حضرت يوشع بن نون 

وعده کړل شوې ځمکې ته د بني اسراييلو ننوتل

يوشع ﵇ امامانو ته وفرمايل: د عهد صندوق پورته کړئ او له خلکو څخه مخکې روان شئ.

امامانو هم همدغسې وکړل.

بيا ﷲ تعالی يوشع ﵇ ته وفرمايل: ای يوشع! نن تا ته د بني اسراييلو په نظر کې يوه لوړه مرتبه درکوم او دوی به وپوهېږي، چې ته زما له مرستې او ملاتړ څخه هماغه ډول برخمن يې، لکه موسی چې ځينې برخمن و. کوم امامان چې د عهد صندوق وړي، هغوی ته حکم ورکړه چې کله د اُردن سيند غاړې ته ورسېږي، يو څو قدمه دې مخکې په اوبو کې ولاړ شي او بيا دې ځای پر ځای ودرېږي.

له دې وروسته يوشع ﵇ بني اسراييلو ته وفرمايل: راټول شئ چې ستاسې د رب ﷲ ﷻ فرمان درته واوروم. وګورئ! د عهد صندوق، چې صاحب يې د ټولې نړۍ مالک دی، له تاسې څخه مخکې روان دی، چې له برکته به يې د اُردن په سيند کې يوه لاره جوړه شي او تاسې به پرې پورې شئ. امامانو به د عهد صندوق پورته کړی وي او په اوبو کې به ورګډ شي. په هغه شېبه چې دوی خپل قدمونه په اوبو کې کېږدي، نو د اوبو بهير به ځای پر ځای ودرېږي او له اوبو څخه به يو دېوال جوړ شي. بيا به تاسې وپوهېږئ چې حی او قيوم خدای ﷻ له تاسې سره مل او ملګری دی. ﷲ ﷻ به ستاسې لپاره کنعاني، هيتي، خِوي، پَرزي، جرجاسي، اَموري او يبوسي قومونه له وعده کړل شوې ځمکې څخه وشړي.

له دې وروسته بني اسراييلو د اُردن سيند پر لوري حرکت وکړ او امامان چې د عهد صندوق يې پورته کړی و، له خلکو څخه مخکې روان وو. دا وخت د پسرلي موسم و او د سيند اوبه پر څنډو اوښتې وې. امامانو په اوبو کې قدم کېښود او ناڅاپه د اوبو بهير ودرېد. له بر څخه اوبه په «آدم» کلي کې راټولې شوې، چې د «صَرتان» کلي ته نږدې پروت و. له بلې خوا نورې اوبه د بحرالميت پر خوا وبهېدې. نو د بني اسراييلو مخې ته اوبه نه وې او دوی په هغه ځای کې له سينده په اوښتلو پيل وکړ، چې هغه بله غاړه يې د اريحا ښار ته نږدې وه. په دې جريان کې د عهد صندوق وړونکي امامان په سيند کې ولاړ وو. تر څو ټول بني اسراييل له سينده نه وو تېر شوي، تر هغې امامان همالته ولاړ پاتې شول.

له دې وروسته ﷲ ﷻ يوشع ﵇ ته وفرمايل: امامانو ته امر وکړه، چې د اُردن له سينده راووزي.

يوشع ﵇ امامانو ته د راوتلو امر وکړ.

امامان هم له سينده راووتل. څنګه چې يې قدمونه د سيند پر بله غاړه کېښودل، د سيند اوبه بيا په بهېدو شوې او پر څنډو يې واوښتلې. خلک د اريحا ښار د نږدې ځمکې پر خوا ورروان شول او په دوی کې تقريباً څلوېښت زره سړي وو چې د جنګ لپاره تيار وو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست