حضرت موسی ﵇
د وعده کړل شوې ځمکې پر لاره د بني اسراييلو برياوې
بني اسراييلو له هغه ځای څخه د شمال په لور حرکت ته دوام ورکړ. تلل – تلل تر څو د ارنون سيند په هغې بلې غاړې کې يې واړول. بالاخره وعده کړل شوې ځمکې ته د رسېدو لپاره مجبور وو، چې د ختيځ په طرف کې د اَموريانو له ځمکې څخه تېر شي. نو يې د اَموريانو پاچا سيحون ته يو څو استازي له دې پيغام سره ورولېږل: زموږ قوم ته اجازه راکړئ، چې ستاسې په ځمکې کې تېر شو. نه به مو پټيو او باغونو ته ورګډ شو او نه به مو له څاه ګانو څخه اوبه وڅښو. تر څو چې ستاسې له ځمکې څخه نه يو وتلي، نو له شاهي لارې څخه به يوې خوا ته هم نه اوړو!
خو سيحون دوی ته اجازه ورنه کړه، چې له ځمکې څخه يې تېر شي. د دې پر ځای يې خپل ټول لښکريان راټول کړل او د جنګ لپاره يې بيابان ته حرکت وکړ. په «ياهص» نومي ځای کې يې له بني اسراييلو سره جګړه پيل کړه. په دې جنګ کې بني اسراييلو په خپلو تورو سره دوی ته ماتې ورکړه او له ارنون سيند څخه تر يبوق سيند پورې سيمې يې په خپله قبضه کې راوستلې. له هغه ځای څخه مخکې يې نور حرکت ونه کړ، ځکه چې دا د عمونيانو ځمکه وه او سرحد په ټينګه ساتل کېده. بني اسراييلو د اَموريانو ټول ښارونه، د حشبون په ګډون او شاوخوا کلي په خپل تصرف کې راوستل او پکې وايې ړول.
موسی ﵇ د يعزير سيمې ته سړي ولېږل او د هغوی د معلوماتو په برکت سره بني اسراييلو د يعزير شاوخوا سيمې تر ولکې لاندې راوستلې او اَموريان يې ځينې وشړل. له دې وروسته د بني اسراييلو لښکر مخکې ولاړ، تر څو باشان سيمې ته ورسېد، خو د باشان پاچا «عوج» خپل ټول فوځيان د مقابلې لپاره «اَدرَعي» نومي ځای ته راوايستل. ﷲ ﷻ موسی ته وفرمايل: له عوج څخه مه وېرېږه. ما د هغه فوځ او ځمکه ستا په لاس کې درکړې ده. پر هغه به هم هماغسې حال راولې، څرنګه چې دې د اَموريانو پر پاچا سيحون باندې راوستلی و.
نو بني اسراييلو عوج پاچا، د هغه زامن او د هغه ټول رعيت ووژل. يو کس هم ژوندی پاتې نه شو، چې په پايله کې بني اسراييلو پر دغه ځمکه هم قبضه ولګوله.