حضرت شموييل ﵇

بي بي حنه حمد و ثنا وايي

له دې وروسته حنې د ﷲ ﷻ حمد او ثنا ادا کړه او داسې يې وفرمايل:

زړه مې له ﷲ ﷻ څخه خوشحاله دی
ﷲ ﷻ زه سرلوړې کړې يم
خوله مې د خپلو حريفانو په وړاندې په خندا خلاصه ده
ځکه چې ستا له خوا په راکړل شوي نجات خوشحاله يم
د ﷲ ﷻ په څېر هېڅ پاک ذات نشته
يا ﷲ، ته ساری او مثال نه لرې
زموږ د خدای په شان ساتندوی نشته
ای خلکو! له غروره ډکې خبرې پرېږدئ
له کبرجنو الفاظو څخه لاس واخلئ
ځکه چې ﷲ ﷻ په هر څه خبر دی
ستاسې د عملونو حساب به خامخا اخلي
ﷲ ﷻ د زورورو جنګياليو لېندۍ ورماتې کړي دي
خو کمزورو ته يې قوت ورکړی دی
ماړه د يوې مړۍ لپاره مزدورۍ ته مجبوروي
خو وږي مړوي
بې اولاده ښځې ته اووه اولادونه ورکوي
او د ډېرو اولادونو مور بې اولاده کوي
د ژوند او مرګ ورکولو والا ﷲ تعالی دی
څوک قبر ته ښکته کوي او څوک ژوند ته راپورته کوي
ﷲ تعالی دی چې څوک غريبوي يا يې شتمنوي
يو څوک ذليلوي او بل څوک سرلوړی کوي
بې وزلان له خاورو څخه راپورته کوي
محتاجان له ډېران څخه راولاړوي
او د سردارانو څنګ ته يې کېنوي
د عزت تخت ورپه برخه کوي
ځکه چې نړۍ د ﷲ ﷻ په اراده موجوده ده او پايي
او د خدای ﷻ په قدرت سره خپل دوران ته دوام ورکوي
د خپلو وفادارو بنده ګانو ساتنه کوي
مګر بدکاران به په تيارو کې هلاکېږي
هېڅوک به په خپل مټ نه کاميابېږي
څوک چې له ﷲ ﷻ سره مخالفت کوي، ټوټې – ټوتې کېږي
خدای ﷻ به له آسمانه ټکه ورباندې راخوشې کړي
ﷲ تعالی پر ټولې نړۍ قضاوت کوي
خدای ﷻ چې کوم پاچا وټاکي، هغه ته قوت ورکوي
او خپل انتخاب شوی پياوړی کوي

 << مخکې | وروسته >> 

 فهرست