حضرت داود 

داود  د فيليستينيانو په ځمکه کې پناه اخلي

تر دې وروسته د داود ﵇ په زړه کې تېره شوه: که زه د بني اسراييلو په ځمکه کې پاتې شم، نو يوه ورځ نه يوه ورځ به مې طالوت پاچا ووژني. نو ښه به دا وي چې د فيليستينيانو ځمکې ته پنا وروړم. بيا به طالوت پاچا زما له لټون څخه لاس واخلي او له منګولو څخه به يې خلاص شم.

نو ده ﵇ له خپلو شپږ سوو کسانو سره فيليستيني ښار جات ته تشريف يووړ، چې د هغه ښار پاچا اخيش بن معوک و. له داود ﵇ سره خپلې دوې ښځې هم وې، چې يوه اخينوعم د يزرعيل وه او بله ابيجايل، چې مخکې د نابال ښځه وه. د ده ﵇ کسانو هم خپلې کورنۍ له ځان سره راوستلې او په جات کې استوګن شول. کله چې طالوت پاچا ته خبر ورسېد چې داود ﵇ جات ته هجرت کړی دی، نو د هغه ﵇ تلاش يې پرېښود.

يوه ورځ داود ﵇ اخيش پاچا ته وفرمايل: جنابه، زه ستاسې خدمتګار لايق نه يم چې ستاسې له درانه حضور سره په دې ښار کې واوسېږم. نو که راڅخه راضي ياست، ما ته د استوګنې لپاره يو صحرايي کلی راکړئ.

اخيش پاچا د داود ﵇ غوښتنه ومنله او د صِقلغ کلی يې ورکړ، چې ياد کلی تر ننه پورې د يهودا د پاچاهانو په ملکيتونو کې شامل دی. داود ﵇ مجموعاً يو کال او څلور مياشتې د فيليستينيانو په ځمکه کې واوسېد.

په دې ورځو کې داسې وشول چې د فيليستينيانو لښکرې سره راټولې شوې، تر څو له بني اسراييلو سره وجنګېږي. په دې وخت کې اخيش پاچا داود ﵇ ته وويل: ته او ستا کسان به خامخا زموږ له لښکرو سره يو ځای جنګ ته ځئ.

داود ﵇ وفرمايل: پاچا صاحب، تاسې به ووينئ چې ستاسې خدمتګار څه – څه کارونه کولای شي.

اخيش ورته وويل: که خبره داسې وي، نو زه به تا د تل لپاره خپل شخصي ساتونکی مقرر کړم.

د بني اسراييلو لښکر د يزرعيل په دره کې له چينې سره خېمې ووهلې او د فيليستينيانو پوځونه په افيق کلي کې راټول شول. فيليستيني سالارانو هر يوه له خپلې سل کسيزې او يا زر کسيزې ډلې سره حرکت وکړ. داود ﵇ او کسان يې له اخيش پاچا سره په وروستيو صفونو کې روان وو. په دې وخت کې د فيليستيني سالارانو پام ورواووښت او په ګيلې سره يې له اخيش پاچا څخه وپوښتل: دا بني اسراييل دلته څه کوي؟

اخيش پاچا وويل: دا د بني اسراييلو د پاچا طالوت مخکينی خدمتګار داود دی، چې زما تر واک لاندې سيمه کې يې ډېر وخت تېر کړی دی. له هغه وخت څخه چې طالوت يې پرېښود تر ننه پورې مې هېڅ کوم کمی پکې نه دی ليدلی.

فيليستيني سالاران ډېر په غصه شول او ويې ويل: دی بېرته هغه ځای ته ولېږه چې د اوسېدو لپاره دې ورکړی و! که له موږ سره ولاړ شي، نو کېدای شي د جنګ په ميدان کې راسره خيانت وکړي. د دې لپاره چې د خپل مخکيني بادار خوشحالي تر لاسه کړي، زموږ د عسکرو سرونه به راقلم کړي! آيا دا هغه داود نه دی چې بني اسراييل يې په سندرو او نڅا کې يادوي او وايي: طالوت په زرهاوو وژلي دي، خو داود په لسهاوو زره وژلي؟

اخيش داود ﵇ ځان ته وروغوښت او ورته ويې ويل: په حی او قيوم خدای ﷻ قسم چې زما په نظر ته صادق او د عتبار وړ يې. زړه مې غواړي چې له ما سره جنګ ته ولاړ شې، ځکه چې له پيل څخه تر اوسه پورې مې په تا کې کوم کمی نه دی ليدلی، خو نور سالاران پر تا باور نه لري. نو بېرته په خير سره کور ته ولاړ شه او داسې کار ونه کړې چې د سالارانو د ناراضۍ سبب وګرځي.

داود ﵇ ورته وفرمايل: پاچا صاحب! ما څه ګناه کړې ده؟ تاسې له اولې ورځې څخه تر ننه پورې په خپل خدمتګار کې څه کمی ليدلی دی، چې اوس د خپل بادار د دښمنانو پر خلاف جنګ ته ولاړ نه شم؟

اخيش پاچا وويل: بې شکه! ته زما په نظر کې داسې يې لکه د خدای ﷻ لخوا رالېږل شوې ملايکه، خو بيا هم فيليستيني سالارانو پرېکړه کړې ده چې ته به له موږ سره جنګ ته نه ځې. نو سهار وختي له خپلو کسانو سره راپاڅه او کله چې رڼا شي، بېرته صِقلغ ته ولاړ شه.

داود ﵇ هم سهار وختي له خپلو کسانو سره راپاڅېد او بېرته د فيليستينيانو ځمکې ته ستون شو. د فيليستينيانو لښکر مخ پر وړاندې د يزرعيل خوا ته ولاړ.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست