حضرت شموييل ﵇

د حضرت شموييل مبارکه زېږېدنه

په هغه غرنۍ ځمکه کې چې د افرايم په ټبر پورې مربوطه وه، د صوف سيمې په راما ښار کې يو سړی اوسېد چې نوم يې القانه و. القانه د يروحام زوی، د اليهو لمسی، د توحو کړوسی او د صوف کوسی و، چې په پای کې يې شجره افرايم ته رسېده. د القانه دوې ښځې وې، چې د يوې نوم حنه او د بلې پنينه و. پنينه د اولادونو خاونده وه، خو حنې اولادونه نه درلودل.

القانه به هر کال له خپل ښار څخه شيلوه نومې ځای ته تله، تر څو هلته په خېمة ﷲ کې د آسماني لښکرو رب ﷲ ﷻ ته عبادت وکړي او د قربانۍ فرضونه ادا کړي. هغه وخت په خېمة ﷲ کې امام عيلي او د هغه دوه زامن حُفني او فينحاس د ﷲ ﷻ په خدمت کې امامان وو. کله چې به القانه قرباني تر سره کړه، نو پنينې او د هغې لوڼو او زامنو ته به يې د غوښې يوه – يوه حصه ورکړه، خو حنې ته به يې دوه برخې غوښه ورکړه، ځکه هغه ډېره ورباندې ګرانه وه او ﷲ ﷻ هغې ته اولاد نه و ورکړی. پنينې به تل حنې ته پيغورونه ورکول، چې ته خدای وچه کړې يې! تر څو د هغې زړه خفه شي. هر کال چې به دوی خېمة ﷲ ته تلې، پنينې به حنې ته همدغسې پيغور ورکاوه، تر څو چې به يې له سترګو اوښکې وبهېدې او له خوراکه به يې انکار وکړ. القانه چې به حنه په داسې حال کې وليدله، نو پوښتنه به يې ځينې وکړه، چې ای ګرانې حنې، ولې ژاړې؟ ولې ډوډۍ نه خورې؟ ولې دې زړه شين دی؟ ته ما لرې! آيا زه ستا لپاره تر لسو زامنو غوره نه يم؟

يو وخت چې دوی په شيلوه کې وو او خوراک او څښاک يې بس کړی و، حنه يو ځای ته ولاړه، تر څو ﷲ ﷻ ته دعا وکړي. هغه وخت امام عيلي د خېمة ﷲ له دروازې سره پر څوکۍ ناست و. د حنې زړه له ډېره غمه ډک و. په داسې حال کې چې سخت يې ژړل، ﷲ ﷻ ته يې دعا وکړه او ويې ويل: ای د آسماني لښکرو خدايه! ستا د دې بنده غمجن حالت ته وګورې او د رحم نظر راباندې وکړې. که ته ما ته زوی راکړې، نو زه به يې بېرته تا ته نذرانه کړم، تر څو خپل ټول عمر ستا په خدمت کې تېر کړي او د سر وېښتان به يې هېڅکله په چاړه پرې نه شي.

په داسې ډول حنې خپلې دعاګانې کولې، خو په زوره نه بلکې تر شونډو لاندې يې ويلې. په دغه وخت کې د امام عيلي پام ورواووښت. ګوري، چې د هغې شونډې په حرکت کې دي، خو هېڅ غږ نه ځينې راوزي. ګمان يې وکړ چې هغه به په شرابو نشه وي. نو په تنده لهجه يې ورته وويل: نشه کول دې بس کړه او نور شراب مه څښه!

حنې وويل: نه، ښاغليه! ته په ما غلط فکر کوې. ما شراب يا کوم بل نشه کوونکی څښاک نه دی څښلی. زړه مې له درد او غمه ډک دی او خدای ﷻ ته يې خالي کوم. د يوې خرابې ښځې ګمان مه راباندې کوه. حالت مې ډېر بې وزله او غم ځپلی دی. نو ځکه مې په داسې ډول دعا کوله.

امام عيلي وويل: سمه ده. په خېر ولاړه شې. کومه غوښتنه چې دې کړې ده، د بني اسراييلو خدای ﷻ دې يې درته پوره کړي.

حنې ورته وويل: مننه، صاحب! ستا نظر دې تل پر ما باندې وي.

له دې وروسته بېرته لاړه او خوراک يې وکړ. په مخ کې يې د غم نښې ورکې شوې.

په دا بل سهار د القانه کورنۍ وختي راپورته شوه. د ﷲ ﷻ عبادت يې ادا کړ او بيا په راما ښار کې خپل کور ته ولاړل.

القانه له حنې سره يو ځای شو. ﷲ ﷻ پر حنې د رحم نظر وکړ او هغې حمل واخيست. د حمل موده چې يې پوره شوه، يو زوی يې دنيا ته راووړ. نوم يې شموييل پرې کېښود، چې معنی يې وه: «دا د ﷲ ﷻ لخوا زما د غوښتنې ثمره ده.»

<< مخکېوروسته >> 

 فهرست