حضرت داود 

طالوت له جادوګرې ښځې څخه مشوره غواړي

د فيليستينيانو لښکر په شونيم کلي کې خېمې ووهلې. طالوت پاچا د بني اسراييلو پوځونه راټول کړل او په جِلبوع کې ځای په ځای شول. کله چې طالوت پاچا د فيليستينيانو لښکر وليد، نو سخت ووېرېد او زړه يې په لړزېدو پيل وکړ. د الهي لارښوونې په هڅه کې شو چې زه بايد څه وکړم؟ خو ﷲ تعالی ده ته د کوم خوب، امام او يا کوم نبي په واسطه ځواب ورنه کړ. نو خپلو نوکرانو ته يې حکم ورکړ، چې يوه جادوګره ښځه راپيدا کړئ، چې ورشم او مشوره ځينې واخلم.

د شموييل ﵇ تر وفات وروسته طالوت پاچا حکم صادر کړی و چې ټول جادوګران او فالبينان دې له ملک څخه وشړل شي. نوکرانو ورته وويل: د دور نومې ځای له چينې سره يوه جادوګره ښځه اوسي.

نو طالوت پاچا د خپل شاهي لباس پر ځای عادي کالي واغوستل، چې څوک يې ونه پېژني او د شپې په تياره کې له خپلو دوو کسانو سره جادوګرې ښځې ته ورغی او ورته ويې ويل: ما ته د هغه مړه شوي کس روح راحاضر کړه، چې زه به يې نوم درته ووايم.

جادوګرې ښځې وويل: آيا ته د طالوت پاچا په حکم نه يې خبر چې ټول جادوګران او فالبينان يې له ملک څخه شړلي دي. نو په دې غوښتنه دې ولې ما په لومه کې اچوې؟ آيا پر ما دې مرګ پېرزو دی؟

طالوت پاچا ورته وويل: د ﷲ ﷻ په ذات قسم! که زما غوښتنه قبوله کړې، نو تا ته به هېڅ ډول سزا نه درکول کېږي.

ښځې وپوښتل: د چا روح درته راحاضر کړم؟

طالوت وويل: د شموييل روح.

نو ښځې خپل جادو په کار واچاوه. کله چې يې سترګې پر شموييل ﵇ باندې ولګېدې، له خولې څخه يې يوه لوړه چيغه ووتله او طالوت پاچا ته يې وويل: ما ته دې ولې دوکه راکړه؟ ته خو طالوت پاچا يې!

ده ورته وويل: مه وېرېږه! مازې دا ووايه چې څه ګورې؟

ښځې وويل: د يو چا روح وينم چې له ځمکې څخه راوزي.

طالوت پاچا وپوښتل: څنګه ښکاري؟

ښځې وويل: يو زوړ سړی دی او يوه چپنه يې پر تن ده.

د دې په اورېدو سره طالوت پاچا پوه شو چې دا د شموييل ﵇ روح دی. نو د تعظيم لپاره يې پر ځمکه ورته پرېووت.

بيا شموييل ﵇ ورته وفرمايل: ما ته دې ولې تکليف راکړ؟ ولې دې راوغوښتلم؟

طالوت ورته وويل: زه له سختې پرېشانۍ سره مخامخ يم. له يوې خوا د فيليستينيانو لښکر له ما سره د جنګ لپاره راوتلی دی. له بلې خوا خدای ﷻ زه پرې ايښی يم، چې نه يې د کوم خوب يا کوم نبي په واسطه زما د دعاګانو ځواب راکړی دی. نو ځکه مې ته راوغوښتلې تر څو مشوره درسره وکړم چې څه وکړم؟

شموييل ﵇ وفرمايل: ﷲ ﷻ ته پرې ايښی يې او ستا پر خلاف شوی دی. نو بيا له ما څخه څه غواړې؟ ﷲ ﷻ هغه څه کړي دي، چې زما په واسطه يې درته فرمايلي وو. د بني اسراييلو پاچاهي يې له تا څخه شکولې او اخيستې ده او ستا قومي داود ته يې ورکړې ده. ﷲ ﷻ دا ټول حالات د دې لپاره درباندې راوستل، چې تا د عماليقيانو په معامله کې له الهي حکم څخه سرغوړونه وکړه. نو سبا به ﷲ ﷻ پر تا او د بني اسراييلو پر ټول لښکر باندې د فيليستينيانو لاس بر کړي. ته او ستا زامن به مړه شئ او زما خوا ته به راشئ.

د شموييل ﵇ خبرو د طالوت په زړه کې ډېره وېره واچوله. څرنګه چې ده له تېرې شپې راهيسي څه نه وو خوړلي، بدن يې بې سېکه شو. پر ځمکه ځای پر ځای واووښت. جادوګره ښځه ورته رانږدې شوه او د ده پر مخ يې ښکاره وېره وليده. نو يې ورته وويل: ګوره، صاحبه! ستا نوکرې خپل سر په لاس کې ونيو او ستا په قول يې وکړه. نو اوس د خپلې نوکرې په قول وکړه او اجازه راکړه چې يو څه ډوډۍ درته راوړم. وبه يې خورې او طاقت به پيدا کړې چې په خپله لاره ولاړ شې.

طالوت انکار وکړ، چې نه! هېڅ شی نه خورم!

خو کسانو يې له جادوګرې ښځې سره يو ځای ټينګار ورته وکړ، چې په پای کې راضي شو. له ځمکې څخه راپورته شو او پر کټ کېناست. له ښځې سره يو تازه چاغ شوی سخوندر و. نو ژر يې حلال کړ او غوښه يې پخه کړه. يو څه اوړه يې هم راواخيستل، لانده يې کړل او پتيرې ډوډۍ يې پخې کړې. خواړه يې د طالوت او د هغه نوکرانو ته راوړل او ټولو وخوړل. بيا په هماغه شپه په خپله مخه ولاړل.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست