حضرت شموييل ﵇
د شموييل ﵇ لخوا طالوت د پاچا په توګه ټاکل کېږي
د بنيامين له ټبر څخه يو مخور سړی و چې قيش نومېد. قيش د ابي ايل زوی، د صرور لمسی، د بَکورَت کړوسی او د افيح کوسی و. د قيش زوی طالوت په ټولو بني اسراييلو کې خورا ښايسته قد او قامت درلود. داسې بل څوک نه و چې د ده تر اوږو يې سر جګ وای.
يوه ورځ داسې وشول چې د قيش خرې ورکې شوې. نو خپل زوی طالوت ته يې وويل چې يو نوکر درسره واخله او خرې ولټوه.
طالوت هم له يوه نوکر سره د افرايم په غرنۍ سيمه او د شليشه په سيمه کې خرې ولټولې، خو پيدا يې نه کړې. په شعليم سيمه او بيا يې د بنيامين ټبر په ځمکو کې ولټولې، خو هلته يې هم پيدا نه کړې.
بالاخره د صوف سيمې ته ورسېدل. طالوت نوکر ته وويل: راځه چې بېرته کور ته ولاړ شو. اوس خرې څه کوې، زما پلار به زموږ په اړه اندېښمن وي.
نوکر ورته وويل: صاحبه، دلته نږدې د خدای ﷻ يو ولي اوسېږي. ټول خلک ورته د عزت په سترګه ګوري او وايي چې هره خبره يې رښتيا کېږي. ځه چې ورشو، ګوندې موږ ته هم لارښوونه وکړي چې کومې خوا ته په خرو پسې ولاړ شو.
طالوت ورته وويل: وربه شو، خو د شکرانې لپاره څه نه لرو چې وريې کړو. په کڅوړو کې مو خوراکي توکي خلاص شوي دي او نور هېڅ راسره نشته.
نوکر وويل: له ما سره لږ څه سپين زر شته. دا به په شکرانه کې ورکړو او هغه به لاره راوښيي. طالوت وويل: سمه ده. راځه!
دوی دواړه د هغه ښار پر طرف ورروان شول، چې د خدای ﷻ ولي پکې اوسېد. دغه ښار پر يوې غونډۍ آباد و. دوی ښار ته پورته کېدل، چې يو څو نجونې په مخه ورغلې. دغه نجونې د اوبو وړلو لپاره راوتلې وې. طالوت او نوکر پوښتنه ځينې وکړه: آيا هغه د الهي علم خاوند په ښار کې شته؟
نجونو وويل: هو، هغه دی، مخامخ ولاړ شئ. همدا نن ښار ته رارسېدلی دی، ځکه چې خلک نن د غونډۍ پر سر پر قربانګاه باندې قرباني کوي. ژر کوئ. تر اوسه پورې غونډۍ ته نه دی ختلی. تر هغې خلک ډوډۍ نه خوري تر څو هغه نه وي راغلی او د قربانۍ د قبلېدو لپاره يې دعا نه وي کړي.
طالوت او نوکر هم ښار ته ولاړل. کله چې ښار ته داخلېدل، نو ويې ليدل چې شموييل ﵇ راوزي تر څو ځان د قربانۍ ځای ته ورسوي. ﷲ تعالی يوه ورځ مخکې شموييل ﵇ ته الهام کړی و، چې سبا همدغه وخت به د بنيامين له ټبر څخه يو سړی درته راولېږم. هغه وټاکه چې زما پر منتخب قوم بني اسراييلو باندې حکومت وکړي او د دې ټاکنې په نښه به يې پر سر باندې د زيتونو تېل توی کړې. هغه به بني اسراييلو ته د فيليستينيانو له لاسه نجات ورکړي، ځکه چې ما د خپل منتخب قوم نارې اورېدلي دي او د مرستې نظر مې ورباندې کړی دی.
نو کله چې د شموييل ﵇ سترګې پر طالوت ولګېدې، ﷲ ﷻ ورته الهام وکړ، چې دا هماغه سړی دی چې ما يې پرون په اړه درته فرمايلي وو. دی مې ټاکلی چې پر منتخب قوم مې حکومت وکړي.
په دغه وخت کې طالوت شموييل ﵇ ته ورغی چې د ښار دروازې ته نږدې و او ويې ويل: جنابه! کېدای شي موږ ته ووايې چې د الهي علم د خاوند کور چېرې دی؟
شموييل ﵇ وفرمايل: هغه زه يم. تاسې تر ما د مخه غونډۍ ته پورته شئ. نن به له ما سره ډوډۍ وخورئ. سبا سهار به دې هغه پوښتنې ځواب کړم، چې په زړه کې دې دي. بيا به مو رخصت کړم. د هغو خرو په اړه انديښنه مه کوئ، چې درې ورځې مخکې ورکې شوې وې، ځکه چې پيدا شوي دي. د بني اسراييلو اميد اوس ټول تا او ستا د پلار کورنۍ ته دی.
طالوت ورته وويل: زه خو د بنيامين له ټبره يم، چې د بني اسراييلو تر ټولو کوچنی ټبر دی او بيا په دې ټبر کې زموږ پښه تر ټولو کوچنۍ ده. نو تاسې ما ته داسې خبره ولې کوئ؟
لنډه دا چې شموييل ﵇ طالوت او نوکر د قربانۍ ځای ته بوتلل او هلته يې د ډوډۍ خوړلو په خونه کې تر ټولو پورته کېنول. په دغه ځای کې دېرش مېلمانه نور هم موجود وو. بيا يې آشپز ته وفرمايل: هغه غوښه راوړه، چې مخکې مې درته د جلا کېدو ويلي وو.
آشپز هم د ورانه غوښه راوړه او د طالوت مخې ته يې کېښودله. شموييل ﵇ طالوت ته وفرمايل: ويې خوره! مخکې له دې چې دغه نور خلک مېلمانه کړم، دغه غوښه مې تا ته بېله کړې وه.
طالوت هغه ورځ له شموييل ﵇ سره ډوډۍ وخوړه.
بيا له غونډۍ څخه ښار ته راښکته شول او شموييل ﵇ د خپل کور پر بام طالوت ته ځای جوړ کړ. په بل سهار وختي شموييل ﵇ طالوت ته ورغږ کړ: راپاڅه! اوس دې د تګ وخت رارسېدلی دی!
طالوت هم راپاڅېد او له شموييل ﵇ سره له کوره راووت. کله چې د ښار پولې ته ورسېدل، شموييل ﵇ طالوت ته وفرمايل: نوکر ته دې ووايه چې له موږ مخکې ولاړ شي.
طالوت هم نوکر ته دا خبره وکړه. کله چې نوکر ولاړ، شموييل ﵇ طالوت ته وفرمايل: ته دلته ودرېږه، ځکه چې ﷲ تعالی ما ته ستا لپاره يو پيغام راکړی دی.
بيا شموييل ﵇ له يوه لوښي څخه د زيتونو تېل د طالوت پر سر توی کړل. ښکل يې کړ او ويې فرمايل: ﷲ تعالی ته انتخاب کړی يې چې پر منتخب قوم يې حکومت وکړې. پر هغوی به پاچاهي وکړې او د شاوخوا دښمنانو له لاسونو څخه به يې وژغورې. د دې انتخاب نښه به دا وي: نن چې روان شوې او د بنيامين د ټبر د ځمکې سرحد ته ورسېدې، هلته به په صلصح کې د بي بي راحيلې له قبر سره دوه سړي مخې ته درشي او درته وبه وايي: «هغه خرې چې ته يې په تلاش کې وې، پيدا شوي دي. اوس ستا پلار د خرو پر ځای ستا په اړه اندېښمن دی او وايي چې اوس به مې زوی څنګه پيدا کوم؟»
بيا چې له هغه ځايه ولاړې، د تابور سيمې ته به ورسېږې. هلته به د بلوط له لويې ونې سره درې سړي مخې ته درشي، چې د قربانۍ لپاره به بيت ايل ته روان وي. له يوه سره به درې سېرلي وي. له بل سره به درې ډوډۍ وي او له درېيم سره به له ميو ډک ژی وي. دوی به سلام درته ووايي او دوه ډوډۍ به درکړي. ته يې ځينې قبولې کړه.
بيا به جبعې ښار ته ورسېږې، چېرې چې د فيليستينيانو يوه لښکرګاه ده. هلته په رسېدو سره به يوه ډله وليان مخې ته درشي چې د عبادت له لوړ ځای څخه به ښکته راروان وي. له دوی سره به چنګ، يو بل ډول تار لرونکې آله، دريا او شپېلۍ وي او په روحاني جذبه کې به الهام شوي پيغامونه وايي. په هغه وخت کې به د ﷲ ﷻ روح په قوت سره درباندې رانازل شي. له دوی سره به د جذبې او وجد په حالت کې راشې او ستا ژبه به هم په الهام شوو پيغامونو باندې ګويانه شي. له دې وروسته به نوی سړی شې.
کله چې دغه ټولې نښې رښتيا شوې، بيا هغه څه تر سره کړه چې لازم يې ګڼې، ځکه چې ﷲ ﷻ له تا سره مل او ملګری دی. بيا جلجال ته ولاړ شه او هلته اووه ورځې زما انتظار وکړه. زه چې درورسېدم، نو ﷲ ﷻ ته به سوځېدلې قربانۍ او د سولې نذرانې وړاندې کړم او درته وبه وايم چې بيا تا ته څه کول په کار دي.