اشبعل سر يې داود ﵇ ته وړاندې کړ او په فخر يې وويل: جنابه! دا دی د اشبعل سر، چې پلار يې طالوت ستاسې دښمن و او ستاسې وژل يې غوښتل. نن ﷲ ﷻ د طالوت له نسل څخه ستاسې انتقام اخيستی دی!
داود ﵇ ورته وفرمايل: تاسې بدکارانو يو بې ګناه کس په خپل کور کې، بلکې په خپل کټ کې مړ کړی دی، نو په حی او قيوم خدای ﷻ قسم چې زه يې له هر مصيبت څخه خلاص کړی يم، د هغه د وينو حساب به له تاسې څخه اخلم!
بيا يې خپلو کسانو ته د بعنه او ريکاب د وژلو امر وکړ. کسانو يې هم دواړه مړه کړل. بيا يې ترې لاسونه او پښې پرې کړل او تنې يې د حبرون له ډنډ سره راوځړولې.
د طالوت پاچا له نسل څخه يوازې د يوناتان يو زوی پاتې و چې مريبعل نومېد. د طالوت پاچا او يوناتان د مرګ په وخت کې هغه پنځه کلن و. کله چې د يزرعيل له درې څخه د هغوی د مرګ خبر راغی، هغه دايه چې د کوچني مريبعل پالنه يې کوله، هغه يې په غېږ کې راواخيست او په تېښته کې شوه، خو دومره په بېړه کې وه، چې ماشوم ورڅخه ولوېد او په دواړو پښو معيوب شو.