حضرت موسی

د هارون  وفات

بيا بني اسراييل له قادِش څخه روان شول او د هور غره ته ورسېدل، چې د اِدوم د ځمکې سرحد ته نږدې و. هلته ﷲ ﷻ موسی او هارون ته وفرمايل: د دې وخت رارسېدلی دی چې هارون له دې دنيا څخه رخصت شي. دی به هغې وعده کړل شوې ځمکې ته نه داخلېږي، چې بني اسراييلو ته يې ورکوم او وجه يې دا ده چې تاسې دواړو په مريبا کې د اوبو په اړه زما له حکم څخه سرغړونه کړې ده. ای موسی! هارون او د ده زوی ايلعازر دواړه د هور غره ته درسره راوله. له هارون څخه به د امامت جامې لرې کړې او ايلعازر ته به يې ورواغوندې. هلته په غره کې به هارون له دې دنيا څخه سترګې پټې کړي.

موسی ﵇ هم د ﷲ ﷻ حکم پر ځای کړ او په داسې حال کې چې ټولو خلکو ورته کتل، له هارون او ايلعازر سره د هور غره ته پورته شو. دوی چې د غره سر ته ورسېدل، موسی ﵇ د امامت جامې له هارون ﵇ څخه لرې کړې او ايلعازر ته يې ورواغوستلې. هلته د غره په سر کې هارون ﵇ وفات شو. بيا موسی ﵇ او ايلعازر له غره څخه راښکته شول. خلک پوه شول چې هارون ﵇ وفات شوی دی، نو ټولو بني اسراييلو د هغه ﵇ په غم کې دېرش ورځې وير او ماتم وکړ.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست