حضرت داود 

داود  له بي بي ابيجايل سره واده کوي

بيا داود ﵇ د فاران بيابان ته ولاړ. هلته د معون په کلي کې د کاليب له نسل څخه يو ډېر شمتن سړی اوسېد چې نابال نومېد. هغه په نږدې کلي کرمل کې کاروبار درلود او په دغه وخت کې يې د خپلو درو زرو پسونو او زرو وزو وړۍ پرې کولې. مېرمن يې ابيجايل نومېده. هغه نه يوازې پوهه او عقلمنده وه، بلکې ښايسته هم وه، خو برعکس يې نابال ډېر سخت زړی او بدعمله و.

په بيابان کې داود ﵇ ته خبر ورسېد، چې نابال په کرمل کې د خپلو پسونو او وزو وړۍ پرې کوي. نو له خپلې ډلې څخه يې لس ځوانان نابال ته له دې پيغام سره ورولېږل: پر تا، ستا پر کورنۍ او ستا پر ټولو مالونو دې سلامتي وي! اورېدلي مې دي چې تاسې اوس په کرمل کې د خپلو پسونو او وزو وړۍ پرې کوئ. ته به خبر يې، چې کله ما او زما کسانو په بيابان کې ستا له شپنو سره راشه درشه درلوده، موږ له هغوی سره هېڅ ډول بد چلند ونه کړ او په هغو ټولو شپو ورځو کې چې هغوی په کرمل کې وو، يو شی مو هم ځينې غلا نه کړ! د دې خبرې د تصديق لپاره له خپلو کسانو څخه پوښتنه کولای شئ. دا چې نن دې د وړيو د پرې کولو په مناسبت جشن نېولی دی، نو ای مشره هيله کوم چې زما پر کسانو باندې مهرباني وکړه. هر څه خوراکي شيان چې دې په وس پوره وي، هغه ما او زما کسانو يعنې ستا خدمتګارانو ته راکړه.

ځوانان هم نابال ته ورغلل. د داود ﵇ دا پيغام يې ورته ورساوه او ځواب ته يې منتظر شول. نابال دوی ته وويل: دا داود بن يِسی بيا د کوم باغ مولۍ ده؟! نن سبا ډېر داسې غلامان دي چې له خپلو بادارانو څخه تښتېدلي دي. آيا زه هغه خپله ډوډۍ، اوبه او د حلال شوو حيواناتو غوښې، چې د وړيو پرې کوونکو ته مې جلا کړي دي، دغو کسانو ته ورکړم؟ حتی لا پېژنم يې هم نه چې له کوم ځايه راغلي دي!

د داود ﵇ نوکران بېرته راغلل او د نابال خبرې يې ورته بيان کړې. هغه ﵇ خپلو کسانو ته وفرمايل: تاسې خپلې تورې تر ملا وتړئ!

د داود ﵇ په شمول ټولو تورې راواخيستې. څلور سوه کسان له هغه ﵇ سره د نابال پر خوا ورروان شول او نور دوه سوه کسان پر ځای پاتې شول چې د سامانونو ساتنه وکړي.

په دغه جريان کې د نابال يو نوکر ابيجايل ته ورغی او ورته ويې ويل: ای اغلې! داود له بيابان څخه زموږ خان صاحب ته د سلام ويلو لپاره قاصدان راواستول، مګر خان صاحب هغوی سپک او توهين کړل، په داسې حال کې چې هغو خلکو له موږ سره ډېرې ښېګڼې کړې دي او هېڅ ډول بد چلند يې نه دی راسره کړی. په هغه ټولو شپو ورځو کې چې موږ ورسره په دښته کې ګرځېدو، د خان صاحب له مالونو څخه يې يو شی هم راڅخه پټ نه کړ. شپه او ورځ چې به مو رمې پوولې، هغوی به راته د حفاظت سپر وو. نو د دې حقيقتونو په رڼا کې تاسې بايد د دې ستونزې د حل لپاره يوه لاره راوباسئ! که نه، نو زموږ پر خان صاحب او د هغه پر کورنۍ باندې به قيامت جوړ شي. خان صاحب خو دومره توند خويه دی، چې د چا خبرې ته غوږ نه نيسي!

ابيجايل سمدستي دوه سوه ډوډۍ، د ميو دوه ژي، پنځه حلال شوي پسونه، پنځه کيلو نېنې شوې غله، سل چکۍ مميز او دوه سوه چکۍ اينځر تيار کړل. دا ټول يې پر خرونو باندې بار کړل. بيا يې نوکرانو ته وويل: تاسې له ما څخه مخکې روان شئ! زه درپسې يم.

خو په دې باره کې يې خپل مېړه ته څه ونه ويل.

کله چې دا پر خره باندې سپره د غره پر لاره ښکته کېده، سترګې يې پر داود ﵇ او د هغه پر کسانو باندې ولګېدې، چې د دوی خوا ته راروان وو. له دې يو څو شېبې مخکې داود ﵇ خپلو کسانو ته ويلي وو: له دغه سړي سره زموږ ښېګڼې څه فايده! که څه هم موږ يې د رمو ساتنه کوله او له مالونو څخه يې يو شی هم ورک او يا غلا نه شو، خو زموږ د ښو ځواب يې په بدو سره راکړ. که مې نن د ده له کورنۍ يو نارينه هم ژوندی پرېښود، نو خدای دې ما ووهي!

داود ﵇ په همدې جذباتو کې و، چې بي بي ابيجايل پرې راغله. ژر له خره راښکته شوه. په پښو کې يې ورپرېوته او ويې ويل: ای زما مالکه، زما دغه سپينسترګي وبخښئ! خو خپلې عاجزې خدمتګارې ته د خبرو اجازه ورکړئ! تاسې د دغه بې کاره نابال په خاطر مه ناراضه کېږئ. نوم خو يې د بې عقلۍ معنی لري او دی پخپله هم بې عقل دی. بې عقلي يې تل ملګرې وي. متاسفانه کله چې ستاسې کسان له پيغام سره راغلل، زه بيخي ځينې بې خبره وم. ای زما مالکه! په حی او قيوم خدای او ستاسې په درانه حضور قسم درکوم، چې تاسې له انتقام اخيستلو څخه تېر شئ او خپل لاسونه په وينو مه سره کوئ! خدای ﷻ دې ستاسې ټول دښمنان د نابال غوندې بدبخت او ذليل کړي. اوس دغه سوغاتونه چې ما ستاسې او ستاسې د کسانو لپاره راوړي دي، قبول کړئ.

داود ﵇ ورته وفرمايل: د بني اسراييلو رب ﷲ ﷻ ته دې حمد وي چې نن يې ته زما ليدو ته راولېږلې! خدای ﷻ دې ستا عقلمندي مبارکه کړي! خدای ﷻ دې برکت درکړي، چې له وينو تويولو او انتقام اخيستلو څخه دې وساتلم. زما دې د بني اسراييلو د رب ﷲ ﷻ په ذات قسم وي، چا چې زه تا ته له ضرر رسولو څخه وساتلم، که ته نن په تلوار سره زما ليدو ته نه وای راغلې، نو سبا سهار به د نابال له نارينه وو څخه يو هم ژوندی نه وای پاتې شوی.

بيا يې د هغې سوغاتونه قبول کړل او ويې فرمايل: اوس په سلامتۍ سره بېرته کور ته ولاړه شه. ستا غوښتنه مې قبوله کړه.

بي بي ابيجايل چې بېرته کور ته ورسېده، ګوري، چې نابال يوه شاهانه مېلمستيا جوړه کړې ده. ډېر مست او د شرابو په نشه کې ډوب دی، نو دې خپل خاوند ته تر سهاره پورې څه نه شول ويلای. سهار چې کله د نابال له سره نشه ولاړه، دې خپله کيسه ورته بيان کړه. د دغو خبرو په اورېدو سره نابال ټکان وخوړ او عصبي حمله پرې راغله. له حرکته ولوېد او پر بستر باندې د ډبرې په څېر بې حرکته پروت و. تقريباً لس ورځې وروسته ﷲ ﷻ په ټکه وواهه او مړ شو.

کله چې داود ﵇ ته خبر ورسېد چې نابال مړ شوی دی، نو ويې ويل: ﷲ ﷻ ته دې حمد وي چې زما په اړه د نابال د پېغور قضيه يې زما په ګټه فيصله کړې ده او زه يې له شر کولو څخه ساتلی يم! ﷲ ﷻ د نابال د شر کاسه ورنسکوره کړې ده.

تر دې وروسته داود ﵇ ابيجايل ته د واده کولو لپاره مرکه ورواستوله. مرکه هم کرمل ته ورغله او هغې ته يې وويل: داود ﵇ موږ د دې لپاره رالېږلي يو، چې هغه ﵇ غواړي له تا سره واده وکړي.

ابيجايل د دوی د درناوي لپاره سر ټيټ کړ او ويې ويل: زه يې خدمتګاره يم. په دې لا راضي يم چې د هغه د نوکرانو پښې هم ورپرېمينځم.

له دې خبرو وروسته يې په تلوار سره خپلې پنځه نوکرانې له ځان سره کړې او پر خره سپره په مرکچيانو پسې د داود ﵇ خوا ته ورغله. هلته د داود ﵇ په نکاح کې شوه. داود ﵇ لا د مخه له اخينوعم سره هم واده کړی و، چې له يزرعيل څخه وه. لنډه دا چې دواړه ښځې د هغه ﵇ په نکاح کې شوې. طالوت پاچا خپله لور ميکال، چې د داود ﵇ لومړۍ ښځه وه، له هغه ﵇ څخه ستنه کړې، د جليم اوسېدونکي فَلتي بن لايش نامي سړي ته ورکړې وه.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست