حضرت موسی ﵇
خدای ﷻ موسی ﵇ وعده کړل شوې ځمکې ته له داخلېدو څخه منع کوي
له دې وروسته موسی ﵇، يوشع ﵇ او قوم ته د نصيحت په ډول داسې وفرمايل: تاسې په خپلو سترګو وليدل، چې ستاسې رب ﷲ ﷻ له هغو دواړو پاچاهانو سره څه وکړل. د کومو ملکونو په طرف چې تاسې اوس روان ياست، ﷲ ﷻ به د هغو خلکو حالت هم هماغسې کړي. له هغوی څخه مه وېرېږئ، ځکه چې ستاسې رب ﷲ ﷻ به ستاسې لپاره جنګ مخکې يوسي.
بيا موسی ﵇ عرض وکړ: يا ﷲ زما ربه! تا دې بنده ته خپل د قدرت لاس او لويوالی ښودلی دی! په ځمکه او آسمان کې داسې هېڅ معبود نشته، چې ستا په شان لوی – لوی کارونه تر سره کړي. نو هيله کوم، ما ته اجازه راکړه، چې د اُردن له سينده تېر شم او آخوا ښې ځمکې، غرنۍ سيمې او لبنان ووينم.
خو د مريبا د اوبو د پېښې په خاطر چې ﷲ ﷻ په قهر و، د موسی ﵇ غوښتنه يې قبوله نه کړه. ورته يې وفرمايل: بس موسی! بيا د دې خبرې په اړه څه ونه وايې. ته به له اُردن سيند څخه نه تېرېږې، خو داسې وکړه، چې د فِسجې د غره څوکې ته وخېژه او له هغه ځايه پر وعده کړل شوې ځمکې، شمال، جنوب، شرق او غرب څلورو خواوو ته نظر واچوه. يوشع خپل ځای ناستی وټاکه. حوصله يې ورلوړه کړه او جرات ورکړه، ځکه چې هغه به قوم له اُردن سيند څخه پورې باسي او کومه ځمکه چې ته د غره له سره وينې، د قوم په ولکه کې به يې راولي.